(كابل :له ولسمشر كرزي سره د (جيو نيوز) مركې په نړيواله ميډيا كې يو توپان را پورته كړى دى، په دې اړه د پاكستان په رسنيو كې هم يوه لورته زياتو د ولسمشر كرزي څرګندوېن ستايلې خو يو شمير نورو يې په منفي ذهنيت هر كلى كړى او نيوكې يې پرې كړې.
د پاكستان د مهاجر قومي غورځنګ مشر الطاف حسين د جنګ ورځپانې ديوه ليكوال (حامد مير) پر ليكنه په همدې ورځپاڼه كې په يوه ليكنه كې توند غبرګون ښودلى او د ولسمشر كرزي د تفاهم نه ډكو څرګندونو د ستاينې په ترڅ كې ليكي چې يوه ليكوال (حامد مير) په خپله ليكنه كې د پښتنو سپكاوى كړى چې دا ډير د كركې وړ عمل دى، نوموړى ورپسې ليكي چې په پاكستان كې له پښتنو سره دښمني د يوه تن عمل نه دى دا يو فكري حركت دى همدې حركت بنګال له پاكستان نه بيل كړ، بلوچستان يې د بېلتون پر كرښه درولى، او پر باچاخان، يلي شاه او نورو يې د كفر ټاپې لګولې، د نوموړي په وينا كه دغه فكر يحركت ختم نشي نو د پاكستان د الله مل شي.