Europe-Flight/Hotel Combo
Posts | Comments | E-mail /

دوکتور انورالحق احدي د خوست شيخ زايد پوهنتون څخه لېدنه وکړه

Posted by on Oct 30th, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

خوست ښار:- دخوست شېخ زايد پوهنتون ،چې له تېرو څو کلونو راهسې فعاليت کوي او ډېرى ځوانان يې ټولنې ته په علمي چوکاټ کې وړاندې کړي دامهال هم زرګونه محصلين په بېلا بېلو پوهنځيو کې په زده کړو اخته دي تېره ورځ د هېواد د سوداګرۍ او صنايعو وزير دوکتور انورالحق احدي دياد شوي پوهنتون څخه لېدنه وکړه . ښاغلي احدي په هغه سفر کې ،چې خوست ته يې درلود په وروستۍ ورځ د شيخ زايد پوهنتون د غونډو په تالار کې د همدې پوهنتون له استادانو او محصلينو سره يوه ناسته ترسره کړه . د ناستې په لومړي سرکې د خوست پوهنتون رئيس دوکتور گل حسن ولي زي خبرې وکړې او محترم وزير ته يې په دې زيات هرکلى وويلو ،چې دوى سره د ډېرو مصرفيتونو بياهم د خوست پوهنتون نه دى هېر کړى او دلته يې تشريف راوړو.

