نیویارک:- د امريکا يې هېوادونو د دريو سيمه ييزو سازمانونو او د امريکا په ګډون يو شمېر نورو هېوادونو او سازمانو نو په جلا جلا توګه د هوندوراس د پوځي کودتا سخته غندنه وکړه او د دغه هېواد له اړوندو څانګو څخه يې غوښتنه وکړه چې د دغه هېواد د اساسي قانون د نظام د بيا اعاده کېدو لپاره کوښښ وکړي.
د ملگرو ملتونو دری شپيتمې عمومي اسامبلې د جون په نهه ويشتمه نېټه د هوندوراس په حالاتو د بحث په هکله يوه بيړنۍ غونډه جوړه کړه. د دغې اسامبلې مشر ميګويل ايسکوتو بروکمان، د لاتيني امريکا د هېوادونو او سيمو سازمان، د ناپيليتوب غورځنګ او د اروپايې ټولنې استازيو په جلا جلا توګه د دغه کودتا سخته غندنه کړی ده . دغه راز بروکمان له دغې اسامبلې څخه غوښتنه وکړه چې په جدي توګه د هوندوراس مسئله تر غور لاندې ونيسي چې په سوله ييزه توګه د ولسمشر مانيول زيلايا په مشرۍ قانوني حکومت ژر بيا واک تر لاسه کړي.