Posts | Comments | E-mail /

د٣٠٠ ميليونه ډالرو په ارزښت د هيرويينو لابراتوارونه او نشه يي توکي له منځه وړل شوي

Posted by on Sep 29th, 2011 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 کابل:- د کورنيو چارو وزارت د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې مرستيال بازمحمد احمدي نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دغه توکي او د نشه يي توکو د پروسس لابراتوارونه د تلې د مياشتې په ٤مه، د افغان او ايساف ځواکونو په ګډو عملياتو کې د هلمند د باغران ولسوالۍ د شاتوت په سيمه کې له منځه وړل شوي دي.

باغران د هلمند شمال لوېديځ ته لرې پرته ولسوالۍ ده، چې د اروزګان ولايت له چارچينو او د غور ولايت له پسابند ولسوالۍ سره ګډې پولې لري.

احمدي وايي، چې په دې عملياتو کې ٣٢٤ کيلو هرويين، ١٤٤٠٠ لیټره اوبلن مورفيم او ٤٠ کيلو جامد ترياک له منځه وړل شوي دي.

هغه زياتوي، چې په له منځه وړل شويو توکو کې ٢٨٥٠ کيلو ګرامه امونيم کلورايډ، ١٦٤٠٠ کيلو سوډيم کاربونيټ ، ١٢٥ لېټره استيکن هايريد، د پرس ٥ ماشنيونه، ٣٨٥ بيرلونه او ١٨٣ پلاستيکي بوشکې او يوه مخابره هم شامل دي.

سرچينه زياتوي، چې د دې عملياتو پر مهال يو وسلوال طالب وژل شوى او بل ټپي دى.

ده وويل، چې په عملياتو کې يوه پيکا او يو کلاشنيکوف هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د ده په وينا، يادو لابراتوارونو په لوړ کيفيت هيرويين توليدول، چې په ډېره کچه به امريکايي او اروپايى هیوادونو ته وړل کیدل.

خو د ايساف ځواکونه وايي، چې په دې عملياتو کې د هيرويينو درې لابراتوارونه، ٦٨٧٠ لېټره اوبلن مورفيم، ١٠٠ کيلو هيرويين ،٨٠ کيلو ترياک او ١٢٠٦٥ کيلو کيمياوي مواد له منځه وړل شوي دي.

دوى د له منځه وړل شويو توکو ارزښت تر ٣٠٠ ميليونه ډالره زيات بللى دى.

په ياده خبرپاڼه کې د ايساف ځواکونو عملياتي مشر تورن جنرال جميز بي (James B) ويلي، چې د دې لابراتوارونو له منځه وړلو سره د دولت د وسلوالو مخالفينو مالي زېرمې له منځه ولاړې.

د روان کال د وږي د مياشتې په ٢٧مه، د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونو ويلي وو، چې په همدې ولسوالۍکې د افغان او ايساف ځانګړو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د نشه يي توکو په له منځه وړل شوې فابريکه کې د ١٥٠ ميليونه ډالرو په ارزښت نشه يي توکي له منځه وړل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي هم نن د تلې په ٦مه، په ياده خبري ناسته کې وويل، چې په تېره يوه اونۍ کې د هیواد په بیلابیلو سيمو کې ١٢٢ وسلوال مخالفين وژل شوي او ١٣٨ نور نيول شوي دي.

د ده په وينا، په دې موده کې د سړک غاړې ١١٥ ماينونه له منځه وړل شوي او د وسلوالو مخالفينو ٨٤ بیلابیلې وسلې نيول شوې دي.

صديقي زياتوي، چې له دې وسلوالو مخالفينو سره په جګړه کې ٣٤ پوليس وژل شوي او ٦٦ نور ټپيان دي.

دغه راز ده وويل، چې په دې موده کې د هیواد په بیلابیلو سيمو کې اته ځانمرګي بريدکوونکي هم نيول شوي دي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د ولسي جرګې د يوه غړي دوه ساتونکي ووژل شول
    • بدون شرح
    • حامدکرزی د هندوانو او سیکانو له استازو سره په کتنه کې: تاسو د افغانستان د اتباعو په توګه د دې هیواد له نورو اوسېدونکو سره مساوي حقوق لری
    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې