Posts | Comments | E-mail /

افغانستان او سیمه ایز بحران

Posted by on Sep 28th, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

قریب الرحمن سعید

د هیواد  او سیمی د سیاسی  چارو کارپوه او شنونکی :

افغانستان  او سیمه  ایز بحران

لمړۍ برخه :

سږکال  د سپتمبر میاشت  یوځل بیا د  ۲۰۰۱کال د سپتمبر دمیاشتی په څیر د ډیرو  زیاتو  بحرانو ډکه  وه .  په هغه وخت کی دسپتمبر په یولسمه  دامریکا ستر ستر تجارتي  برجونه د حملو لاندی راغلل ، دا چی دا حملی چا وکړی ، او څنګه تر سره شوی  ، ریکارډ  به یی امریکایان  ۳۰ کاله وروسته راباسي،  خو زور  یی  د افغانستان  مظلوم هیواد  ته راغی .  بی له څیړنی او تحقیقه  د افغانستان خاوره  تر بمباریو لاندی  و نیول شوه .  خپلو او پردو  په کی یوڅیر د خپل ولس  د تباهیو له پاره   برخه  واخسته .  او د ۲۵۰۰  امریکایانو  د وژل کیدو په بدل  کی  ټول افغانستان د امریکایی زبر ځواک  د نظامی  برچی لاندی  خفه  کړل شو .  په زرګونو  افغانانو  هسی په هسی  دبل په  تور کی خپل ژوند له لاسه ورکړ . بی کوره  او مهاجرشول  او ټول هیواد  د امریکایی ځواکونو له اړخه  د افغانستان دخپلو اوسیدونکو له پاره  دنړۍ  د تاریخ  بدترین  زندان  وګرزید .

دهمدی میاشتی   په  ۹مه د نظاردډلګۍ  قومندان ، د ۱۹۸۲کال د خپلو مجاهدینو د وژلو او له منځه وړلو  له پاره  دروسانو د نیواکګروځواکونو سره د همکارۍ اوبسپنی  لاسلیک کونکی ، احمدشاه مسعود په مرموزه توګه ووژل شو . دا چی چا وواژه ، څنګه  ووژل  شو ، لا تراوسه یی حقایق  څرګند شوی  نه دي ، څوک یی په خپل منځی اختلاف  او څوکی  یی په اوسنیو پروفیسورانو او څوک یی  په   عربو ژورنالستانو  ور اړوی ، خو دهغی د غچ  اخستلو له پاره هم  زمونږ ولس  دادی  د اور په سکروټو اوړی را  اوړي ،  دشمال دټلوالی  د قاتلیونو  زړونه  لا  زمونږ د ولس  د وینو په تویلو  نه دي   یخ  شوی ، غټ   غټ  بمونه   واچول شول .  هغه کلی  زمونږ او دغه کلی د بل دی ، تر اور لاندی  راغلل . امریکایانو  اوناټو ته د پښتون  ولس د له منځه تللو مشوره ورکړل  شوه . هزاره ګانو  ان  تر دی  پوری  په بربنډه توګه  اعلان  کړه چی  تر څو چی دا پښتانه  ژوندی وی  ، هیواد کی امن  نه شی  راتلای ، دامریکایانو یی  وغوښتل تر څو ددی ولس د  پوره له منځه وړلو له پاره اقدام وکړي .  امریکا  او ناتو  هم د همدی  فارمولونو دعملی کولو اوپه همدی مشورو د قدم اخستلو له پاره  کار  پیل کړ .  دپښتنو ټولی سیمی  هم د عسکری  اړخه او هم  د نورو  جاسوسي کړیو له اړخه  تر  بمباریو لاندی راغلی ،  دا لړۍ  د افغانستان د پولو څخه ووتله  او ان تر شمالی او جنوبي وزیرستان  پوری و غځیده ،  او د ټولو  پښتنو  هټۍ  او څپرګي  د ترور او وحشت  قربانی  شول .

