Europe-Flight/Hotel Combo
Posts | Comments | E-mail /

دستونزوډک هیواداودغه ډول ولسمشر

Posted by on Oct 29th, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

لیکوال: ابراهیم نعیمی

 دولسمشروروستۍ مرکه دپاکستان دجیوتلویزیوني شبکې سره دهیوادپه دننه اوبهرکې سیاستوال اودولتي واکدارن هڅولي دي چې په دي اړوندنظرونه وړاندي کړی . په لیکونوکې ترسترګو کیږي چې څوک عادي بڼه ورکوي اوځینې کسان بیاداسې څرګندونې دهیواددبهرني سیاست سره په ټکرکې ارزوی .

زه هم غواړم په دی اړونداوپه ټولیزډول دولسمشرڅرګندونې په هیواد کې دده ترټاکلووروسته څه ناڅه وارزوم :
دټاکنوترلومړي پړاووروسته کله چې ولسمشرحامدکرزي واک په نیمه قانوني بڼه خپل کړ، نو یي دهیوادپه کورنیوچارواودهیواد په بهرني سیاست باندي وخت په وخت څرګندوني کولي . ولې لومړي دوره دولسمشرحامدکرزي دبیاناتوتیره څوکه توپکیانوته متوجه وه . په هره غونډه کې یوځل دټوپکیانودنارواکړونوسره تماس نیوي .
دولسمشرداسې بیاناتودهیواددروڼ اندوپه زړونوکې تازه ولولې راپارولي اوامیدونه ورځ تربلي زیاتیدل چې خدای وکړي دتیروزمانوجګړه ماربه ځپل کیږي اودهیوادپه دولتي دستګاه کې به تصفیه راشي . (ګومان کوم چې دحامدکرزي به هم داارزووه چې روڼ اندي خوشحاله کړي او دځان ملګري اوملاتړي یي کړي چې ترډیري کچې په دغه چاره کې بریالۍ هم شو.) . حامدکرزي په دغه هم بسنه ونه کړه ، مارشال فهیم یی ددفاع دوزارت څخه لیری کړ اویو شمیرنورمثبت قدمونه یي اوچت کړه . ولې په یوه غونډه کې مې یادیږي چې مارشال قسیم فهیم دولسمشرپه مقابل کې ډیرسپک چلندوکړ. په باورسره ویلای شم چې فشارونه به ورباندي ډیر شوی وه . دهغه وخت دکورنیوچارووزیرفرفیسورجلالي هم مثبت بدلونونه راوستل .
دلومړي دوري په ورستیوکې دولسمشرکړونوبدلون وموند. بیرته یي ځان هغوتوپکیانوته نژدي کړ چې هم دغه ولسمشرپه ډیروویناوکې بداوردورته ویلي ول . زه په دي باوریم چې حامد کرزي بنسټپال نه دي . دلوړوزده کړوخاونداودیوي روښانې کورنۍ څخه دي ولې ګومان کوم چې دخپل قدرت دساتلولپاره دشطرنج لوبه کوي .
په دوهم پړاوټاکنوکې دلویدیزوهیوادونواوامریکایانوڅخه خوابدي شو. داچې ولې دغوهیوادونو په ټاکنوکې دحامدکرزي په خلاف لاس وهنه کول ، لویه پوښتنه ده . د دوم ځل ټاکنوپه جریان کې اوپه ځانګړي ډول ترټاکنووروسته دحامدکرزي غوصه دلویدیزوهیوادونواوامریکاپرضد ډیره وپاریدله . پخواني جګړه ماراوتوپکیان بیرته دولسمشرانډیوالان شول اودنړيۍ والوپه مقابل کې یي په بربنډډول دفاع کول . کله چې لویدیزوهیوادونوجنرال دوستم اومارشال فهیم په جنګي جرایموتورن کول اوکرزي ته یی توصیه کول چې دمارشال فهیم دټاکلوڅخه دخپل لومړی مرستیال په توګه ډه ډه وکړي ، ولې کرزي پرغره ناست وه . زمادکرزي یوه ویناپه دي اړوندپه حافظه کې ده ، ولولئ :
« لویزهیوادونه زموږقومي مشران ، مجاهدین اونورقومي مخورپه ډول ډول نومونوتورن کوي … »
