Posts | Comments | E-mail /

خپله لاسه ګله لاسه

Posted by on Oct 2nd, 2011 and filed under افغانستان چا ړنګ کړ؟, تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

  سپين روان نورزى

دامتل به هر چا اوريدلى وي او په دې پوهیږي، چې رښتيا هم د خپل لاس کار د بل لاس سره ډېر ستر توپير لري هغه څه دې، چې په زړه وي کولى شي د خپل لاس په واسطه يې ترسره کړي. د مجبوريت دا شيبه سړي ته دا فکر  ورکوي ،چې د خپل لاس حاصل او د بل لاس حاصل څومره توپير لري؛ دا څومره په احسان درته تر سره شو او څومره يې ستاد خوښې خلاف وکړ. دبل د لاس نتيجه افغانانو ته ډېره ښه او په ښکاره ډول معلومه ده. يو وخت افغانستان د يوې مستقلې ملي اردو او مجهزو ملي پوليسو خاوند هیواد و. داسې ويل کیږي ،چې په ډير و هیوادونوکې يې د سوله ساتنې دندې ترسره کړي او ډېرو هیوادونو سره يې د سولې او امن په راوستوکې بې شمیره هلې ځلې کړي ترڅو په هغه هیواد کې سوله حاکمه او قايمه شي . خو د وخت غوښتنو بيا په افغان ولس داسې څه راوستل، چې هغه په هر لحاظ د افغانانو لپاره د منلو وړ نه ول . داسې کورنۍ نه شوه پاتې ،چې له خپله کوره کډه پر سره او په يوه نامعلوم لوري تللي نه وي . په هېواد کې کورنۍ کور ګډي جګړې هره څه له موږ څخه واخېستل . زموږ  په زرګونو پوهاند او روښانفکران ،چې د نړۍ د سيستم لپاره پلانونه او طرحې جوړه وي له دې هېواد څخه وشړل شول او نورو هېوادونو ته مجبور شول ترڅو د يوې ګولې روزۍ لپاره په ډيرو عادي او شخصي موسسو کې کار وکړي  . د هیواد د ملاتير، چې نظامي ارګانونه يې جوړه وي په کامل ډول له منځه لاړ و او هېواد په يوه شله بېټۍ باندې تبديل شو. د هېواد دولتي او ملکي تاسيسات وران او د اور لوګيو ښکار شو ل. د خلکو هيلې او اميدونه د اور په لمبو وسوځېدل، چا بيا دا تمه نه درلوده، چې ګواکې د ا خلک دې هم د يوه دولت يا نظام خاوندان شي.

زه (ليکوال) کله به ،چې ګاونډي هیواد ته لاړم نو د پوليسو او نورو يو نيفارم  لرونکو کسانو به ليدو به مې داسې فکر کولو ،چې دا هیواد ډير پرمختللى او مترقي دى؛ ځکه زموږ هیواد نه پوليس لري او نه يې رسمي خلک يو نيفارم. خو دا حالت همداسې پاتې  نه شو، هغه د چاخبره، چې په تياره پسې رڼا وي. دنړۍ په هغه بل سرکې داسې اور پورې شو،چې رڼا يې تر موږ راورسیده. نړيوالو دا خبره په  خوله کې واخیسته ،چې دلته د تروريزم سترې ځالې جوړې شوي بايد راړنګې شي. په همدې نيت د امنيت نړيوالې شورا پريکړه وکړه تر څو په دې هېواد حمله وشي او يو بل داسې نظام پکې جوړ کړي، چې له نړۍ سره ښې او سوله ييزې اړيکې ولري. همداسې وشول خو دا چې  دلته نه نظام و او نه پوځي ځواک نو ځکه يې د سوله ساتو تر سر ليک لاندې ځواکونه راواستول ترڅو  زموږ امنيت وساتي. خو دهغه پاس متل په حواله ددوى ساتنې کله تروتنې او کله غچ اخیستنې پيل کړې اود خلکو زړه يې له امنيت او سولې تور کړ . خوددې بهير مثبت ټکى دا و،چې زموږ خپل نظامي قوتونه هم ورسره خوا کې تر روزنې لاندې ونيول شول. که خبره رالنډه کړو نو اوس هغه تمې، چې د خلکو خاورې شوي وې يو ځل بيا راوټوکیدې. دلته به، چې کوم ځاى امنيتي چارې کيدلې نو واک به يې د بهرنيانو سره و چا دا حق نه درلود تر څو ددوى په چارو کې لاس  ووهي. ډېرى وخت به ستونزې په دې را ولاړې دې، چې خلک به په خبره  له دوى سره نه پوهېدل او هر ځاى به د ((سټاپ)) غږونه  ورباندې کيدل.  اوس شرايط بدل شوي او خلکو بيا هغه هيله پيداکړي، چې دلته به خپل ځواکونه، خپل پوليس په يو نيفارمونو سمبال او د خپلو خلکو امنيت نيسي. څو ورځې وړاندې د خوست د هوايې ډګر د بنسټ ډبره اېښودل کېده مراسم ورته د تڼيو او مندوزيو اسماعيل خيلو ولسواليو ترمنځ جوړ شوي ول. په دې مراسمو کې د خوست والي، امنيه قوماندان، د ملي اردو قوماندان، دملي امنيت ريئس، دولايتي شورا غړو، قومي مشرانو، ديني عالمانو او بې شمېره ډيرو خبريالانو ،عامو خلکو پکې گډون کړى و. دا موضوع مې ځکه ياده کړه ،چې دومره ډېر چارواک يوه ډېر قوي او ځواکمن امنيت ته ضرورت لري، چې دا امنيت مخکې به د ائتلافي ځواکونو له خو ا نيول کيدو خو له نېکه مرغه داځل افغان امنيتي ځواکونو خپله نيولى و. په لارو، سړکونو او چگو نقطو کې ټول د تور، سور او شين بيرغ لاندې ولاړول ترڅو يوه داسې مهمه پروژه په خورا ښه او له امنه ډکه فضاء کې پرانيزي.

تر ټولو جالبه داده، چې موږ په لاره کې سيمه ختا کړه خو له ممنوع لارې ورته راغلو په داسې حال کې، چې پخوا به څوک په سمه لاره غوڼدې ته نه شول ورداخله دى. خوکله، چې موږ له خپلو سرتېرو سره خبر ې وکړې او دوى په دې پوه شول، چې دا خلک خبريالان دي نو په ډيره مينه او اخلاص د خپل مشر سره په مشوره اجازه راکړه، ترڅو غونډې ته ورشو. نو دې موضوع ته په کتوسړى دا خبره کولى شي، چې( خپله لاسه ګله لاسه) که چېرې دا نور خلک واى په هېڅ صورت به نه وى ودراخل شوي. دا يوازې يو مثال و موږ که چیرې خپل ځواکونه له لومړي سره درلود نو دا يو شمېر ستونزې به نه راولاړې داى؛ اوس هم بايد د افغان ځواکونو ښه ملا وتړ او خپل نظام غښتلى او قوي کړو ترڅو دنورو له لاسه خلاص شو.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • افغانستان به تاجکستان گاز صادر می کند
    • وقوع انفجار شدید در شاهراه کابل-مزارشریف
    • وزیر اطلاعات و کلتور تونس توسط یک هنرمند لت و کوب شد
    • هشدار های طالبان را بطور جدی تحت بررسی داریم: سخنگوی ریاست جمهوری مصر
    • عمر داوودزى راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته کانديد دى
    • مصر
    • دستگیری چند تن از افغان ها به اتهام سهم گیری در مظاهرات اخیر مصر: خبر عاجل
    • برادر ایمن الظواهر در قاهره دستگیر شد
    • هند از باز داشت یک تروریست خطرناک خبر داد
    • خلیل: افراد حکیم شجاعی، مردم را در ارزگان لت و کوب کردند