Posts | Comments | E-mail /

بې قانونه ملېشې بايد نور له منځه ولاړې شي:د كورنيو چارو وزير، محمد حنيف اتمر

Posted by on Jun 30th, 2009 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

01-30-06a137

                 

كابل- د کورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر وايي چې بې قانونه ملېشې بايد له منځه لاړې شي، ځکه ولس نور د ملېشه يي چلند زغم نه لري.

نوموړي دغه څرګندونې پرون كندهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د وړمې ورځې د خونړۍ پېښې په اړه، يوې خبرې غونډې ته وکړې، چې په پايله کې يې د دغه ولايت د امنيه قوماندان او جنايي مدير په ګډون شپږ  پوليس چارواکي ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول .

دکورنيو چارو وزير وويل چې ديادې شوې پېښې په تړاو، د ولسمشر کرزي له حکم سره سم د څو ساعتونو په اوږدو کې ٤١ قانون ماتوونکي ونيول شول او همدا پرون په کابل کې د کورنيو چارو وزارت په نظارت خونه کې بند کړاى شول.هغه زياته کړه،چې د پېښې د پلټنې په موخه يې دکورنيو چارو وزارت، ملي امنيت او څارنوالۍ څخه ګډ پلاوى ټاکلى، چې پايلې به يې په څو اونيو کې نه، بلکې په څو ورځو کې په ډاګه شي.

د اتمر په وينا، دا خبره څرګنده ده، چې څارنوالۍ ته د ٤١ وسله والو کسانو راتګ او بيا پر پوليسو بريد يوه تصادفي پېښه، نه بلکې يو پلان شوى کار دى. دى وايي دا چې دغه پلان چا طرح کړى و او تر شا يې کوم لاسونه کار کوي، د پلټنو تر بشپړېدو وروسته به په ډاګه شي.نوموړي دغه عمل د افغانستان د دولت او قانون په خلاف بغاوت وګاڼه او ويې ويل چې دغو کسانو ته به ډېره سخته سزا ورکړل شي.

اتمر دخپلو خبرو په دوام په ډېرو سختو ټکيو کې وويل، چې بې قانونه ملېشې بايد له منځه يوړل شي، ځکه ملېشه يي چلند نور د زغملو نه دى.د هغه په خبره، په دې اړه پرېکړه شوې، چې په لومړي ګام کې به بې قانونه ملېشې د قانون تابع شي او په دويم ګام کې به ورو ورو له منځه يوړل شي. دى وايي چې دا کار ځکه په دوو پړاوونو کې کوي، چې د همدغو شخصي کمپنيو ملېشې هم د هېواد بچيان دي، د پوليسو په څېر دوى هم د وطن په خاطر وژل کېږي او قرباني ورکوي. نوموړي زياته کړه: (( موږ د هغوى قربانيو ته احترام لرو، ولې ملېشه يي چلند يې په هېڅ توګه نه شي زغملى او بايد له منځه يوړل شي)). حنيف اتمر وويل چې د وړمې ورځې خونړۍ پېښې هېواد او نړۍ ته وښودله، چې که ملېشې تر قانون لاندې نه وي، نو دغه راز بدې پېښې به رامنځته کړي.

نوموړي وويل چې په راتلونکو څلورو اونيو کې به په کندهار ښار او ولسواليو کې ٥٠ سلنه نور پوليس ځاى پر ځاى شي. هغه په دې برخه کې د سوېل لوېديز زون د پوليسو د قوماندانۍ مرستيال جنرال ميرويس نورزى د کندهار ولايت د سرپرست امنيه قوماندان په توګه وټاکه او له هغه يې په امنيت کې د پراخو او پرله پسې هڅو هيله وکړه. اتمر د غونډې په پاى کې د وړمې ورځې د پېښې له قربانيانو سره د مرستې خبره هم وکړه او ويې ويل چې دولت به هېڅکله هم د هغوى کورنۍ بې پاملرنې پرېنږدي.

 

فرستادن/حفظ کردن

3 Responses for “بې قانونه ملېشې بايد نور له منځه ولاړې شي:د كورنيو چارو وزير، محمد حنيف اتمر”

  1. Vote -1 Vote +1تور یالی says:

    https://www.youtube.com/watch?v=NvteGZB-f1w&eurl=http%3A%2F%2Flarawbar%2Enet%2Fdetail%2Ephp%3Fid%3D11995%26date%3D2009%2D06%2D30&feature=player_embedded

  2. Vote -1 Vote +1وليد احمد says:

    لومړى مو جوازونه وركول، اوس ورته ټينګ شئ، خو په دغه تور غوبل كې تل افغان ولس تر پښو لاندې كېږي، خداى دې راباندې ورحمېږي
    آمين

  3. Vote -1 Vote +1تور یالی says:

    چی کری ، هغه به ريبي

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک