Posts | Comments | E-mail /

په افغانستان کی د امریکی متحده ایالتونو د تل پاتی نظامی اډو د جوړیدو اړتیا: دیارلسمه برخه

Posted by on Oct 20th, 2011 and filed under افغانستان چا ړنګ کړ؟, تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

امان الله عمر

دیارلسمه برخه.
په دی وروستو کی د امریکی متحده ایالتونو رسمی چارواکی او په ځانګړی ډول ددی هیواد د دفاع وزیر څرګندونی چی په ښکاره ویلی چی د افغانستان  سره د استراتیژیک تړون په سر خبری په بریالتیوب  پر مخ روان دی او لیری نه دی چی داسی یو تړون د دواړو هیوادونو د وګړو او دولتونو په خوښه به لاسلیک کړی شی. په دی ترڅ کی د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د راتلونکی لوی جرګی د جوړیدو خبر یی ورکړی ، دا چی یو شمیر کسانو داسی اټکل کوی چی ګواګی د دودیزی لوی جرګی د جوړیدو  په هکله د افغانستان په نافذو قوانینو او پا ځانګړی ډول د اساسی قانون په موادو کی داسی څه نشته چی د هغی له مخی داسی یو جرګه جوړ کړی شی، په داسی حال کی چی ولسمشر دا صلاحیت لری چی د هیواد پر مهمو مسایلو کی د داسی ورته جرګو د جوړیدو  تابیا وکړی
دا چی امریکایانو وایی، چی دوی په افغانستان  کی د ستراتیژیکو اړیکو علاقه مند دی، لکه دوی چی په جنوبی کوریا کی د یوی ستراتیژیکی سند د لاسلیک  نه وروسته په هغه هیواد کی تر اوسه نظامی شتون لری.
امریکا  په افغانستان کی د جنوبی کوریا په شان ستراتیژیک سند  ،اعلامیه، تړون او یا موافقتنامه به لاسلیک کړی او د افغانانو په خوښه په افغانستان کی به پاتی شی، یو شمیر دوستانو داسی فکر کوی چی که چیری د اعلامیی له مخی داسی یو سند لاسلیک کړی شی د هغه حقوقی وړتیا د پوښتنی لاندی نیول کیږی، او بیا یو شمیر  ګواګی د سیاسی تعقل څخه لیری داسی فکر کوی چی داسی یو اعلامیه حقوقی وړتیا نه لری په داسی حال کی، چی هره رسمی سند په خپل محتوا کی حقوقی اړخ خامخا لری او په افغانستان کی د امریکی  متحده ایالتونو د تل پاتی پوځی اډو د جوړیدو موضوع د حقوقی اړخ څخه به برخمن وی ، هغه که د اعلامیی ، موافقیتنامی او یا د تړون له مخی وی، د داسی یو سند حقوقی اړخ د دواړو هیواونو د تعهد پوری اړه لری چی تر کومه د اجرا وړ ګرځیدی شی
د بیلګی په توګه    .
د  جنوبی کوریا  او د امریکی متحده ایالتونو تر منځ  تړون او یا ستراتیژیک سند لاسلیک  کیدل او بیا د هغه نه رواوسته کی ، د همدی اوږدمهالی ستراتیژیکو اړیکو پر بنسټ، امریکایی پوځی اډی په هغه هیواد کی شتون لری، چی د هغه هیواد استقلال او پرمختیګ یی تضمین کړی دی او د دوړاړو هیوادونو له پاره ګټور تمام شوی دی..
د ستراتیژیک اړیکو مهم ټکی د پوځی اډو شتون دی
دا اوس د  افغانستان او امریکی متحده ایالتونو د دولتونو تر منځ اړیکی مخ په ښه کیدو دی، او افغانان په ځانګړی ډول د لوی جرګی ښاغلو غړو باید دیته جدی پاملرنه ولری، چی د امریکی متحده ایالتونو سره دوستی او استراتیژیک تړون لاسلیک کیدل د افغانستان د ملی امنیت او ملی حاکمیت د پاره ضروری دی چی داسی یو تړون لاسلیک کړی شی .
دلته په دواړو خوا کی د واک او مسولیتونو خبره هم مطرح دی، او د مشترکو اډو مانا د تل پاتی اډو په مانا دی، د بلی خوا څخه په نړی او امریکا کی د خلکو نظریات د افغانستان د جګړی په اړه هم مطرح دی، چی دیته باید پام وکړو.
.