خپل پخوانۍ خبري یی هیری وي . په هرصورت وټاکل شو. دلویدیزوهیوادونوپه سرکې دامریکاپه ډبولویی پیل وکړ . دومره ډیریی داکاروکړچې د هری وینا پیل یي دامریکاد جنایتونوڅخه کوله . داډول بیانیي هیوادوال په اندیښنه کې واچول زماپه ګډون خلکولیکنې وکړي چې جناب کرزي صاحب ولې امریکایان تحریک کوي اوپه ځانګړي ډول یی دپښتنوپر ضدلمسوي . تردی پوري خبره ورسیده چې د کندهار په یوه غونډه کې امریکایان تهدیدکړه چې ګواکې ولسمشربه دطالبانوپه خواکې ودریږي . دولسمشرداډول خبرودوام وکړ. په دی جریان کې ولسمشرته دخپل وروردمړینې اوورپسي دنوموړي دنژدی مشاوروژنه دوه غمونه پریوه ځای ورپیښ شول داډول خبرې تریووخته ارامي وي . چې دانوی کیسه راپورته شول . دمرکې په پیل کې ډیره په زړه پوری ځوابونه وه اوهم یي په ډیروضاحت دپاکستان لوری متوجه کړچې ددغه ډول ناوړه کړونوڅخه لاس پرسرشي . ځکه دترهګروسره مرسته نه د پاکستان اونه دافغانستان په ګټه ده اوپه سیمه کې هم ثبات خرابوي . ولې نه پوهیږم چې څه ورته پیښه شول چې دپاکستان سره دامریکااوهندپه مقابل کې دافغانستان ملاتړاعلان کړ.
ترکرزي صاحب خولوی ملاصاحب با تدبیره معلومیږي ځکه یوه ورځ خبرلوڅې دطالبانود واک په دوران کې دملا محمد عمرڅخه پوښتنه وکړه چې تاسودچیچینیادمسلمانانوسره مرسته کوي ؟
ملاعمراخند : وروره زموږخپله پایڅه په پښه کې بنده ده ته دچیچینیاغم اخیستي یي .
نوکه کرزي صحب ته سړي ووایي چې ستاهیواددپاکستان اوهم دایران تربریدونولاندي دي ، تالره یي دخیره چې دنوروهیوادونوپه جګړوکې دښکیلیدوخبري کوي .
په داسې حال کې چې په سلګونوراکټونه دکنړپرسیمه دپاکستان دپوځیانولخواویشتل کیږي ، د کنړوالي ناري وهي ، خبرلوڅوته مرمي ورښکاره کوي ، زخمیان اومړي لري ، ولې کرزي صاحب رسنۍ تورنوي چې کوچني موضوعات پړسوي . زه نه پوهیږم چې ولې کرزي صاحب خپل والي نه راغواړي چې ایاستاخبري درواغ دي اوکه رښتیا ؟
لږترلږخپل دوالیانوسره خوبه حساب کولای شي . ددي څخه ښکاري چې موږدخپل ځان ددفاع توان نه لرونوځکه ولسمشردواقعیتونوڅخه سترګې پټوي . ددي پرځاي چې دخپل هیوادستونزي حل کړي ، افغانان دفیلانوپه غیږ ورولي .
پاملرنه وکړي په دي اړونددجیوتلویزیون دخبرلوڅي اړوندې پوښتنې اولسمشرحامدکرزي وځواب ته :
پوښتنه : یوه بله ګیله چې ستاسو وروریي لري داده چې : کله چې دپاکستان اړیکې د امریکا سره خړي پړي شوي ، زموږورورحامدکرزي دامریکاسره ودریداوزموږپرضدیي ویناوکړه . ویل کیږي که دپاکستان اوامریکاترمنځ جګړه ونښلي ، افغانستان به دامریکاترڅنګ ودریږي ؟
ځواب : « خدای ناخواسته که دامریکااوپاکستان ترمنځ جګړه پیل شي ، موږ به دپاکستان په څنګ کې ودریږو. موږ ورونه یو. که پرپاکستان حمله وشي ، اوکه پاکستان مرستې ته اړتیا ولري ، افغانستان به ستاسوپه څنګ کې ودریږي …
په دغه ډول یي دهندوستان اودبل هر قدرت دحملي په صورت پرپاکستان ، ورته څرګندونه وکړه» .
پاملرنه وکړئ دامریکادبهرنیوچارووزارت غبرګون ته دحامدکرزي دڅرګندونوپه اړوند :
ویکتوریالانددامریکادبهرنیوچارودوزارت ویاندوایي : « دپاکستان اوامریکاترمنځ دجګړې پیښیدلو هیڅ امکان نه شته نواړینه نه ده چې پرموضوع بحث وشي . امریکادخپلومبارزاتوپه لړکې په پاکستان کې دحقاني دشبکې په مقابل کې منظم پروګرام لري .اواوس ددي وخت دي چې پاکستان په عملي ډول ددغې شبکې پرضدخپل پروګرام اعلان کړي .»
دسپین ماڼۍ ویاندجي کارني وویل چې : «دامریکااوپاکستان اړیکې ددوهمکاروهیوادنوپه توګه مهم اوپیچلي دي .»
زماپه اندکه په ګاونډیوهیوادونوکې جګړه پیښیږي ، په دي اړوندچې دافغانستان موقف باید څه وي ، ولسمشربایددومره مهمه پریکړه په یوازیوالې ونه کړي . داسې پریکړي په نورمال ډول په ټولوهیوادونوکې دملي شورا، لوي جرګې ، پارلمان اودي ته ورته سازمانونو ګډوفیصلو ته اړتیالري .
بله خبره داده چې افغانستان همداګړي هره شیبه دخپل کورنې امنیت په خاطرهمدغه امریکاته اړدي اوهم دستراتیژیک تړون دلاسلیک کولوپه درشل کې دي . دهیواداوسني لوړپوړي چارواکې دکرزی صاحب په ګډون دامریکادسرپه صدقه حکومت کوي چې دلوړپړولویه برخه دمیلیونوډالروخاوندان شوي دي . په کوم جرأت داسې څرګندونی کوي اوددي څخه یي موخه څه ده ؟
دهندوستان سره یی څوورځي مخکي ستراتیژیک تړون لاسلیک کړاواوس داډول تحریک امیزه وینادڅه لپاره ؟ یابه داسي وي چې جناب ولسمشردهیواددملي ګټوتشخیص نه شي کولای اویابه دومخه لری :
ـ دیوي خوادولس دغولولولپاره دافغانستان دبې امنیتۍ علت دپاکستان لاس وهنه ګڼي .
ـ بیرته بیاپاکستان خوشحاله کوي چې زه موترڅنګ ولاړیم .
په پای کې وایم چې دهیوادحالات دومره پیچلي دي چې نه پوهیږوچې څه به کیږي . ، په دغه ډول مود ولسمشرویناوي، کړني اړیکې اونورڅه دهیوادترپیچلوحالاتونورهم پیچلي دي .             خدای دي زموږپرهیوادخپل رحمت وکړي .

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    بارش غیر منتظره برف در مناطق شرقی امریکا

    October 31st, 2011

    ویرجینیا:-گزارش ها حاکی از آن است که بارش غیر منتظره بر[...]

    امریکا در کنفرانس استانبول خواستار عدم مداخله در امور افغانستان می شود

    October 31st, 2011

    واشنگتن:- میرمن هیلری کلنتن وزیر خارجه امريكا  اعلام ک[...]

    ولسی جرگه خواستار استیضاح وزیر حج و اوقاف شد

    October 31st, 2011

      کابل:- گزارش ها حاکی است که برخی  اعضای ولسی جرگه، تو�[...]

    وزير خارجه تاجكستان براي شركت در نشست افغانستان عازم تركيه شد

    October 31st, 2011

    دوشنبه ـ 'همراه خان ظريفي' وزير امور خارجه تاجكستان ا�[...]

    نیویارک تایمز از برنامه تقویت حضور نظامی امريکا در خلیج عرب خبر می دهد

    October 31st, 2011

    نیویارک:- روزنامه نیویارک تایمز از مذاکرات امريکا با ک[...]