Europe-Flight/Hotel Combo
Posts | Comments | E-mail /

په خوست کې د لوی اختر د رارسېدو په خاطر د لازمو تدبیرونو دنیولو په موخه ګډه غونډه ترسره شوه

Posted by on Oct 30th, 2011 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

خوست ښار( خوست ولایت مقام مطبوعاتی دفتر):-د لوی اختر د رارسېدو په خاطر د لازمو تدبیرونو دنیولو په موخه ګډه غونډه ترسره شوه

د خوست والي ترمشرۍ لاندې تخنیکي بورډغړو، سکتوري ادارو  مسوولینو، ولایتي شورا او د سولې عالي شورا ولایتي کمیسیون  د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت او د ښاري نظم ساتنې په موخه غونډه وکړه .

په دې غونډه کې د ولایتي ادارې په مشرتابه سربېره د ولایتي شورا ریس مرادخان منګل، د سولې ولایتي کمېټې مسوول مولوي حنیف شاه حسیني ، سرپرست ښاروال انجنیرشریف ،د سکتوري ادارو مسوولینو او تخنیکي بورډغړو ګډون درلود.

ناستې ته په سر کې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعیمي پيلیزې خبرې وکړې .نوموړي د خپلو خبرو په لړکې وویل ، د لوی اخترلپاره د لازمو تدبیرونو د نیولو په موخه ټولې ادارې باید هڅه وکړي، چې د یوه جامع پلان په رامنځته کولو سره  لوی نیکمرغه اختر د سولې او امن په فضا کې ولمانځل شي .همداشان د دې اختر د رارسېدو په مناسبت د ښار او شاوخوا سیمو د پاکوالي په موخه باید ګډ اشر ترسره شي .ترڅو د خوست خلک وکولای شي، په یوه پاک او منظم چاپېریال کې د اختر درې ورځني مراسم په خوښیو کې ترسره کړي .

ښاغلي نعیمي وویل په ښار کې د تېلو ځینې داسې پمپونه تر سترګو کیږي، چې ډېر ناوړه حالت لري ، چې له امله یې د چاپېریال د کاکړتیا ترڅنګ د ښار ښکلاته زیان رسولی ، په کار ده، چې مسوولین یې پاکوالي او جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي او د خلاف په صورت کې ترې قراردادونه بېرته واخېستل شي.همداشان د ښاري نظم ساتنې په خاطر هر صنف ته ځانګړي ځایونه په نښه شي ، چې په دې سره په ښار کې د بې ځایه ګڼه ګوڼې مخه ونیول شي .

ده وویل دښار د ښکلا لپاره باید شنې ساحې رامنځته شي او هغه ګلدانونه چې په ښار کې شتون لري، په کې شنه بوټي او ښایسته ګلان کېنول شي .نوموړي په دې برخه کې ښاروالۍ ریاست ته دنده وسپارله ،چې د یوې میاشتې په ترڅ کې د دغه کار د سرته رسولو په برخه کې لازم اقدامات وکړي .

خوست والي په دې ګډه غونډه کې د ناستې له برخوالو وغوښتل، چې د اختر نه وړاندې او وروسته په هره برخه کې شته پروژې باید تعقیب شي ، که چېرې دغه پروژې تعقیب نه شي، نو ناممکنه ده ،چې په روان کال کې دې پلان شوي پروژې بشپړې شي .

ده وویل څو تنو خوستمېشتو ملي سوداګرو ژمنه کړي، چې په دې ولایت کې به په شخصي لګښت مهم څلورلاري او واټونه  په ښایسته او عصري بڼه جوړوي ، باید ژرترژره  تخنیکي بورډ یې د پلان په چوکاټ کې ځایونه په نښه کړي .

ښاغلي نعیمي وویل دهرې پروژې په هکله  خلکو ته باید سم مالومات په واک کې ورکړل شي، که چېرې په دې برخه کې غفلت وشي، سترې ستونزې رامنځته کولای شي.

نوموړي د ادارو مسوولینو ته په خبرو کې د پیاوړو ریسانو خطاب وکړ،چې ټول نظام یې ترشاه ولاړ دی ، نو په کار ده،چې د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره د صلاحیت او مسوولیت په چوکاټ کې لازم اجراات وکړي .

د هغې وروسته د خوست سرپرست ښاروال انجنیرشریف  په پلان کې تر لسو پورې واړې او لویو  پروژو یادونه وکړه، چې داوطلبۍ ته چمتو شوي  دي .

