Posts | Comments | E-mail /

پاکستان باید مات کړی شی

Posted by on Sep 29th, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

امان الله عمر 

اوس پوښتنه دادی چی څوک باید پاکستان مات کړی؟ ایا افغانان دا صلاحیت او قوت لری چی پاکستان د تجزیی سره مخ کړی؟ ایا افغانستان کمزوری هیواد دی چی نشی کولای یو غیر طبیعی هیواد د ماتی سره مخامخ کړی؟ ایا د امریکا متحده ایالتونه غواړی چی پاکستان تجزیه کړی شی؟ ایا یو موټی پاکستان غربی نړی د پاره لازم او ضروری دی؟ ایاد القاعده او تروریستی شبکی شتون په پاکستان کی ددی هیواد د ویجاړنی او تجزیی باعث نه ګرځی؟ایا د پاکستان اتومی وسلی خوندی دی؟ بله دا چی ایا د پاکستان قوت د ددی هیواد پر اتومی وسلی پوری تړلی دی؟ ایا افغانان غواړی چی په بحر کی لار پیدا کړی؟ او دا کار شونی دی کنه؟ ایا د پاکستان په دننه کی ملی روحیات ژوندی دی؟ ایا د پاکستان قومونه او ملتونه د پاکستان پایښت غواړی؟ ایا د پاکستان اقتصادی او سیاسی جوړښت د پاکستان د ماتیدو عوامل نه جوړوی؟دا چی پاکستان د خپل غیر طبیعی جوړښت له کبله مخامخا د ماتی او تجزیی سره مخی دی او دا کار شونی دی ، ځکه هغه کوم هیوادونه چی د ضرورت له مخی جوړ کړی شوی وی د اړتیا له مخی له منځه تللی شی ، دا چی یو شمیر افغانان داسی فکر او اند لری چی افغانستان د پاکستان او ایران پر وړاندی ډیره کمزوری دی دا به سمه نه وی ځکه د جګړی په ډګر کی د یو اولس روا غوښتنی او د حق څخه د دفاع موضوع جوړوی او په دی درشل کی ملی روحیات ټاکوونکی رول لری افغانان د تاریخ په مختلفو پړاونو کی تعرض کوونکی وګړی نه دی ، بلکی دا اولس سوله غوښتونکی روحیات لری او که چیری یو هیواد لکه پاکستان او یا ایران وغواړی چی زمونږ پر خاوره یرغل وکړی نو په هغه حالت  کی دا اولس د هر چا نه پیاوړی روحیات لری ځکه دا وګړی مړه نه دی بلکی ژوندی خلک دی،  چی خپل ځانګړی تاریخ لری او افغانان ددی صلاحت  او واک لری، چی د اولس پر مټ پاکستان مات او تجزیه کړی ځکه ګران افغانستان کمزوری نه دی، دا اوس افغانان د امریکی متحده ایالتونو سره د استراتیژیکو دوستی او اړیکی د جوړولو په تکل کی دی نو په دی لاره کی افغانان یوازی نه دی بلکی خپل پوځی او سیاسی متحدین لری.  تر پرونه ویل کیده چی د لندن لخوا نه پاکستان جوړ کړی شوی او د هغه وخت د اړتیا له کبله د پاکستان موجودیت اړین ول مګر دا اوس پخوانی شوروی اتحاد مات شوی او نور پاکستان ته اړتیا نه لیدل کیږی د بلی خوا څخه پاکستان د تروریزم پر مرکز بدل شوی او د نړی ګوټ ګوټ کی هره تروریستی واقعه د پاکستان څخه سرچنیه اخلی ، او متمدانه نړی ته نور پاکستان د منلو نه دی،  کله چی د نړیوال تروریزم پلار یانی اسامه بن لادن په ابیټ اباد کی ووژل شو نو ټوله نړی ته دا ازباد شو چی پاکستان د تروریزم سره په مبارزه کی رښتینی نه دی بلکی خپله د تروریستی شبکو اصلی ټاټوبی ګڼل کیږی.  پاکستان فکر کوی چی ترهګری او اسلامی بنسټ پالنه د پاکستان د پایښت لامل ګرځی چی داسی نه دی بلکی په پاکستان کی د تروریستی شبکو شتون ددی په مانا دی چی بالاخره دا هیواد باید مات کړی شی،  ځکه یو موټی پاکستان د هیچاه په ګټه نه دی .
یو سلو اتیا میلونی هیواد هغه هم چی د نړی ټوله تروریستی شبکی په هغه  کی ځای شوی وی،  د هغه کنترول د فکر څخه لیری خبره دی ، او یوازنی اسانه لاره دادی چی په راتلونکی کی دا هیواد په څو برخو کی وویشل شی ، نو بیا ددی امکانات به وی،  چی تروریزم مات کړی شی او بله چاره نشته دی،  ځکه په پاکستان کی د القاعده او اسلامی بنسټپالو شتون ټوله نړی ګواښوی که چیری د پاکستان اتومی وسله د دوی په لاس ورشی ایا دوی به یی استعمال نه کړی؟ خامخا به یی وکاروی او دا کار د امکان څخه لیری نه دی ځکه پاکستان خپله یو نا امن هیواد دی ، چی هیڅ ډول امنیت په دی هیواد کی نشته دی . د پاکستان اصلی ستونزه تروریزم دی چی په دی هیواد کی شتون لری او د پاکستان د پوځ او استخباراتو په ګډون ټوله تروریستی حلقی  دننه په دی جوړښت کی نغښتی او  لازم دی، چی د پاکستان پوځ او استخبارات باید په تروریستی لیست کی شامل کړی شی زه ددی خبری د ازباد د پاره دا ویلی شم چی اسامه بن لادن د پخوانی جمهور ریس مشرف په خوښه او موافقه په ابیټ اباد کی ځای پر ځای شوی وو او د پاکستان د پوځ سر مشران ټول په دی پوهیدل چی په نظامی او پوځی کلا کی اسامه بن لادن څنګه اوسیدل او د چا پوری اړوند وو نو د پاکستان اتومی وسلی د پاکستان د ماتیدو یو علت جوړیدی شی.  دا چی یو شمیر داسی انګیری چی ګواګی پاکستان اتومی وسله لری نو د قوت او پوځی زور خاوند دی،  نه داسی نه دی،  بلکی دا د پاکستان کمزوری اړخ دی چی بالاخره دا هیواد به تجزیه کړی شی بله مهمه موضوع دادی چی افغانستان د اوسنی موقعیت له مخی په وچه کی ایسار دی او باید چی دا خلک ځانته بحری لاره پیدا کړی او افغانان نشی کولای د پاکستان تر چغ لاندی شپی سبا کړی بلکی دا هیواد دا حق لری چی دا لاره ځانته خوندی کړی او دا لاره د پاکستان د تجزیی له لاری ممکن کیدی شی . هغه دا چی ازادی غوښتونکی بلوچان وکولای شی یو ازاد او خپلواک هیواد تاسیس کړی ، دا د بلوچو ورونو روا حق دی او د افغانستان اوسنی واکمنی باید په دی موضوع کی جدی پاملرنه وکړی او د بلوچو د ازادی پخښوونکی مبارزی څخه ملاتړ وکړی تر څوپه سیمه کی یو نوی او خپلواک جمهوریت رامنځته شی او افغانان وکولای شی د نوی ازاد شوی پلوچستان د جمهوریت له لاری بحیره عرب ته لاره ومومی او دا یوازنی ممکنه هیله دی چی عملی کیدی شی.  د بلی خوا څخه دننه په پاکستان کی سندیان هم د یو خپلواک ادرای غوښتونکی دی او دا قوم نور د تورو څټو پنجابانو واکمنی نشی منی او دا اوس لیدل کیږی چی په سند کی قومی اختلافات په زور کی دی او د پنجابی استخباراتو له لوری د پښتنو پر وړاندی د نورو قومونو احساسات تحریکوی په هر صورت په پښتونخوا کی هم داسی احساسات شتون لری چی اکثریت پښتانه د افغانستان سره د یو ځای کیدو غوښتونکی دی خو په ډیره خوا شینی سره باید یادونه وکړم چی د نشنل عوامی ګوند د عوام غولونی سیاست له کبله دا موضوع وروسته شوی دی،  دا چی د خان عبدالغفار یانی د پاچاخان د عدم تشدد سیاست چی د نهرو څخه په الهام اخستل شوی وو د هغه پښتنو ورونو  چی د دیورند هغی لوری ته اوسیږی، احساسات یی کمزوری کړی او په هغه وخت کی چی د اسلام او کفر تر منځ د رای اچونی صندوق ایښودل شوی وو او دریمه لاره د افغانستان سره د یو ځای کیدو موضوع تر بحث او څیړنی لاندی قرار نه درلود نو دا د پاچاه خان د عدم تشدد سیاست له کبله وو چی بیا وروسته کی د ولی خان له لوری د پاکستان اساسی قانون په رسمیت وپیژندل شو چی دا د افغانانو سره ستره جفا او خیانت ول ، په هر صورت دا چی تر جهلم پوری افغانی خاوره دی او افغانستان هیڅکله هم دیورند کرښه نه دی منلی نو د پاکستان د تجزیی سره افغانانو به وکولای شی خپله د لاسه وتلی خاوره تر لاسه کړی او دا یوازی او یوازی د افغان اولس پر مټ کیدی شی او بس یوازی ملی واکمنی په افغانستان کی ضروری دی ځکه دا یوه رښتنی حقیقت دی چی پاکستان پایښت نشی کولای او د تجزیی سره مخامخ دی، چی افغانان باید دیته ژور کار وکړی د بلی خوا څخه د پاکستان سیاسی او اقتصادی کړکیچنه حالات ددی لامل ګرځیدلی چی نوموړی هیواد دمات او تجزیه کړی شی نو هر افغان ته پکار دی چی د هری ممکنی وسیلی څخه کار واخلی او هر څه چی په واک کی لری باید د پاکستان د ماتیدو په لاره کی مصرف کړی هغه که د لیکنی ژبه وی او که د پاکستانی جاسوسانو افشا کول او له منځه وړل وی باید چی داسی مثبتی کړنی تر سره شی تر څو نړی او افغانستان ددی شر څخه وژغورل شی
فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې
    • بان کی مون وارد اسلام آباد شد
    • نیروهای اسپانیایی تا اواخر تابستان امسال بطور کامل ولایت بادغیس را ترک خواهند کرد
    • احزاب افغانستان نامزد واحد در انتخابات ریاست جمهوری معرفی می‌کنند: احمد ضیا مسعود