د ۲۰۰۱کال د سپتمبر  او د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر تر منځ   لس کاله  اوږده  موده تیره شوه .  امریکایانو او ناټو ۱۴۱ زره  نظامی  ځواکونه  ، نوی او نا تجربه شوي  هوایی  الوتکی ، د ډیپلیټډ یورانیمو  بمونه  ، راکټ، میزایل  او څه  نه   و، چی هغه  یی  دخپلو اغراضو د  تر لاسه کولو تر نامه لاندی  افغانستان  ته  را نه وستل . افغانستان یی ،کټ مټ  لکه د روسانو په څیر  ،  د نړۍ  د وسلو تر ټولو  ستر ذخیره ځای وګرځاوه ،  ددوو  سووزرو  زیات   امنیتی  ځواکونه   یی له ځانه سره راړول او په افغانستان کی  یی  هم دملی اردو او ملی  پولیسو  تر نامه لاندی  د دری سوو زرو څخه زیات  ځواکونه و  روزل .  تر څو  په افغانستان کی امنیت  خوندی کړی او  دخپلو ځواکونو  له پاره  په دغی  جنت ډوله    زمکی  کی د تل پاته کیدو له پاره  زمینه  برابره کړی . او د افغانستان د زمکنی سلامتیا  ، او دګاونډیو د تجاوز او تیری  څخه  د مخنیو له پاره  مستحکم  قدم  واخلی .  خو حالات  بلمنګه وختل ، چی ټول یی  شاهدان یو .ځکه پخپله  د هیواد نیواکګران   دخپلو ناکامیو څخه  هره ورځ  پرده  پورته کوی  ، دی ته اړتیا نه  لیدل کیږی  چی  څوک  ورپسی تبلیغاتی   مبارزه  پیل کړی . پخپله  دهغوی کړنی  دهغوی  له پاره بس دی .

د سږکال سپتمبر  یو ځل  بیا  دامریکا په سلامیتا باندی  د یرغل  شاهد  و .  د سپتمبر  په اتمه   د  وردګو په ولایت کی دامریکا  ستره فوځي   څرخي الوتکه   وویشتل شوه  چی په کی  د هغو۳۱ امریکایایی کماندویانو چی د القاعدی د مشر  اسامه  بن لادن   په وژلو کی  یی  برخه  اخستی  وه   په ګډون    نژدی  ۳۸ کسان  د مرګ  کومی ته  ورښکته شول، خو د سپتمبر  ۱۳مه   چی د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمی  د پیښی  د لمانځغونډی څخه   یی یواځی  دوه  ورځی  واټن  درلود  د کابل  په ښارکې  د امریکا په سفارت ، چی دهغه هیواد  ملکیت  ګڼل کیږی ، برید  وشو ، دغه  برید  چی د پنځو کسو وسلوالو  له اړخه تر سره شوی و نژدی  شل ساعته  دوام وکړ .  چی  په کی  ، دراپورنو  په مطابق  ، ګڼ  شمیر  امریکایی  او ناټو ځواکونه  زخمیان  شوی  ، ودانیو ته یی  زیان رسیدلی ،  خو ددی هر څه تر څنګ  یی د امریکا  هغه  غرور  چی  دکابل داسیمه  یی د شنی سیمی یا (Green zone) تر نامه لاندی  یادوله  ، ورمات  کړ.

امریکایانو ددی  برید پړه  د مولوی  جلال الدین حقانی  په  شبکی  باندی   واچوله ، امریکایانو ددی  نه مخته  دکابل  په کانټننټل هوټل باندی د یرغل پړه  هم  د حقاني په شبکی  اچولی  وه اوهلته یی د حقانی  دشبکی دمشر  مولوی  سراج الدین حقانی او د حمله  کونکو تر منځه تیلفونی   خبری  ثبت کړی  وې .  هغه  اودهغی وروسته بیا په  قندهار کی  دامریکایی ځواکونو  په تمځای باندی  برید او په همدی لړ کی  په کابل  کی دامریکا په سفارت  باندی  برید  ټول  هر څه  په  حقانی شبکی باندی  ور واوختل .  څرنګه چی دحقانی  شبکه د پاکستان  د نظامی  استخباراتی  کړیو سره اړیکی  لري  نو امریکا په پاکستان  فشار  راوست تر څو ددغی شبکی  د تصفیی  له  پاره قدم  پورته کړی .

پاکستانیان   هم ددی  شبکی سره داړیکو څخه  انکار نه کوی ، ځکه  د پاکستان د نظامی  ځواکونو  ویاند  اطهر عباس  په خپلی  مرکه  کی  دا خبره منلی. د بله اړخه  دپاکستان  فوځ   او نظامي کړۍ  نه غواړی   داسی یو قدم پورته کړی   چی په  هغی کی دپاکستان  ګټو ته زیان  ور   رسیږي .  پاکستان  په ښکاره توګه د هندوستان مخالف دی او په افغانستان کی دهندوانو  دفعال  حضور  نه دمخنیوي  په خاطر  د ټولو  لارو څخه کار  اخلی .

دا چی دا مسئله اوس دپاکستان اوامریکا  تر منځ  په  یوه کړکیچ  را غبرګه شوی ، او پاکستان  امریکایانو ته  سورخط  کش کړی  تر څو دهغی  څخه دتیریدو  هڅه و نه کړي  خو امریکایان  چی دپاکستان  د خپلمنځی ټولو جنجالونو څخه  په ښه  توګه خبر دی او همدا  اوس هم دامریکا  د نظامی استخباراتو یو لښکر په پاکستان کی میشت  دی کولی شي  په  اسانۍ سره  پاکستان  ښکیل کړي .

دپاکستان  فوځ  چی  د امریکایانو په خدمت کی  دی او دهمدوی د لاس  روزل شوی   فوځ  دی ،  د امریکایانو تر څنګ د همغه  ۲۰۰۱ کال د اکتوبر د  اوومی څخه  چی امریکا په افغانستان باندی  یرغل  وکړ ، څنګ په څنګ  ولاړ دی . دهغه وخت  فوځی  جنرال  مشرف  په  ټوله  بی همتۍ  سره  امریکایانو ته اجازه ورکړه   تر څو  دخاوري څخه یی   دافغانستان  مظلوم  ولس  بمباري  شی .  په همغه وخت کی د حزب اسلامی  مشر  انجنیر حکمتیار  په یوه لیک  کی  جنرال  مشرف ته  ولیکل  چی : پاكستان له امريكا سره د افغانانو په ضد جگړي كي ملگرى شو، امريكايانو ته ئې نظامي اډې وركړې، له دغو اډو نه امريكائي طيارو په افغانانو باندي د بمباريو لپاره 78000 الوتنې وكړې، هري طيارې خپل بمونه او راكټي په افغانانو وورولې، د پاكستان له فضا نه په استفادې سره په سلهاوو كروز ميزايلونه د افغانستان په لوري وتوغول شول، د امريكا د كماندوئي ځواكونو په سلهاوو ټولگي له پاكستان نه د عملياتو لپاره افغانستان ته ننوتل، د افغانى شخصيتونو د وژلو لپاره ئې په كليو او ښارونو كي كماندوئي عمليات ترسره كړل، د امريكايانو د بريدونو په ترڅ كي تر 25000 نه زيات افغانان ژوبل او وژل شوي، امريكائي ځواكونو د طالبانو هغه حكومت چي پاكستان قانوني حكومت گڼلو او هغه ئې په رسميت پېژندلو، نسكور كړ او په ځاى ئې داسي حكومت جوړ كړ چي روسانو او ملگرو ئې غوښتو او په تېرو كلونو كي د زياتو مصارفو په كولو د هغه په راوستو نه وو موفق شوي، امريكايانو د كابل واگې هغو ډلو ته وسپارلې چي د پاكستان په رقيبانو( روسيې، هند او ايران) پورې تړلې دي.

پاكستان نه يوازي په افغانستان باندي د امريكايانو د وحشيانه او ناجائز بريد ملاتړ وكړ او په دې راضي شو چي د ده يو مسلمان گاونډى هېواد د كفري ځواكونو په لاس اشغال شي، بلكي د طالبانو د حكومت په نسكورولو او د دوى په وژلو، نيولو او لاس تړلي دښمن ته په سپارلو كي ئې داسي له شرم او پېغور نه ډك خدمت كړى چي په انساني تاريخ كي د هغه مثال نشو موندلى!! په تاريخ كي داسي خو ډېر ځله ليدل شوي چي بې همته واكدارانو د گواښونو په وجه خپل خارجي سياست بدل كړى، د خپلو وقتي گټو او مصالحو لپاره ئې له خپلو زړو دوستانو نه لاس اخستى، د يوې ډلي په ځاى ئې بله ډله غوره كړې، له مخكنۍ ډلي سره ئې خپلي كړې ژمنې هېرې كړې او له خپلو تعهداتو په شا شوى، خو د داسي شرمناك عمل مثال نه شو موندلى چي يو حكومت دې د پرديو د گټو لپاره هم خپلي ملي گټې قرباني كړي او هم دې خپل ملگري د نورو په پښو كي ذبح كړي!! او دې ته دې تيار شي چي د خپلو ملگرو په وژلو، نيولو، سپكولو او له هېواد نه په شړلو كي د دوى د دښمن ملگرتيا وكړي او هغوى دې لاس تړلي دښمن ته وسپاري!! او حتى دې ته دې تيار شي چي په خپل هېواد كي د دغه اشغالگر ځواك استخباراتي شبكو ته دا اختيار وركړي چي هرڅوك په هر وخت او هر ځاى كي نيولى او خپلو محبسونو ته لېږدولى شي او د مخالفينو په نيولو كي په هومره خلاص لاس عمل كولى شي چي په خپل هېواد كي ئې نه شي كولى، هلته د قانون په مراعات مكلف وي خو دلته هيڅ قانون او هيڅ اداره نه د هغه مخه ډپ كولى شي او نه له هغه نه د تپوس جرأت كولى شي، سى آى اې او اف بى آى د شپى په تياره كي په كورونو بريد وكړي، خپل مخالفين ونيسي، د خپلي خوښي پټو ځايونو ته ئې انتقال كړي، خو نه داخله وزير خبر وي، نه وزير اعلى او نه د سيمي نورې اړوند ادارې!!

پاكستاني چارواكي وايي چي موږ د افغانستان په خلاف جگړي كي له امريكا سره د ملگرتيا په نتيجه كي اته سوه مليونه ډالره ترلاسه كړل!! د دې معنى خو دا ده چي گواكي پاكستاني چارواكو پاكستان او افغانستان په اته سوه مليونه ډالره خرڅ كړل!! او دا خو په حقيقت كي د ممپليو په بيه د دوو هېوادونو د خپلواكۍ، استقلال، عزت او تاريخ خرڅول دي!! په داسي شرمناكي خبري خو هر باعزته انسان د شرم احساس كوي، هيڅ باضميره انسان به د دې جرأت ونه كړي چي په داسي كركجنې خبري خپله خوله ناولې كړي، د څو ډالرو لپاره د گاونډي دوست ملك په ضد په ناروا جگړي كي داخلېدل او د بې گناه افغانانو په بې رحمانه وژنو كي شركت، او دښمن ته د خپلو پرونيو دوستانو لاس تړلي سپارل، د يوه خپلواك حكومت د چارواكو له شان نه خو پرېږده  له اجرتي قاتلانو نه هم بعيده برېښي!! تركيې چي له كلونو كلونو د امريكا فوځي اډه وه، د شپږ مليارده ډالرو په مقابل كي هم د داسي كار له كولو ډډه وكړه. «دامریکا په ضد اسلامی جهاد ، مهم اسناد، دحکمتیارلیکنه»

ددی برید نه مخته   په کابل کی دانګلیس  سیاسی  دفتر  د  مخالفینو تر برید  لاندی  راغی . خودا چی په دی برید کی  څه وشول  ، د هغی سره سرو کار  نه لرو  ،  خو ددی  بریدونو هغه اړخ  باید  وکتل  شي  چی ددی هیوادونو په سیاسی او نظامی  وړتیاو  باندی  اغیز شیندي .

په کابل  کی دامریکا په  سفارت  او دناټو  په فوځی  بارکونو  باندی  دپیښی  د زخم ټپونه لا همغسی په وینو کی  پټ  و چی  یواځی  څو ورځی   وروسته یی  د جمعیت اسلامی د ګوند  مشر  استاد ربانی  هم  دخپلو څو کسو  ملګر و سره له منځه  یوړ . استاد ربانی  ، دخپل   مقتول قومندان احمدشاه مسعود په څیر ، نه یواځې  د امریکایانو نزدی ملګری او دوست  و بلکه  هغه  د روسانو ، هندوانو، ایرانیانو او ان   د اسرائیلو سره  ډیری نژدی او ښی اړیکی درلودی . په دی ډاډمن  و چی  امنیت یی خوندی او د هر ډول  زیان  نه مصئون او مأمون  دي.

خو د استاد ربانی  وژلو دا  بربنډه کړه چی  په هیواد کی هیڅوک  هم  مصئون او مامون   نه شی پاته کیدی .د استاد ربانی  په  وژلو کی  ، که څه  هم د نظار  ډله او د شمال د ټلوالی  مشران  د طالبانو شورا  مسؤله  ګڼی  خو یو شمیر  کړۍ  د هغه وژل   د پاکستان  په استخباراتي کړیو پوری  را نغاړی  اما یو شمیر نور یی د امریکایانو او سي  ای  ای  کړچار ګڼی . اما طالبان ددی  وژلو  مسؤلیت  نه مني.  خو یوشمیر نوری کړۍ  بیا  دا کار  د استاد ربانی او د نظار د ډلګۍ  د ځواکمنو غړو تر منځ  د اختلاف   پایلی ګڼی .

خو دا  به وخت  ډاګیزه کړی چی د استاد رباني په  وژلو او ترور  کی د چا او کوم  لوری لاس  دې ،ستانکزی او  واحدیار  چی د استاد ربانی  ځانګړی یاران  وو او په دی  لیدنه کی  یی غوښتل  ښه  کریدت  تر لاسه کړي  ، ژوندی  دی ، هغوی  باید  ددی راز  نه  پرده  پورته کړی .  که څه  هم  رحمت الله  واحدیار  وایی چی د استاد ربانی د ژولو  طراح ، حمیدالله ، یی  نیولی  او دهغه  څخه په دی اړه معلومات  تر لاسه   کیږی  .حمیدالله هغه  څوک دی  چی د عصمت الله په نوم  کس یی  د استاد ربانی د وژلو له پاره   د ټول پلان سره  یو ځای  را استولی و . خو پوښتنه داده چی  هغه کس  چی  ددی هیئت  غړی و او ژوندی  پاته   شوی او دهغه د نیولو په اړه   په همغه لمړۍ ورځ  خبر ورکړل  شو  ، هغه څه  ویلي  او یا  هغه دکومو رازونو  څخه  برغولی  پورته کړی ، په دی اړه  خبره ګونګه  ده .

