Europe-Flight/Hotel Combo
Posts | Comments | E-mail /

د کابل په ځانمرګي بريد د ناټو ١٣ امريکايي سرتېري وژل شوي دي

Posted by on Oct 30th, 2011 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل  : د ناټو په مشرۍ  ايساف ځواکونه وايي،  چې د کابل ښار په ننني ځانمرګي بريد کې يې ١٣ سرتېري وژل شوي دي.يوه ځانمرګي بريد کوونکي  نن (د لړم په ٧مه) له غرمې مخکې په يوولس نيمو بجو د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د دارالامان پر سړک د ايساف ځواکونو پر کاروان ځانمرګى بريد وکړ.

 د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي ، چې ياد شوي ځانمرګي بريد کوونکي له چاودېدونکيو توکيو د ډک کرولا موټر په وسيله دغه بريد ترسره کړى ، چې له امله يې څلور تنه وژل شوي دي .

 خو د کورنيو  چارو وزارت په دې پېښه کې  ايساف ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي .

 بلخوا په کابل کې دايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا نن له ماښام وروسته پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د کابل ښار په ننني ځانمرګي بريد کې يې ١٣ سرتېري وژل شوي دي.

 خو ايساف د وژل شويو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى، بلخوا ځينو سرچينو ويلي چې وژل شوي سرتېري امريکايي دي.

 د يادونې ده، چې په روان زېږديز کال کې په يوه پېښه کې د ايساف ځواکونو ته د اوښتي ځاني زيان  دا دويمه لويه پېښه ده.

 څو مياشتې مخکې د ميدان وردګو په سيد اباد ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو د امريکايي ځواکونو يوه چورلکه ويشتلې وه، چې له امله يې ٣١ سرتېري وژل شوي وو.

 بلخوا په کابل کې د استقلال روغتون مشر ډاکټر علي اېشان وايي چې له ياد بريد څخه اته ټپيان او دوه مړي دې روغتون ته وروړل شوي دي .

 دى وايي چې په وژل شويو کسانو کې يو پوليس او يو ملکي وګړى او په ټپيانو کې دوه ماشومانو او شپږ نارينه شامل دي .

 د کابل ښار د ننني ځانمرګي بريد مسووليت طالبانو پرغاړه اخيستى دى .

 طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل چې دعبدالرحمن هزاربز په نامه د دوى يوه  طالب په کابل ښار کې د بهرنيو ځواکونو يو بس موټر په نښه کړى دى .

 هغه ادعا وکړه، چې په دې بريد کې ٢٥ بهرنيان او يو عام وګړى وژل شوي او درې نور ملکي وګړي ټپيان دي.

د روان زېږديز کال له پيل راهيسې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د ناټو د وژل شويو سرتېرو شمېره ٥١٥ تنو ته ورسېده.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    بارش غیر منتظره برف در مناطق شرقی امریکا

    October 31st, 2011

    ویرجینیا:-گزارش ها حاکی از آن است که بارش غیر منتظره بر[...]

    امریکا در کنفرانس استانبول خواستار عدم مداخله در امور افغانستان می شود

    October 31st, 2011

    واشنگتن:- میرمن هیلری کلنتن وزیر خارجه امريكا  اعلام ک[...]

    ولسی جرگه خواستار استیضاح وزیر حج و اوقاف شد

    October 31st, 2011

      کابل:- گزارش ها حاکی است که برخی  اعضای ولسی جرگه، تو�[...]

    وزير خارجه تاجكستان براي شركت در نشست افغانستان عازم تركيه شد

    October 31st, 2011

    دوشنبه ـ 'همراه خان ظريفي' وزير امور خارجه تاجكستان ا�[...]

    نیویارک تایمز از برنامه تقویت حضور نظامی امريکا در خلیج عرب خبر می دهد

    October 31st, 2011

    نیویارک:- روزنامه نیویارک تایمز از مذاکرات امريکا با ک[...]