Europe-Flight/Hotel Combo
Posts | Comments | E-mail /

حامد کرزي ، د شهزاده نایف بن عبدالعزیز سره ټیلیفوني خبري وکړي

Posted by on Oct 30th, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د جمهوری ریاست د یوې خبرپاڼې پر اساس په دغو ټیلیفوني خبروکې چې  پرون مازیګر وشوې، د هېواد جمهوررئیس دسعودي عربستان دولیعهد، دکورنیو چارو دوزیر او ددغه هېواد دوزیرانو شورادمرستیال په توګه دوالا حضرت شهزاده نایف بن عبدالعزیز دټاکل کیدو په مناسبت خپلې ښې هیلې او دمبارکۍ مراتب هغه ته وړاندې او هیله یې وکړه چې د الحرمین الشرفین دخادم اعلیحضرت ملک عبدالله بن عبدالعزیز ترخردمندانه قیادت لاندې چې نه یوازې دسعودي عربستان پادشاه دی، بلکې زموږ او دټولې اسلامي نړۍ مشر دی، خپلې اړوندې چارې په بریالیتوب سره ترسره کړی.

حامدکرزي ددغو ټلیفوني خبرو په پای کې والاحضرت شهزاده نایف بن عبدالعزیز ته دبشپړې روغتیا او بریالیتوب ترڅنګ دسعودي عربستان دورور هېواد خلکو ته دنیکمرغۍ او ترقۍ هیله وکړه.

په مقابل کې دسعودي عربستان نوي ټاکل شوي ولیعهد والاحضرت شهزاده نایف بن عبدالعزیز دافغانستان دجمهوررئیس حامدکرزي دټیلیفوني اړیکې او هغه ته دمبارکۍ دمراتبو دڅرګندولو له امله مننه وکړه، وې ویل:  هیله لرم چې دسعودي عربستان خلکو او ټول مسلمه امت ته دخدمت مصدر وګرځم.

والاحضرت شهزاده نایف بن عبدالعزیز هیله وکړه چې په افغانستان کې ډیر ژر تلپاتې سوله ټینګه او ددواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخه شي.

د سعودي عربستان نوي ټاکل شوي ولیعهد د خپلو خبرو په پای کې، وویل: ستاسو لخوا دغه ټیلیفوني اړیکه مې دخوښۍ وړ وګرځیده، هیله لرم چې ډیر په افغانستان کې ستا سو په مشرۍ  همیشنۍ سوله او ثبات ټینګ شي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    بارش غیر منتظره برف در مناطق شرقی امریکا

    October 31st, 2011

    ویرجینیا:-گزارش ها حاکی از آن است که بارش غیر منتظره بر[...]

    امریکا در کنفرانس استانبول خواستار عدم مداخله در امور افغانستان می شود

    October 31st, 2011

    واشنگتن:- میرمن هیلری کلنتن وزیر خارجه امريكا  اعلام ک[...]

    ولسی جرگه خواستار استیضاح وزیر حج و اوقاف شد

    October 31st, 2011

      کابل:- گزارش ها حاکی است که برخی  اعضای ولسی جرگه، تو�[...]

    وزير خارجه تاجكستان براي شركت در نشست افغانستان عازم تركيه شد

    October 31st, 2011

    دوشنبه ـ 'همراه خان ظريفي' وزير امور خارجه تاجكستان ا�[...]

    نیویارک تایمز از برنامه تقویت حضور نظامی امريکا در خلیج عرب خبر می دهد

    October 31st, 2011

    نیویارک:- روزنامه نیویارک تایمز از مذاکرات امريکا با ک[...]