خو حزب اسلامی افغانستان  بیا دا وژنه دامریکایی  ایجنسیوکار ګڼی  او وایی :« ، چې د دې ډول وژنو تر شا د امريکا په مشرۍ بهرنۍ استخباراتي کړۍ لاس لري. تر څو چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه مېشت وي، جګړې او وژنې به دوام لري.»
حزب  اسلامی وایی « چې دوى د استاد رباني په وژل کېدو خواشيني شوي او د دې ترڅنګ د حزب اسلامي مشرتابه يې د هر افغان پر وژنه خواشيني کېږي.په ډېر تاسف سره ځيني جهادي څېرې له امريکايانو سره په خوا کې درېدلې، چې په ړندو بمباريو او خپلسرو عملياتو کې د ولس او په دې ډول ناڅرګندو وژنو کې د دوى ژوند تر ګواښ لاندې دى»

داستاد ربانی د شخصیت  په اړه  مختلفو لیکوالانو خپلی څیړنی   کړی او دهغه  د  شخصیت  ډیری خواوی یی  رابربنډی کړی دی .  یو شمیر څیړونکو هغه  په ریښتیا هم د سولی  له پاره یوه   ښه کار پوه  ګاڼه   خو یو لړ نورو بیا هغه د سولی  درا وستلو  په  لاره کی ستر خنډه ګاڼه ،  یو شمیر  لیکوالانو او څیړونکو دا  انګیرنه  ډاګیزه کړی ده چی دهغه د مړینی  سره د سولی  بهیر  هم  په قبر کی   کیښوول  شو ، خو یو شمیر نورو بیا دهغه   مړینه د سولی دپرمختګ  له پاره  ستر ګام ګڼلی دی .  د حزب سرچینی هېواد ته د سولې په راتګ کې د استاد رباني رول بې اغېزې بولی   او وایی  چی «د استاد رباني تنظيم په دولت کې پراخه ونډه لري او ده د سولې په راوستو کې هېڅ لاسته راوړنه نه درلوده.   دوی  وایی چی :  استاد رباني په دې وروستيو کې د خپلو څرګندونو پر مهال له امريکايانو شکايت کړى و، چې ولې نېغ په نېغه له طالبانو سره خبرې کوي.»

اما د طالبانو غورزنګ  د استاد ربانی د سولی  وړاندیز ته  عملی  ځواب  ورکړ اوهغه ځواب د استاد  په لمنځه تللو منتج  شو .

دهند دبهرنیو پالیسیو داړیکو مسؤل  (وی پی وادیک ) وایی چی :( پروفیسور رباني د اسلام  ځلانده څیره وه  او دهند ډیر مخلص  دوست  و، او زما سره یی د ۴۲ کالو راهیسی  نژدی  ملګرتوب  درلود.

 (Prof. Rabbani was a noble face of Islam and a sincere friend of India. Prof. Rabbani and Dr. Vaidik have been friends for the last 42 years.)

یوافغان شنونکی وسیم سجاد بیا وایی چی  (رباني له ظاهر خان، پخواني پادشاه وروسته هغه کس وو چی اوږده دوره حکومت یی ترسره کړیدی. مجاهدینو په پیښور کی توافق کړی وو چی مجددی به د (۲) میاشتو لپاره ولسمشر وي بیا به وروسته ربانی مرحوم!!! د انتقالی دوری مشر وي او په پای کی به ټاکنی کیږي. خو ربانی بیا د اهل حل و العقد شوری منځ ته راوړه او خپله دوره یی نوره هم وغځوله.  نور مجاهدین په دی کار را وتوریدل او جګړی پیل شوی. د جګړو بهیر کلونه، کلونه دوام وکړ او طالب جان وزیږید. ربانی طالب جان ته د همکاری ټټر وغرباوه او د حکمتیار خلاف یی د هر ډول مرستی وعدی وکړی.

