Posts | Comments | E-mail /

د كندهار وړمې ورځې پيښه، څو ترخو واقعيتونه

Posted by on Jun 30th, 2009 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

01-30-06a138 

د كندهار د وړمې ورځې د ناوړه پيښې عاملين د كورنيو چارو وزارت لخوا نيول شوي او اوس پيښه تر پلټنو لاندې ده، خداى دې وكړي چې دغه جنايتكاران زر تر زره محاكمه شي چې د همدغسې مفسدو او بې لارې، مزدور و جاسوسانو لپاره د عبرت وړ وګرځي.

د كورنيو چارو وزير ښاغلى اتمر پرون له خبريالانو سره په خبرو كې د امنيتي خصوصي كمپنيو په اړه يوه واقعيت ته اشاره وكړه وي ويل چې نور يې زغم نه لرو او په دوو پړاوونو كې به دغه شركتونه له منځه يووړل شي.

خو د كندهار د وړمې ورځې پيښه ښيي چې ځينې ځانګړې امنيتي كمپنۍ د سپيشل فورس په شمول په داسې مرموزو فعاليتونو بوختې دي چې كه يې پلټنه وشي، ښايي ډير بوږنوونكي حقايق را برسيره شي. د وړمې ورځې پيښه څه عادي پيښه نه وه، اسد الله نومى د موټر تښتولو او جعلي اسنادو په تور بندي او تر پلټنو لاندې ؤ، د سپيشل فورس لنډغر چې په يوه دولتي اداره ور ننوتل او د هغه د ژغورنې هڅه يې كوله معلومه ده چې دلته څه خاص رازونه شته چې دوى يې له افشا ويريدل، خداى دې وكړي چې په دې برخه كې جدي پلټنې وشي او حقايق ولس ته روښانه شي، ددغه پيښې مجرمين بايد په سزا ورسول شي اود توطيې ټول اړخونه بايد افشا شي، پرده پرې وانه چول شي چې دا به بيا په هېواد كې د جرم او جنايت د اسرارو نه فاش كيدو يوه لاره شي.

دوهم دا چې په ريښتينې معنا تر څو په افغانستان كې افغان او نړيوال امنيتي او پوځي ارګانونه تر رسمي تشكيلاتو پورې محدود نشي په بيلابيلو نومونو بيلابيل وسله وال ځواكونه وي،  د هر ځواك د قوماندې مركز بيل وي او په ټوليزه توګه دوى له اوسني ابهام نه را و نه وزي چې په لويو ښارونو كې په هره كوڅه د بيل يونيفورم خاوندان وسله وال تروش تروش تر سترګو كېږي. په هېواد كې د ډاډمن امنيت راتلل هسې يو خوب او خيال دى.

نړيواله ټولنه پر افغان چارواكيو تور لګوي چې جنګسالاران پياوړي كوي، خو تردې تريخ حقيقت دادى چې پخپله نړيواله ټولنه د هغو رټليو او بدنامو مجرمينو پناه ځاى دى چې په افغاني ټولنه كې د پښې ځاى نه لري. د كندهار د وړمې ورځې پيښې خونكاران يې ښه سارى دى.

اوس دې ته اړتيا ده چې نور د جرم او جنايت دغه دروازې وتړل شي چې په يوه او بل نامه پرانيستل شوې او زموږ د ولس خوب يې حرام كړى دى.

ځينې نړيوالې ادارې او ټولنې خپل امنيتي ګروپونه لري، دوى ګواښ كوي چې كه د دوى خپل امنيتي ګروپونه نه وي نو دوى به هم له افغانستان نه ووزي، كه دې اوسني ګډوډيشن ته ګورو نو دا سل ځله د افغان ولس په خير ده چې دغسې ادارې چې ځانګړي شرطونه لري له افغانستان څخه ووزي. كه په ريښتيا د بشريت د خدمت خبره وي، زموږ له ولس سره د خواخوږۍ احساس وي بيا داسې شرطونه پكې ځاى نه لري.

همدغه امنيتي ځانګړي يونټونه ددې سبب شوي چې افغان امنيتي ارګانونه مناسب انكشاف و نه كړي، ځكه چې د افغانستان د امنيت په برخه كې د ځانګړيو شويو مرستو زياته برخه همدوى لګوي، خداى دې وكړي چې دا د توطيې برخه نه وي اشتباه وي، ځكه اشتبا او غلطي جبرانيداى شي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک
    • ادرار بصورت ایستاده
    • سپینه ماڼۍ او له حقایقو تور انځور
    • تبرئه روحانی پاکستانی در محکمه این کشور