دلته د افغانستان په دننه کی د ایران، پاکستان او د روسیی نفو‌ذ په پارلمان، کابینه، او حتی په ارګ کی  مطرح دی، چی د امریکی متحده ایالتونو سره په افغانستان او سیمه کی اختلافات لری، او د شنګهای تړون علاقهمندی افغانستان ته د پاملرنی وړ موضوعاګانی دی، چی افغانان باید دیته جدی توجه وکړی.
د افغانانو د پاره مهمه دا نه دی، چی تړون، پیمان، موافقیتنامه او اعلامیه له مخی د امریکی شتون په افغانستان کی رسمی کیږی، بلکی د افغانستان ملی ګټی افغانانو ته ارزښت لری..
دا اوس د اوږمهاله پوځی اډو پر سر خبری روان دی، او هغه کومی مسودی،چی د امریکی د متحده ایالتونو لخوا  د افغانستان چارواکو ته سپارل شوی وو، ډیری یی يه بریالیتوب سره سرته رسیدلی، او امریکی مقاماتو ته ورکړی شوی دی، او نور برخه یی د کار لاندی دی، چی هغه هم په بریالتیوب سره پر مخ  روان دی.
د افغانستان د خلکو حق دادی، چی خپل نظریات څرګند کړی، مګر د معاهدی لاسلیک او کار د دولت او حکومت دنده دی، چی د دودیزی لوی جرګی په مشوره ، مسوده ورکړی او هغه ومنی،ځکه حامد کرزی د خلکو نماینده دی او هغه دا حق لری چی د خلکو په نمایندګی دا تړون لاسلیک کړی او یا د مسودی د جوړیدو امر ورکړی.
د تاریخ په اوږدو کی افغانان تل د امریکی متحده ایالتونو سره د ستراتیژیکو اړیکو هیله یی درلودلی وو، او دادی اوس هغه وخت رارسیدلی ،
 په اوسنی بهیر کی د نوی معاهدی سره د حکومتداری، دموکراسی، امنیتی او اقتصادی، د تروریزم پر وړاندی د مبارزی، د افغانستان د زمکنی بشپړتیا او نورو برخو کی نوی انکشافات به په سترګو شی.
دا چی تر اوسه اوسنی سیاسی چاپیریال د امریکی متحده ایالتونو د شتون څخه څومره ګټه پورته کړی، د دولت کاری وړتیا په ګوته کوی. .
په افغانستان کی اقتصادی، ټولنیز، سیاسی او نظامی او امنیتی ستونزی شتوالی، د سیمی هیوادونو اوښتون او تغییر په ځانګړی ډول د پاکستان او ایران پوځی یرغل او بریدونه، او په افغانستان کی یو نوی پرمختللی بدلون، ددی اړتیا  زیاتوی چی د هیواد روانو چاری ته نوی کتنه وشی او دا نوی کتنه د ملی ګټو پر بنسټ، د امریکی متحده ایالتونو د خلکو او مشرانو سره د تل پاتی دوستی له لارې افغانان کولای شی د نړی متمدنو هیوادونو په قطار کی ودریږی، په دی توګه د وروسته پاتی والی څخه به خلاصون پیدا کړو. د هیواد خلک او اولسونه باید دیته  وهڅیږی چی د امریکی متحده ایالتونو پر دوستی ټینګ باور پیدا کړی
نو د دودیزی لوی جرګی ټولو ګډونوالو باید دیته جدی پاملرنه وکړی چی د ایران او پاکستان بریدونو پر وړاندی افغانان په نړیوال ډګر کی یو قوی دوست ته اړتیا لری تر څو افغانستان په سیمه کی خپل ځای پیدا کړی
په درنښت
فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • خروج نیروهای پولندی قبل از پایان ماموریت نظامی آنها
    • امریکا آمادهٔ پذیرش یک رئیس جمهور زن است:- میشل اوباما
    • کشته و زخمی شدن ۱۰ نفر در نتیجهٔ انفجار ماین کنار سرک در ولسوالی مارجه ولایت هلمند
    • ولسوال نام نهاد طالبان برای ولسوالی بغلان مرکزی کشته شد
    • سازمان امنیت ملی امریکا پروگرام های نظارتی خود را قانونی اعلام کرد
    • آغاز تمرینات نظامی تحت عنوان رفاقت نظامی ۲۰۱۳
    • نیروهای کودتاچی مصر مسجد فتح قاهره را تحت محاصرهٔ خود در آورده اند
    • طالبان ۱۰ تن از کارکنان یک شرکت سرک سازی را در ولایت هرات گلوله باران کردند
    • باز داشت ۱۰۰۰ تن از هواداران اخوان المسلمین در مصر
    • تعداد از مشاورین امریکایی برای مهار تهدید روز افزون القاعده در عراق مستقر می شوند: وزیر خارجه این کشور