بس د ربانی ټول حکومت فیض اباد بدخشان ته منتقل شوی وو. وزارتونه په خیمو بدل شوي وو. په بیلابیلو خیمو لیکل شوي وو: (خیمه وزارت معارف، خیمه وزارت معادن، خیمه وزارت دفاع…) وروسته د کارمل غوندی دده حکومت هم له کولابه او تاجکستانه غږیده. په ملګرو ملتونو کی یی هم چوکی په پوره ډول نیولی وه. فرهاد چی تخلص یی رانه هیر دی دده د حکومت نماینده ګي کوله. بس په ټول افغانستان یی ۱۰٪ کنترول درلود خو د ټول افغانستان په نماینده ګی یی خبری کولی.  ربانی معتدل جهادي رهبر وو او د کابل حکومت له نیولو سره سم یی له روسانو سره ډیل وکړ؛ د کرزي تر راتګه پوری ښاغلی مرحوم  ولسمشر وو او حکومت هم له ده کرزي ته انتقال شو. )

شنونکی مخته ځی او دغه  ډول  مرګونی ګذارونه دامریکایانو له اړخه  ګڼی او لیکی چی : (کوم څه چی له دوی لاس ته راتلل ترلاسه شول او بل دا چی امریکا له ښه بلانس سره مخکی ځي: یو پښتون یو پاړسک وژني. د هزاره برادری هیڅ درک په دی لیست کی نشته. د هزاره برادری تراوسه دوه کسه په دا ډول پیښو کی له منځه تللي دي:

یو د بامیانو د ولایتي شوری مشر ضحاک او بل د غزنی معاون والي او نور نو په دی ډول دي:

-په کندز کی یی سیدخیلی مړ کړ په کندهار کی یی خان محمد مجاهد لړه کړ

-په تخار کی یی داوود داوود له منځه ویوړ او په کندهار کی یی ولی کرزی او په کابل کی جان محمد

-په تخار کی یی مولانا شاه جهان له منځه ویوړ او په کونړ کی یی ملک زرین

-په کابل کی یی هغه دی ربانی صیب مرحوم کړ او وار د سیاف صیب دی: ښه یی غواړو

-بیا به نو همداسی اسماعیل خان وي؛ عطا استاد به وي او نور…..)«روهی بریښنا پاڼه »)

یوبل لیکوال او شنونکی، ډاکتراندړ، بیا په  استاد ربانی  باندی  سخته نیوکه کوي او  په اړه یی  لیکی چی :( يو وخت دده په مشرۍ په لسګونو زره مسلمانانو د روسانو د يرغل په مقابل کې خپل سرونه قربان کړل، خو کله چې د همدغو قربانيو په پايله کې دى قدرت ته ورسيدلو، د همدې قدرت د ساتلو لپاره يې بيرته هماغه د سلګونوزره افغانانو قاتلانو روسانو ته د دوستۍ لاس اوږد کړ، او داسې ستر جنايات يې تر سره کړل چې تاريخ به يې هيڅکله هير نکړي، د افغانانو په وړاندې يې داسې نه هيرويدونکې کانې وکړې چې هيڅکله به د بادرده او با احساسه خلکو هيرې نشي.)«همداپورته سرچینه   وړاندی لیکی  چی : (استادرباني د خپل واک د بقا په لار کې د روسانو د ملاټر د راجلبولو په تمه يې د تاجکستان د مجاهدينو په سرنوشت له روسانو سره داسې يوه شرموونکې معامله وکړه چې تل  به د افغانانو په سپين تندي يو تور داغ وي، دهمدې معاملې له کبله په تاجکستان کې جهاد بلکل په ټپه ودريدلو، له هماغه وخت څخه تر اوسه پورې ورځ تر بلې په اسلام او مسلمانانو باندې کړۍ تنګيږي، کله په رسمي دوايرو کې په بسم الله ويلو بنديز لګيږي، او کله د ښځو په حجاب…. او داده اوس مسجدونو کې په لمانځه د پوره بنديز لګولو په درشل کې مسجد ته د نابالغه هلکانو په تللو بنديز ولګيدلو!» (پښتو بریښنا پاڼی )

داستاد ربانی د وژلو په  توطئه کی بیا یو شمیر  کړۍ د سعودی  عربستان  حکومت  هم نه بښي ، او وایی  چی په کابل دسپتمبر ددریارلسمی د یرغل سره  سم  عربستان  خپل سفارت   وتاړه او دکابله  یی خپله ټوله عمله  ور وغوښته   او په دی توګه  یی د ښاغلي رباني   په ترور کی  دامریکا او انګلیس  سر ه یوځای  خپله ونډه واخسته .

