کابل:- د جمهوری ریاست د خبرپاڼې پر اساس، دروان هجري لمريزکال دوږي دمياشتې په ٢٩ نيټه دنورستان ولايت دوايګل ولسوالۍ په مرکز دنړيوالو ايتلافي ځواکونو دهوايي بمباري له امله دلومړنيو رپوټونو له مخې دښځو اوماشومانو په گډون نوولس تنه شهيدان او ځيني هم ټپيان شوي دي.
په داسې حال کې چې دخپلې ژورې خواشيني ، خواخوږي او ډاډګيرنې مراتب ددې ويرجني پيښې دشهيدانو کورنيو اوټپيانو ته وړاندې کوم دپيښې دژورې څيړنې اوپلټنې لپاره دلاندنې هيئت ټاکنه منظوروم:
لومړۍ_ د جمهوري رياست سلاکار محمدطاهر صافي درييس په توګه .
دویم_ دملي شورادولسي جرګي استازي مولوي احمدالله موحددغړي په توګه.
درییم_ دملي شورا دمشرانو جرګي غړي ډاکترحضرت شاه دغړي په توګه
څلورم_ دنورستان ولايت دولايتي شورا رييس عنايت الله مذهبياردغړي په توگه.
پنځم_ دملي دفاع وزارت استازي بريدجنرال محمدافضل دغړي په توګه.
شپږم_ دکورنيوچارو وزارت استازي مل پاسوال خليل الله دستياردغړي په توګه .
اووم_ دملي امنيت دلوي رياست استازي ډګروال برکت الله دغړي په توګه.
اتم_ دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې اداري استازي حاجي محمد دغړي په توګه.
نهم_ دچارو داداري اودوزيرانو شورا ددارالانشا دلوى رياست استازي بريد جنرال عبدالقدير اکرمي دغړي په توګه .
هيئت ته دنده سپارل کېږي چې د جمهوري رياست دخواخوږي او عمشريکي مراتب ويرجنو کورنيو ته ورسوي دسيمي دمحلي ادارې دچارواکو ، ولايتي شورا ، ديني عالمانو ، سپين ږيرو اومشرانوسره په گډه خپلي څيړنې ترسره دپيښې عوامل تشخيص په راتلوونکې کې يې دنه تکرار لارې چارې ولټوي دخپلو کړنو بشپړ رپوټ ديوي اوونۍ په ترڅ کې د جمهوري رياست مقام ته وړاندې کړي . دملي دفاع وزارت دي دهيئت ليږدونه دهوا له لاري مساعده کړي.