Posts | Comments | E-mail /

جهادی مشرانو دستراتیژیک تړون ځخه ملا تړ اعلان کړي

Posted by on Sep 29th, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

سلام خان

دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي په مشرۍ ند چهار شنبی په ورځ دجهادي مشرانو، او ددولت له جپګوړو چارواکو سره دسولې دبهيردڅيړنې اوله امريکا او نورو هيوادونوسره دستراتيژيکې تړون په لاره کې په ارګ کې مشورتي غونډه را بللی وو. په دې غونډه کې د جمهوري رياست مرستيالانو مارشال محمدقسيم فهيم او محمد کريم خليلي ، جهادي مشرانو پروفيسر حضرت صبغت الله مجددي ، پروفيسر عبدالرب رسول سياف . پيرسيداحمد ګيلاني او حاجي محمد محقق ، دولسي جرګي رييس عبدالروف ابراهيمي ، دمشرانو جرګي رييس فضل الهادي مسلميار ، ستر وزير هدايت امين ارسلا ، د جمهوررييس سلاکار نعمت الله شهراني ، دانرژي او اوبو وزارت سرپرست محمد اسماعيل ، دملي امنيت سلاکار ډاکتر رنگين دادفرسپنتا ، داقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال اودجمهور رييس سلاکار حاجي دين محمد ګډون کړي وو. دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس ددغې غونډې په پيل کې وويل زموږ اوسني غونډه په داسي حال کې جوړيږي چې يوډيرمخور مشر دافغانستان پخواني جمهور او دسولې دعالي شورا رييس پروفيسر برهان الدين رباني دسولې شهيد شو او ځاى به يې دتل لپاره تش وي . جمهوررييس وويل نن موږ دلته ر اټول شوي يو چې دسولې دبهير، دهيواد دحالاتو ، دامريکا له متحده ايالاتو ، داروپا له اتحاديې ، بريټانيا ، دناټوله سازمان اودهندله جمهوريت سره دستراتيژيکي خبرو په باب دخپلې تګلاري دټاکنې په اړوند خبرې اوسلا مشوري وکړو. په دې غونډه کې جهادي مشرانواو دهيواد ملي اوسياسي شخصيتونو وويل چې له دريو کلونو را په دې خوا له بيابيا هلوځلو او له زياتو غوښتنو سره سره چې له طالبانو څخه په هيواد کې دسولې اوثبات دتامينولو په خاطر دخبرو لپاره وشوې په بدل کې زموږ دماشومانو ، سپين ږيرو ، ځوانانو اوښځو په گډون مشران ، ديني عالمان او مخور شهيدان شول. دپروفيسر برهان الدين رباني او دنورو شخصيتونوپه شهادت سره چې په دې وروستيو وختو کې دځنځيري وژنو قرباني شوي دي ، طالبانو وښودله چې په افغانستان کې دسولې دتامينولو او دخبرولپاره په تصميم نيولو کې له ځانه هيڅ صلاحيت او واک نه لري ، اوس پوښتنه دا ده چې له چا او کوم سړى سره سوله ؟ دهيواد جهادي مشرانو او ملي اوسياسي شخصيتونو وويل له دريو کلونو خبرو ، تګ راتګ ، ښه نيت اوهلوځلو سره سره چې دافغانستان له لوري له پاکستان سره دښو اړيکو دټينګښت اودسولې لپاره وشوې ، دپاکستان حکومت په خپله خاوره کې دتروريزم دپټنځايونو دله منځه وړلو او د تروريستانو دروزنې او سمبالولو دمخنيوي لپا ره کوم اقدام ونه کړ . اوس که چيري طالبان دافغانستان پرخلاف جګړه کې دوسيلې په توګه کارول کېږي او که چيري دآى اس آى دسازمان دلاس آلې دي نوبايد دافغانستان دخبرو لوري دپاکستان حکومت وي ، نه طالبان ! په همدي ډول جهادي مشرانو اوملي اوسياسي شخصيتونو وويل چې له امريکا اودافغانستان له نورو دوستو هيوادونو سره دستراتيژيکي تړونونو دې ته په پاملرنې سره چې دافغانستان ملي واکمني ، خپلواکۍ اوملي ګټې په پام کې ونيسي ملاتړ کوي اوپه اوسنيوشرايطو کې هغه دهيواد په گټه بولی

