Europe-Flight/Hotel Combo
Posts | Comments | E-mail /

حامدکرزی: د امنیـت د لـیږد دوهم پړاو دې په جـدي توګه عمـلي شي

Posted by on Oct 30th, 2011 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

کابل:- له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونوته دامنیـت دلـیږد دوهم پړاو دې په جـدي توګه عملي شي.

دغه ټکی د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي نن غرمه دهېواد له یو شمېر والیانو سره په کتنه کې څرګند کړ.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په داسې حال کې چې دملي دفاع، کورنیو چارو او دمالیېوزیران،دسیمه ایزو ارګانونو دخپلواکې ادارې رئیساو دملي امنیت دلوی ریاست مرستیال هم حاضر و، دلیږدد کمیسیون رئیس ډاکتر اشرف غني احمدزي  دلیږ په دوهم پړاوکې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته دامنیتي مسوولیتونو دسپارلو لپاره دچمتوالي په اړه خبرې وکړې او وې ویل: له پیل څخه په عمومي کچه دیوه ملي بهیر په توګه له نړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته دمسوولیتونو له سپارلو څخه هرکلی شوی دی او دهېواد دجمهوررئیس داصولي پریکړو لپاره دوګړنیز سراسري بسیج لپاره پوره چمتوالی موجود دی.

ډاکتر اشرف غني احمدزي زیاته کړه: دهېواد دجمهوررئیس لخوا دلیږد دبهیر مسله دهرکلي وړده خو دهېواد والیان دژمنو دپلي کیدو له اړخه  اندیښنه لري او وایي که چیرې دطرحو او عمل ترمنځ واټن رامنځته شي او اړونده ادارې خپل کارونه په سمه توګه ترسره نه کړي، دغه بهیر به له ناباورۍ او خدای مه کړه له ناکامۍ سره مخامخ کړي.

دلیږ دکمیسیون رئیس وویل: ددې لپاره چې دلیږد دوهم پړاو له لومړي پړاو څخه سخت او حساس دی نو لازمه ده چې د ملي اردو د دومداره تمویل او تجهیز لپاره دې جدي کار ترسره، دپولیسو تشکیل دې پراخ، په سرحدي ولایتونوکې دې دسرحدي پولیسو ځواکونو په پرمخ تللو وسلو سمبال او پیاوړي کړای شي.

ډاکتر اشرف غني احمدزي په دې باندې ټینګار وکړ چې په هېوادکې د ډاډمن امنیت دټینګښت لپاره دې له سیاسي او ټولنیزو لارو چارو کار واخیستل شي او پرګنې دې په دې لاره کې همکارۍ ته راوبلل شي.

حامدکرزي د ډاکتر اشرف غني احمدزي دخبرو له آوریدو وروسته، والیانو ته په خطاب کې وویل: له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونوته دامنیت دلیږد دوهم پړاو په جدي توګه عملي کړی، موږ او تاسو دافغانستان دخلکو خدمتګاران یو، زموږ دنده ده چې دهغوی دسر، مال او عزت ساتنه وکړو.

دهېواد جمهوررئیس دښې حکومتوالۍ، ظرفیت جوړونې او دادارې داصلاح په لاره کې د ډاکتر اشرف غنياحمدزي لخوا وړاندې شوی رپوټ ډیر مهم وباله او په هغه کې د یادو شویو موضوع ګانو د عملي کیدو ډاډ یې څرګند کړ.

 د یادونې وړ ده چې دلیږد دوهم پړاو به په نیږدې راتلونکي کې په جوړیدونکې لویه جرګه کې اعلان شي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    بارش غیر منتظره برف در مناطق شرقی امریکا

    October 31st, 2011

    ویرجینیا:-گزارش ها حاکی از آن است که بارش غیر منتظره بر[...]

    امریکا در کنفرانس استانبول خواستار عدم مداخله در امور افغانستان می شود

    October 31st, 2011

    واشنگتن:- میرمن هیلری کلنتن وزیر خارجه امريكا  اعلام ک[...]

    ولسی جرگه خواستار استیضاح وزیر حج و اوقاف شد

    October 31st, 2011

      کابل:- گزارش ها حاکی است که برخی  اعضای ولسی جرگه، تو�[...]

    وزير خارجه تاجكستان براي شركت در نشست افغانستان عازم تركيه شد

    October 31st, 2011

    دوشنبه ـ 'همراه خان ظريفي' وزير امور خارجه تاجكستان ا�[...]

    نیویارک تایمز از برنامه تقویت حضور نظامی امريکا در خلیج عرب خبر می دهد

    October 31st, 2011

    نیویارک:- روزنامه نیویارک تایمز از مذاکرات امريکا با ک[...]