ښاغلي ولي زي په خپلو خبرو کې وويل يوه ټولنه هله بريالۍ کيداى شي ،چې هلته د خلکو افکار او اعمال سالم او درست وي . موږ په خوست کې له ودانيزو رغونونو نه زياته اړتيا فکري رغونې ته لرو ،چې دا رغونه يوازې او يوزاې په علمي موسساتو او مرکزونو کې امکان لري.موږ له خپل مرکزي دولت څخه په دې زياته مننه کوو ،چې دوى موږ ته دا موقع برابره کړي ترڅو داسې يو مرکز ولرو ،چې په هغه کې بې له فکري رغونې او علمي بحثونو نور څه ځاى نه لري. موږ په خپل وار له خپلې ولايتي ادارې،چې په سرکې يې ښاغلى عبدالجبار نعيمي دى مننه کوو،چې موږ سره يې زياتې مرستې کړي او تل دا هڅه کوي ترڅو له پوهنتون سره نورې مرستې هم وکړي. له ده وروسته دمحصلينو په استازيتوب د طب پوهنځي محصل مسلم غزنوي خبرې وکړي او له ښاغلي احدي يې وغوښتل ترڅو تل راشي او موږ ته هغه علمي تيورۍ را انتقال کړي ،چې دوى د خپل تحصيل په وخت کې حاصلې کړي دي.ښاغلي احدي هم د خپلو خبرو په ترڅ کې په دې خوښې څرګندوله ،چې دخوست پوهنتون له استادانواو محصلينو سره له نېږدې ګوري. ښاغلي احدي وويل ما په دې تېرو درېو ورځو کې په خوست کې ډېر ځايونه او ډېر اشخاص وليدل ولې دا مې هېله وه ،چې پوهنتون او په دې کې اخته محصلين او استادان له نېږدې وګورم. دده په خبره، ځکه له پوهنتون سره زياته مينه لرم ،چې ترټولو زيات محصل پاتې شوى يم او ډېره موده مې په پوهنتون کې استادي هم کړى ده. د ښاغلي احدي په وينا کله ،چې دا پوهنتون له پېښور څخه خوست ته را انتقال کېدو ما ته يې ستونزې او امکانات څرګند ول؛ ولې اوس په دې وياړم ،چې دا پوهنتون دومره زيات محصلين او استادان لري. ما تېره شپه د خوست پوهنتون له رئيس ښاغلي وليزي سره ولېدل او د پوهنتون په هکله مې ترې وپوښتل، ده راته ګزارش راکړ زه په رښتيا ،چې ډېر خوښ شوم  اوس ،چې ګورم د خوست پوهنتون يو معياري او ښه مجهزپوهنتون دى.د ښاغلي احدي په خبره اوس په خوست کې يو داسې پوهنتون شته ،چې هم په فزيکي لحاظ او هم په معنوي لحاظ حساب پرې کېداى شي . داځکه ،چې په فزيکي لحاظ ښې ودانۍ او يوه لويه احاطه لري او په معنوي لحاظ ځکه ورته پوهنتون ويلې شو، چې تقريباً تر څلورزرو زيات محصلين او تر يوسلو شپيتو پورې استادان لري نو موږ دې ته يو معياري پوهنتون ويلى شو. ښاغلي احدي د پوهنتون لپاره څو شيان اړين وبلل، ده وويل په پوهنتون کې بايد استاد موجود وي ، محصل ولري او يو ښه نصاب په کې تدريس شي،چې دا ټول په خوست پوهنتون کې شته . ښاغلي احدي د خپل ژوند تجربې او تحقيقي مفکورې له محصلينو او استادانو سره شريکې کړې. ده وويل ،چې ترټولو نيک بخته او ژوندى ولس هغه دى ،چې د علم او پوهې په گاڼه سمبال شوى وي.ده وويل په پخوا وختونو کې داسې نظريه موجوده وه او خلکو به بحث پرې کولو او ويل به يې په نړۍ کې نېکمرغه ملت هغه دى ،چې طبيعي زيرمې او زيات معدنونه ولري، ولې د وخت په تېريدو سره دانظريه رد شوه او يوه بل عالم وويل، چې په نړۍ کې نيک بخته ولس او دولت هغه دى ،چې هغه ډېره سرمايه ولري،ځکه دوى د زياتو پيسو په زور کولاى شي دنورو خلکو توليدات او امکانات د خپل ځان په گټه وکاروي . ولې څوکاله وروسته بيا دا نظريه هم رد شوه او وويل شول ،چې نيکبخته او بريالى ولس هغه دى ،چې بشري قوه يې ښه روزل شوي وي. دا په دې معنا،چې د يوې ټولنې افراد داسې ورزل شي ،چې هغه په هر برخه کې ښه او اغيزمن کار وکړى شي . نو په دې اساس ويلې شو ،چې د يوه ملت بشري قوه په علمي مرکزونو کې روزل کيداى شي . نو زما له تاسو دا هيله ده ترڅو ټولنې ته داسې اشخاص وړاندې کړئ ، چې هغه په خپله مسلکي برخه کې ښه روزل شوي وي . ښاغلي احدي په خبره ، چې اينده د علم او پوهې په لاس کې ده، هغه ملت ، چې په علم سمبال وي هغه بريالى او په خپل ځان ويسا ملت بلل کيداى شي. له ده وروسته خوست والي هم خبرې وکړې او ويې ويل دا ،چې وخت ډېر محدود دى نه غواړم ډېرې خبرې وکړم ولې دومره يادول غواړم ،چې موږ او تاسو په يوه داسې حالت کې واقع يو،چې بې له فکري رغونې بله هېڅ طريقه نه لرو بايد د محترم وزير صاحب خبرې ،چې ډېر له علميت، پند او نصحيت څخه ډکې وې هر چا ته ورسوو ، په گډه د خپل هېواد رغونې ته او د خلکو اصلاح ته راپورته شو. غونډه د شرعياتو پوهنځي رئيس مولوي عطا الله د دعايې په ويلو سره پاى ته ورسيده .

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    بارش غیر منتظره برف در مناطق شرقی امریکا

    October 31st, 2011

    ویرجینیا:-گزارش ها حاکی از آن است که بارش غیر منتظره بر[...]

    امریکا در کنفرانس استانبول خواستار عدم مداخله در امور افغانستان می شود

    October 31st, 2011

    واشنگتن:- میرمن هیلری کلنتن وزیر خارجه امريكا  اعلام ک[...]

    ولسی جرگه خواستار استیضاح وزیر حج و اوقاف شد

    October 31st, 2011

      کابل:- گزارش ها حاکی است که برخی  اعضای ولسی جرگه، تو�[...]

    وزير خارجه تاجكستان براي شركت در نشست افغانستان عازم تركيه شد

    October 31st, 2011

    دوشنبه ـ 'همراه خان ظريفي' وزير امور خارجه تاجكستان ا�[...]

    نیویارک تایمز از برنامه تقویت حضور نظامی امريکا در خلیج عرب خبر می دهد

    October 31st, 2011

    نیویارک:- روزنامه نیویارک تایمز از مذاکرات امريکا با ک[...]