درجانیوز  د وینا  په اساس ، دربانی د ترور  څخه  یوازی  څو ورځی د مخه د سعودی عربستان د سفارت  تړل او سعودی   ته په بیړنۍ توګه د سفارت  دغړو بیرته  ستنیدل  په همدی خاطر تر سره شوی چی د استاد ربانی د ترور وروسته د مجاهدینو د قهر  او غضب  څخه  ځان خوندي  کړي .

دامان  ورځپاڼه  لیکی  چی د سعودی دغه بیړنۍ تیښته او د سفارت د ټولو اسنادو  سوځول ددی معنی لری چی  سعودیان  په دی ویریدل چی هسی نه چی د طالبانو سره یی نژدی اړیکی  را بربنډ نه شي . همدغه سرچینه وایی  چی ربانی د تهران  څخه د ستنیدو وروسته  شارجه ته د خپلی کورنۍ  سره دکتلو له پاره  تللی و  خو دامریکا او اسرائیلو  د اصرار  له مخی  کرزي  را وباله ترڅو د طالبانو سره کتنه  وکړی . ورځپاڼه  وایی چی د انفجار نه  څو  لحظی مخته د امریکا په سفارت  کی ، چی د ښاغلی ربانی د کوره  ډیر لږ واټن لری  ،دخطر زنګ و غږید، ددی نه  ډاګیزیږی  چی  دامریکا سفارت ددی  پیښی  څخه  په ښه  توګه  خبر درلود او کولی یی  شول  چی  ددی پیښی  مخه و نیسي. د انفجار په  صحنه کی  دوه  تنه  نیول شوی  چی یو یی امریکایی تبعه  دی .

ورځپاڼه لیکی  چی ربانی  هلته په تهران کی  دکنفرانس  یوه ګډونکونکی ته  ویلی وو چی  عربستان ورسره تماس  نیولی  او  تهدید کړی  یی دی چی په دی کنفرانس  کی ګډون   به ورته ګټور  ثابت نه شي .(رسنۍ)

یو شمیر شنونکی بیا د ربانی ترور  د طالبانو په لاندی  دری  ډلو کی په یوی  پوری  اړوند بولي : لمړۍ د هغه  تندرویه  طالبانو له اړخه چی  دسولی  پر خلاف دي ، په ځانګړی توګه  هغه  عرب او پاکستانی ډلی  چی د القاعدی سره  اړیکی  لري . بله هغه  ډله  ده چی پخپله د ملاعمر سره  تړلی  او د لا  زیاتو امتیازاتو د اخستلو له پاره  یی دغه  ډول  قدم  اخستی وی .  او دریمه  هغه  ډله  ده  چی  نیغ   په نیغه  د پاکستان د ای اس  اې   سره  اړیکی لري او هڅه کوي د افغانستان  راتلونکی  لړزانده و ساتی.)

یو شمیر نور شنونکی بیا په دی آند دی  او وایی چی : «دا مهال چې رباني وژل شوی طالبانو يې پړه په غاړه نده اخستې که چيرې درباني پړه مجاهدين پرغاړه وانه اخلي بې له شکه چې دده وژل به دکابل په اداره کې دخپلمنځي شخړوسبب شي. شايد شمالي ټلواله هم دده په مرګ کې پوره ياڅه ناڅه رول اداکړی وي.
ځکه چې دافغاني استخباراتوپخواني رئيس امرالله (صالح) په کراتومراتوويلي چې له مجاهدينو سره بايدصلحه ونه شي اونه به هغه حکومت ومنو چې مخالفينوته پکي ځاى ورکړل شوي وي،که د امرالله صالح خبروته ژورپام وکړو نود استاذ رباني وژل هم څه تصادفي کارنه ښکاري اوس څه نشوويلاى خوکه چيرې طالبانو پړه پرغاړه وانه اخسته بې له شکه دابه دکابل حکومت داخلي ستونزې نورې هم زياتې کړي او شايد ځينې نورطرفونه هم پکې شريک وي چې وروسته به سم معلومات رابرسيره شي
»(دشهادت  لیکنه )

همدا رازښاغلی ګوهر په خپله  لیکنه کی نیغ په نیغه د شمال ټلواله ګرم بولی او لیکي چی : خو اصلي حقیقت دادی ، چې په دې وروستیو وختونو کې د شمالي ټلوالې خاصتاً ډاکټرعبدالله عبدالله ، امرالله صالح ، محمدیونس قانوني، عطامحمد او نورو پلویانو یې استاد رباني ته په دې خاطر سخت غاښونه چیچل،چې څنګه یې په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښت په خاطر د دولت طرحه ومنله او په همدې نیت د جوړې شوي شورا مشرتوب ته یې غاړه کېښوده .ځکه شمالي ټلوالې نه غوښتل، چې دافغانستان هغه  ناخوالې د سولې او تفاهم له لارې حل شي، چې له امله یې هره ورځ د افغانستان په پښتون مېشتو سیمو کې هر کور ته په سرو وینو ککړې جنازې درومي .خو د دوی دغه فکر نیمګړی ځکه دی ، چې دښمن یوازې په پښتون یا تاجک پسې نه ځي، بلکې غواړي  له ټولو افغانانو  د سر سړي واخلي او همېش یې په هرڅه کې خپل ځانته اختیاج کړي .

