Europe-Flight/Hotel Combo
Posts | Comments | E-mail /

غريب څنګه واده وکړي ؟

Posted by on Oct 30th, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

                                             محمد ظريف هاشمي د شيخ زايد پوهنتون محصل

د حضرت محمد(ص) حديث شريف دى، کله، چې هلکان او نجونۍ دځوانۍ مرحلې ته ورسېږي، نو  واده دې وکړي. زموږ په ټولنه کې کله، چې د چا لور او زوى د ځوانۍ مرحلې ته ورسيږي، خپل پلار او مور يې کوښښ کوي ،چې  واده ورته وکړي. دادهر نفس غوښتنه ده، که هغه ښځه وي که نر، غواړې، چې د خپل ژوند يو ښه ملګرى پيداکړي، ترڅوخپل ژوند تر اخره پورې په خوشالۍ سره  تېر کړي. د ښه او په زړۀ پورې ژوند تېرول د هرکس هېله او امېد دى، ځکه هېڅوک نه غواړي، چې خپل راتلونکى ژوند يې د ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ وي. په هېڅ وخت کې پلار او مور نه غواړي، چې دخپل ګران اولاد ژوند د خاوروسره خاورې کړي او خپل د زړۀ ټوټه د بازار د اجناسو په څېر نه پلوري . خوبيا هم ځينې افراد د سيم او زر په مقابل کې خپله د زړۀ ټوټه  دزړۀ تسکين اولاد په ژوند باندې ملنډې  وهي. خپله د يوڅو ورځو ښه ژوند دتېرولو په خاطر د خپلې لور پرراتلونکي ژوند باندې لوبې کوي. خپل لورګانې په ٧ يا ٨ سوه زره افغانيو پلوري. په دې باندې فخر کوي، چې زما لور په ٧ يا ٨  سوه زره افغانۍ واده شوه . خو دکلي او سيمې نور اوسيدونکي دا فکر کوي، چې زما لور د پلاني لورنه کمه ده؟ هېڅکله به يې کمه واده نه کړم.  ايا دغه رښتيا پوهه ده او که ناپوهي اول په دې باندې فکر وکړئ، چې زۀ دوستي کوم که دښمني خپل پيداکوم ايا دغه زما لور زړۀ نه لري يا په ماباندې کوم حق نه لري؟ ايا زۀ بايد ددې لور حق سلب کړم؟ که څنګه وکړم؟

دا پوښتنه بايد له ځانه وکړي، چې  خپله ګرانه لور چاته ورکړم؟ هغه څه ډول سړى دى ؟ جګ ولور د زوم ملاماتوي، ځکه هغه مجبور دى، چې دغه پور د لنډولو لپاره بل هېواد ته سفر وکړي. ستونزې مشکلات ،ستمونه خوارۍ، غريبۍ او داسې نور څه، چې په ده تېرېږي؟  يوازينۍ پته يې ده ته او هغه چاته، چې ورسره ژوند کوي. نوايا د خپل اولاد په خراب ژوند خوشاليږو؟ داپوښتنه له تاسو نه کوم، درنو لوستونکو! دا هر چا ته معلومه ده، چې اوس زموږ خواږه وروڼه، پلارونه د اقتصادي مشکلاتو له مخې، چې زياتره د ولور دلوړيدا له امله خپل ګران هېواد، چې خاپوړې يې په کې کړې دي، په هر حالات کې ورته ښه راغلاست وايي. د ژوند د ترېدو  وروسته سره دنورو چارو دا هېوادپرېږدي او د ولور د ګټلو لپاره د ځوانۍ خوږ ژوند هغه ژوند وخت او حالات ،چې پښتانه ورته د ژوند بادشاهي وايي، هغه ژوند په خوارۍ، غريبۍ اوسفرونو کې تېر وي. په ځينو سيمو کې کورنۍ، چې اقتصاد يې قوي وي، دهغې کورنۍ تنکي ځوانان په خوبونو ماړۀ  وي . خو له بلې خوا هغه کورنۍ، چې اقتصاد يې کمزورۍ وي، لا ځوان شوى نه وي، چې مور او پلار ورته وايي، چې ويزه درته اخلم . پيسې راوګټه، چې واده درته وکړم .اى مشرانو او ځوانانو! تاسو ټول ددې پيښې شاهدان ياست. تاسو ته ښه معلومه ده ،چې د ژوند ترټولوښه او خوږ ژوند د اتلس کلنۍ نه تر دېرش کلنۍ پورې  وي.

نو زموږ د خوارې او غريبي ټولنې اکثره ځوانان دغه خوږ ژوند په سفرونو کې تېروي. نو راځئ، چې سره کېښنو،ددغو ناخوالو مخه ونېسو.  دغه موږ يو، دا مو ټولنه ده. موږ هېڅکله ددغې ټولنې نه شو خلاصېداى. افغان او په ځانګړې توګه پښتانه ستونزه د مرکو له لارې حلوي. نو راځئ، چې دا د ولورستونزه  هم د مرکو له  لارې حل کړو.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    بارش غیر منتظره برف در مناطق شرقی امریکا

    October 31st, 2011

    ویرجینیا:-گزارش ها حاکی از آن است که بارش غیر منتظره بر[...]

    امریکا در کنفرانس استانبول خواستار عدم مداخله در امور افغانستان می شود

    October 31st, 2011

    واشنگتن:- میرمن هیلری کلنتن وزیر خارجه امريكا  اعلام ک[...]

    ولسی جرگه خواستار استیضاح وزیر حج و اوقاف شد

    October 31st, 2011

      کابل:- گزارش ها حاکی است که برخی  اعضای ولسی جرگه، تو�[...]

    وزير خارجه تاجكستان براي شركت در نشست افغانستان عازم تركيه شد

    October 31st, 2011

    دوشنبه ـ 'همراه خان ظريفي' وزير امور خارجه تاجكستان ا�[...]

    نیویارک تایمز از برنامه تقویت حضور نظامی امريکا در خلیج عرب خبر می دهد

    October 31st, 2011

    نیویارک:- روزنامه نیویارک تایمز از مذاکرات امريکا با ک[...]