Europe-Flight/Hotel Combo
Posts | Comments | E-mail /

د کنړي محصل د وژنې پټ رازونه

Posted by on Oct 30th, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

معرف ستوری

د هېواد تېردريش کلنې غميزې په ټولو هېوادوالو داسې ناکردې وکړې، چې تاریخ به يې تر پايه شاهد وي، خو کله چې هم هېواد کې يو نوې اداره منځ ته راغله نو ټولو هېوادوالو په يو لاس د هېواد جوړولو ته ملا وتړله، هرچا خپل کسب کې ناغيړي و نه کړه او کوښښ يې کوه، چې هر څومره ژر چې کېدونکی وي، هېواد جوړ کړو، د هېواد جوړولو لپاره يو هم تعليمي ادارې دي چې پکې مهم او کليدي رول لري، د تعليم او تحصيل لپاره د يو ولایت اوسيدونکي بل ولایت ته سفر کوي، او هڅه کوي، چې خپل د هېواد لپاره د ښه خدمت کولو جوګه شي، مګر کله چې هم د پکتيا په پوهنتون کې د رامنځ ته  شوې غميزې صحنې ترسترګو شي، نو ولړزېږو ځکه چې يو محصل شهيد شو او ترڅنګ يې څونور سخت ټپيان شول، چې په اړه يې څو زړه سوانده او په هېواد مينو ملګرو ليکنې کړي او خپل معلومات يې له نورو سره شريک کړي دي، مګر زه چې له تاسو سره کوم معلومات شریکوم او د هغې راز څخه پرده کشکوم چې تر دې دمه پرې د ځينو اشخاصو نظر ځانته نه دی اړولی. د کنړي محصل د وژنې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د پکتیا پوهنتون د طب پوهنځي رئيس د يوې کنړۍ محصلې سره د لاس اچونې په تور ونيول شوه، دې پېښې د مشرقي والو محصلينو غصه وپاروله او د پوهنځي د رئيس پرخلاف يې لاريون وکړ، چې د لاريون مخنيوي لپاره د ملي امنيت منصوبینو قدم واخيست،  چې د اخترمحمد ابراهيمي په مشرۍ په پکتيا ولايت کې ځای پرځای شوي، دملي امنيت منصوبينو په لاريون کوونکو ډزې وکړې، چې په نتیجه کې يې يو کنړی، ځوان، بااستعداده، هوښيار، او د هېواد ښې راتلونکي ته ژمن ځوان شهيد او ۵ نور ټپيان کړلای شول، د ملي امنيت رئيس اخترمحمدابراهيمي کسانو ولې داسې اعمال ترسره کړل؟ ولې يې د ډزو پرځای د بلې ممکنې لارې استفاده نه کوله؟ او ولې يې بې ګناه ځوان د ښې راتلونګي پرځای ګور ته ولېږه؟ دا هغه سوالونه دي، چې اخترمحمدابراهيمي يې ځواب ورکړي، چې د همدوی د امنيتي منصوبینولخواء ورباندې ډزې شوې او بې ګناه محصلين شهيدان شوي دي، په همدې اړه باید د ملي امنيت عمومي رئیس هم واضحات ورکړي، چې ولې يې منصوبینو داسې اعمال ترسره کړل.

مونږ د ولسي جرګې او مشرانو جرګې څخه په کلکه غواړو چې په دې اړه دې هراړخيزه پلټنه وکړي، او د ملي امنيت د رئيس اخترمحمد ابراهيمي څخه وپوښتل شي، چې ولې يې کارکوونکو بې ګناه افغان محصلين وژلي، لومړۍ دې د ملي امنيت رئيس د دندې ګوښه او بیا دې مشرانو او ولسي جرګه  يو پاک نفسه او باصلاحیته پلاوی وټاکي چې د موضوع هراړخيزه پوښتنه وکړي، ځکه بیا به ټاکل شوی پلاوی به وکولای شي، چې هراړخيزه پلټنه بې له دې چې د څه امکاناتو د ترلاسه کولو دې  طمعه ولري او هم به ثابته شي، چې د همدې رئيس په لاس څومره بې ګناه هېوادوال د ملي امنيت کارکوونکو لخواء بندیان شوي او نور يې څومره کارونه کړي، ځکه د همدې له لاسه اوس د افغانستان په نورو برخو کې هم  د نفاق تخم وکرل شو، کله په ننګرهار کې د ننګرهاري او کنړي محصلينو لخواء پکتیاوال محصلين وهل کېږي، او کله به په پکتیا کې مشرقي وال محصلين وهل کېږي، د دې داسې ناوړه اعمال پښتانه یو بل پسې واخيستل کله به یو پښتون د پکتیاوال او بل پښتون د مشرقي وال په نوم وژل کېږي، د تروريستانو ترڅنګ به سمتي مخالفت هغه څه وي، چې زموږ د بې ګناه هېوادوالو ژوند به اخلي او د ابراهيمي په شان رئیسان به د وينې توېدو په مقابل کې د خپل اقتصاد د پياوړتيا په اړه فکر کوي، هيله ده، چې د موضوع د روښانتيا څخه وروسته ابراهيمي ته د ټولو افغانانو په مخکې سخته سزاء ورکړل شي، چې نور وطن خرڅوونکي او نفاق اچونکي اشخاص هم ترې عبرت واخلي او د خپلو اعمالو څخه لاس په سر شي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    بارش غیر منتظره برف در مناطق شرقی امریکا

    October 31st, 2011

    ویرجینیا:-گزارش ها حاکی از آن است که بارش غیر منتظره بر[...]

    امریکا در کنفرانس استانبول خواستار عدم مداخله در امور افغانستان می شود

    October 31st, 2011

    واشنگتن:- میرمن هیلری کلنتن وزیر خارجه امريكا  اعلام ک[...]

    ولسی جرگه خواستار استیضاح وزیر حج و اوقاف شد

    October 31st, 2011

      کابل:- گزارش ها حاکی است که برخی  اعضای ولسی جرگه، تو�[...]

    وزير خارجه تاجكستان براي شركت در نشست افغانستان عازم تركيه شد

    October 31st, 2011

    دوشنبه ـ 'همراه خان ظريفي' وزير امور خارجه تاجكستان ا�[...]

    نیویارک تایمز از برنامه تقویت حضور نظامی امريکا در خلیج عرب خبر می دهد

    October 31st, 2011

    نیویارک:- روزنامه نیویارک تایمز از مذاکرات امريکا با ک[...]