هغه بله ورځ مې په نيوزويك مجله كې د ډاكتر اشرف غني احمدزي مركه لوستله، په زړه پورې وه، ډيره په زړه پورې، ښايي هغه خلكو ته چې له هېواده بهر دي لا هم په زړه پورې وي.
ما چې داحمدزي صيب د مركې دغه برخه لوستله چې:
غواړم د 25 مليونرو كورنيو انحصار مات كړم…دوه زره نوم ميليونران ايجاد كړم، يو مليون كارونه به پيدا كوم، يو مليون كورونه جوړوم او… يو ځل مې د تلويزيوني چينلونو هغه مشهور (مليونر) پروګرام سترګو ته و دريد، بيا مې د عزيزي، كابل او ميوند بانكونو د (مليونر شويد) اعلانونه په غوږو مو كې و كړنګيدل، چې په دې تمه يې افغانان لوټ كړل اوپه دوبۍ كې يې اپارتمانونه پرې را نيولي دي. او بيا يې د نن له هنګامو نه 35 كاله پخوا زمانې ته يوړم، هغه مهال چې داود خان واك ته رسيدلى ؤ، زه نوى زلمى شوى وم، په سروبي كې مو كور ؤ سروبى د وطن په څير د لوى شريك كور يو داسې شريك چاپيريال ؤ چې هر سهار او مازيګر به همزولي پكې را ټول شول.
څوك د وردګو، څوك د كونړ، څوك د پروان او څوك د هېواد د يوه بل ګوټ، ټول دلته د واليبال، فوټبال او ګپ شپ ګډياران وو، په دې ډله كې يو د ګوګامنډې علي احمد هم ؤ، علي احمد يو مټور نيم لوستى ځوان ؤ، تر موږ به درې څلور كاله مشر ؤ، دى او د لواړګي او رنګ زموږ د مجلس تودولو ياران وو، او رنګ چې اپريدى ؤ پيښور ته به تلو راتلو، موږ ته به يې د بدرمنير او آصف خان د پښتو فلمونو كيسې كولې موږ به داسې په خوند اوريدې لكه چې كټ مټ فلم ګورو.
علي احمد به بيا دغه خبره ډيره كوله چې زه په 15 دقيقو كې افغانستان له امريكا اوشوروي نه وړاندې كوم!
ښه څنګه؟
د علي احمد پيل به د جګدلك د ياقوتو له كان نه ؤ، د جګدلك ياقوت را باسم، پر نړيوالو يې ګران پلورم، له جګدلك تر سروبي په سپيرو غرونو كې ښكلي كورونه، ماڼۍ او شنه پاركونه جوړوم… د بكوا دښتې اوبوم، د كونړ پرسيند بند تړم، پلانى دښته اوبوم، دلته كار خانه… هلته فارم دغلته ماركيټ جوړم… چې علي محمد به تر لسو دقيقو پورې د جوړولو لاپې كتار كړې موږ به په تصور كې دده جوړ كړي افغانستان ته كتل په ريښتيا تر امريكا او شوروي ډير آباد ؤ، نه به چيرته سپيره او شاړه دښته پاتې وه اونه خړ غرونه او كاڼي، هر لوري ته به ودان ښارونه، سركونه، ډك بازارونه او سمسور باغونه وو… خو چې بيرته به د واقعيتونو نړۍ ته را وګرځيدو ټول به د سروبي د ژمنۍ سينما تر ريګ لاندې په هغه سمنتي لاره كې ناست وو او علي احمد ته به مو به په كړس كړس خندل.
نو كه په تشو خبرو جوړيداى موږ به 35 كاله ستومانه انتظار نه ؤ كړى احمدزى صيب، د ګوګامنډې علي احمد به وطن جوړ كړى ؤ، په خبرو او لاپو څه جوړيدل ممكن نه دي، دا يوه جذبه او احساس غواړي، داسې احساس چې وطن څوك خپل كور و بولي، د كارو بار او ګټې، تمې او سياست ډګر نه څوك چې وطن خپل كور و بولي او پكې و اوسي د جوړولو غم به يې هم ورسره وي، داسې نشي كيداى چې ژوند په اروپا، امريكا او خليجي هېودونو كې كوي، او د واكدارۍ خوبونه پر افغانستان ګوري.
شاباس. کرزي ته مو کمپاين ښه په درز کې روان دی. کله خو هسې د دې دپاره چې خپل ناپيلتوب ثابت کړﺉ د کرزي پسې هم څه وليکﺉ. هسې خو غټ مجرم دی. ډېرې نخرې یې کړي دي. که نه هغه د محقق سره د وعدو په اړه یې وليکﺉ. خو هیهات هیهات. تاسو او کرزي پسې ليکنه!!!
د رياست جمهوری په چوكۍ به همغه سړی كښينى چى خپل امریکایی بادار ته ډير وفادار وى او د افغانانو د وژلو او بى پته بي عزته كولو کی ښه پوهه ولري ، په اوسنى كانديدانو كى دا كار كرزى او مرستيالان ئى ښه ترسره كولاى سی . ښاي غني هم اوس دا تجریبه ولري
Sorry weesa does not publish bad language