نوموړي وویل همداشان یې د ښار د پاکوالي په موخه د رامپ آپ مسوولینو سره په ګډه پلان ترتیب کړی ، چې په کې ۷۰ سیمنټي او ۱۳۴پورې بېلري کثافت دانۍ جوړول او نصبول شامل دي .دغه راز یې څلورکسیز کمیسیون ټاکلی، چې په ښار کې د کثافاتو او د سړک پرغاړه د مارکېټونو جوړولو پروخت د شګو او نورو موادو اچولو د مخنیوي په خاطر یې دغه ټاکل شوي کمیسیون ته دنده سپارلي، چې په دوامداره توګه یې څارنه وکړي او د خلاف په صورت کې یې جریمه او قانوني چلند ورسره ترسره کړي .

له ده وروسته د مخابراتو ریس  انجنیرګل حبیب شاه ، د ټولګټو چارو ریس او د تخنیکي بورډ مسوول انجنیرمامورشاه، د ولایتي شورا ریس مرادخان منګل او نورو مسوولینو په وار سره د راتلونکي اختر او ذکرشویو موضوعاتو په اړوند دلا ښه والي په موخه خپل نظرونه وړاندې کړل او د غونډې په وروستۍ برخه کې لاندې موضوعات په تصویب ورسېدل .

  • د اختر لپاره د ښار او شاوخوا سیمو کې د صفایۍ په خاطر د چاپېریال ساتنې د ریس په مشرۍ درې کسیز کمیسیون وټاکل شو، چې په ښار کې د ګډ اشر په خاطر پلان او پېشنهادي طرحه برابره کړي او پرې عملي کار وشي .
  • همداشان د راتلونکي لوی اختر په مناسبت د سولې عالي شورا د ولایتي کمېټې د ریس مولوي حنیف شاه په مشرۍ د ولایتي او علماوو شورا ، حج او اوقاف  مسوولینو او مفتي حبیب الرحمن خوستي په ګډون ګډ کمیسیون جوړ شو، چې دوی باید یو داسې جامع پلان رامنځته کړي، چې له مخې یې په مرکز او ولسوالیو په ټولو مسجدونو کې د سولې او یوالي لپاره ګټور پروګرامونه ترسره شي او د اختر د لمانځه د ادا کولو لپاره په منظمو ترتیباتو کار وکړي .
  • همداشان د امنیتي تدابیرو لپاره امنیتي ځواکونه د تېر په څېر خپل فعالیتونه جاري وساتي، همداشان  د نظامي ارګانونو ترڅنګ  د ملکي ادارو مسوولین او مامورین هم باید له هوایي ډزو او نورو هغو کړنو چې د خلکو د تشویش سبب ګرځي، د مخنیوي لپاره عملي هڅې وکړي .
  • دغه راز پرېکړه وشوه ،چې د ښاري نظم ساتنې لپاره چاپېریال ساتنې اداره ، رمپ اپ مسوولین، تخنیکي بورډ او ښاروالۍ ریاست باید په ګډه توګه کار وکړي او د ټولو هغو صنفونو لپاره له ښاره د باندې لازم سهولتونه رامنځته کړي، چې دا مهال یې په ښار کې ګڼه ګوڼه او شور رامنځته کړی دی .
فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    بارش غیر منتظره برف در مناطق شرقی امریکا

    October 31st, 2011

    ویرجینیا:-گزارش ها حاکی از آن است که بارش غیر منتظره بر[...]

    امریکا در کنفرانس استانبول خواستار عدم مداخله در امور افغانستان می شود

    October 31st, 2011

    واشنگتن:- میرمن هیلری کلنتن وزیر خارجه امريكا  اعلام ک[...]

    ولسی جرگه خواستار استیضاح وزیر حج و اوقاف شد

    October 31st, 2011

      کابل:- گزارش ها حاکی است که برخی  اعضای ولسی جرگه، تو�[...]

    وزير خارجه تاجكستان براي شركت در نشست افغانستان عازم تركيه شد

    October 31st, 2011

    دوشنبه ـ 'همراه خان ظريفي' وزير امور خارجه تاجكستان ا�[...]

    نیویارک تایمز از برنامه تقویت حضور نظامی امريکا در خلیج عرب خبر می دهد

    October 31st, 2011

    نیویارک:- روزنامه نیویارک تایمز از مذاکرات امريکا با ک[...]