دتاند د را پور پربنسټ په کابل کې شننونکي چې د نوم له يادولو ډډه کوي وايي جهادي مشران له طالبانو سره د سولې له خبرو ډاريږي او په همدې دليل يې مخالفت کوي .دفغه شننونکي پر ولسمشر کرزي هم نيوکه کوي چې په دومره مهمو مسايلو يوازې له همدغو جهادي کسانو سره خبرې کوي او د نور ملت غږ او نظر نه اوري ،د دوى په وينا غوره به دا واى چې ولسمشر کرزي په داسې مسايلو کې  د ټولنې له بيلابيلو برخو خلک ورغوښتي واى او يا يې هم د مجاهدو مشرانو دغه ډول خبرې يوازې ځان پورې محدودي ساتلې واى ،دوى وايي دغه ډول خبرې چې دوى يې بې مسووليته بولي ، په دې مانا دي چې د کرزي له ادرسه ضد او نقيص خبرې خپريږي

ولسمشر کرزى له يوې خوا له طالبانو سره خبرو ته د دوام ورکولو غږ کوي او له بل لورې اسلام اباد ته د نژدې کيدا هيله څرگندوي خو ورسره بيا دا ډول خبرې د مجاهدينو د مشرانو اوري او ولس پرې خبروي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته وویل، پاکستان په ګاونډي افغانستان کې د سولې ټینګښت او د متحده ایالاتو او افغانستان له حکومتونو سره همکاري ته ژمن دی ،رباني کهر دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې پاکستان د سې شنبه په ورځ متحده ایالاتوته خبرداری ورکړ، چې پردې هېواد د دوه مخې سیاست د تور لګولو لوبه چې وایي، د اهیواد له یوې خوا د سخت دریځو ملاتړ کوي او بل لور ته هم د خپل نژدې دوست چين د ملاتړ ستاینه کوي ،نوموړی دغه خبری دملګرو ملتونو سږنی عمومی غونډی ته په وینا کی کړی دې او ویلی یی دی چی ،د همکارۍ هلې ځلې او د افغانستان له خلکو سره بشپړ پیستون په سیمې کې د سولې، ثبات او سوکالي یوازینۍ لار ده ،پاکستان غواړي، په خپل ټول وس او توان له نړیوالو ملګرو او په خاص ډول د افغانستان او متحده ایالاتو له حکومتونو سره، زموږ د وخت د مهمو مبارزو په دې ټاکونکو شیبو کې خپل مسولیت ادا کړي ، د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې له يو شمېر بريدونو وروسته د پاکستان او امريکا اړېکې خرابې شوې دي ،د امريکا د پوځ مشر مايک مولن په کابل کې د امريکا پر سفارت له وروستيو ډله ييزو بريدونو وروسته وويل چې د حقاني ډله د پاکستان داستخباراتي ادارې ( اى اېس اى) د لاس آله ده او د کابل بريدونه يې د اى اېس اى په مرسته ترسره کړي دي ،خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزېرې وويل چې ددوى حکومت د کابل د وروستيو بريدونو غندنه او د خپلو ملي ګټو لپاره د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې کوي ،د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د حنا رباني له وينا وروسته د سپينې ماڼې وياند يو ځل بيا له پاکستان څخه وغوښتل چې په دغه هېواد کې د حقاني ډلې پر ضد عمليات ترسره کړي .پای

سلام خان

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې
    • بان کی مون وارد اسلام آباد شد
    • نیروهای اسپانیایی تا اواخر تابستان امسال بطور کامل ولایت بادغیس را ترک خواهند کرد
    • احزاب افغانستان نامزد واحد در انتخابات ریاست جمهوری معرفی می‌کنند: احمد ضیا مسعود