د پاكستاني طالبانو غورځنګ د مشر بيت الله مسعود خلاف:
اسلام اباد+واشنګټن- د سرحد ايالت په قبايلي سيمه وزيرستان كې د پاكستان پوځ او امريكا په ګډه د بيت الله مسعود او د هغه د پلويانو خلاف عمليات كوي.
د پاكستان د پوځ په لاس د دغو عملياتو له پيل سره سم، په سيمه او ډيورنډ پوله د امريكا د څارونكو بې پيلوټه الوتكو الوتنې يو ځل بيا پيل شوې او داسې ويل كيږي، چې امريكايي څارګرې ادارې د پاكستان پوځ ته د طالبانو د مركزونو او نورو اهدافو په اړه استخباراتي مالومات را ټولوي او پاكستانى پوځ يې وروسته په نښه كوي. رپوټونه وايي، چې د پاكستان پوځ په افغانستان كې د ميشتو امريكايي ځواكونو او په سيمه كې د خورې څارګرې ادارې ( سي آى اې) له مستقيمې همكارۍ نه برخمن دى.
د رپوټونو له مخې، همدا اوس د پاكستان او امريكا څارګرې ادارې او پوځ پر دې بوخت دي، چې څنګه د بيت الله مسعود او د هغه د ډلې پرخلاف ګړندي او ځپونكي عمليات ترسره كړي. داسې اټكل كيږي، چې ددوى لومړنى لاره به د الوتكو له لارې د طالبانو د مركزونو، مشرانو او روزنځايونو په نښه كول او بمبارول وي، ځكه وزيرستان يوه غرنۍ او له درو ډكه سيمه ده ، چې د پلي ځواكونو د عملياتو شونتيا پكې ډېره كمه ده.
#