خو د شمالي ټلوالې د څو تنو سیاسي سوداګرو موخې او اهداف ډېر روښانه دي .دوی فکر کوي ،که چېرې په هېواد کې ملي پخلاینه صورت ونیسي ، طبیعي ده، چې شته ناخوالې له منځه ځي او ورو، ورو به یې په دولت کې وسلوالې جنایتکارې ډلې څنګ ته کیږي او ځای به یې اهل کار کسان نیسي .)

 دخبری رسنیو د لیکنو په اساس د شمال ټلواله  او یا هم د نظار د ډلګۍ بدمعاشان او لنډه غر به  په طبیعی توګه  اوسنی  ولسمشر کرزی  د ربانی  د ترور  په اړه  و نه بښی ، ځکه  چی  پخپله کرزی  وایی چی  شخصا یی  استاد ربانی ته د طالبانو ددغه هیئت سره  دکتلو له پاره  ویلی وو او هغه ته یی لارښوونه کړی  وه چی  د ایران  څخه سمدلاسه راستون شی او کابل کی د طالبانو د هیئت سره ووینی . کرزی  غوښتل  نیویارک  ته دسفر په وخت کی  دربانی او طالبانو د لیدنو کتنو کریدت د امریکایانو او  بین المللی ټولنی څخه تر لاسه کړی  خو قضیه  بلمنګه  وخته .       دربانی د جنازی په مراسمو کی چی  کومه  بدرنګي او وولګردی د شمال د ټلوالی  د میراثخورو  له  خوا  تر سره شوه  او ترڅنګ  یی  د ولسمشر ماڼۍ ته  د امرالله صالح د ساتونکو د ډلی  په زور ننوتل او د ولسمشر ګواښل ددی معنی ورکوي چی   ولسمشر کرزی  به هم  لکه د عبدالرحمن  او حاجی قدیر په څیر  د ټلوالی  د ترور  موخه ګرځی .  او شونی ده چی  په دی اړه  به  ورسره  بین المللی سازشي کړۍ هم ملتیا ولري .

  یو شمیر نور څیړونکي  په  دی آند دی   چی  استاد ربانی د اسلامی نهضت  هغه لمړۍ  شخصیت و  چی  نهضت  یی  د خپل ژبنی  عصبیت او دخپل  ځان د علویت په خاطر  په دوو برخو  او بیا یی د خپل رقیب   اړخ  د پوره  له منځه وړلو  په خاطر   د هر   ډول  دسیسو کار واخست  او ان  تر اخري ورځی پوری یی هم خپل رقیب  حزب اسلامی اوددی ډلی مشر ګلب الدین  حکمتیار  ونه باښه ، د واکمني په خاطر یی د روسی  ولسمشر پوتین لاسونه  ګرم کړل ، دامریکا نوم ورکي سپاهی ته یی  وړاندی ګور وکړ ، دهندوانو بامبړانو ته یی  دخپل نژدی او صمیمی دوستۍ لاس  ورکړ ، د اسراییلو سره  یی پټ  قرار دادونه لاسلیک کړل ، په هیواد کی  یی د بدنامو کمونستانو ملاتړ او لاس نیوی  وکړ او د مرګ  تر ورځی پوری یی هغوی  په لوړو  پوړونو له ځانه سره وساتل  .   دپاکستان د جماعت اسلامی  ګوند پخواني مشر قاضی حسین  احمد چی د استاد ربانی  پخوانی نزدی ملګری  دی   وایی   چی  په ۱۹۷۰ کلونو کی دهغه  سره اشنا شوی  و اوبیا  پاکستان ته  د لیږد په وخت کی  یی هغه  د شپږو میاشتو  له پاره  ځانګړی میلمه و .  قاضی حسین احمد  دا  هم ډاګیزه کړی چی  استاد ربانی  دپيپلز (د سوسیالیست  کمونست  ګوند )  دبانی او مشر او دهغه وخت د پاکستان د صدراعظم   ذوالفقار  علی بوټو نزدی  ملګری و اودهغه  په وینا یی  یوشمیر کارونه تر سره کول .  ریښتیا  هم چی همدا  قاضی  صیب حسین احمد  او تر څنګ  یی د جماعت  دهغه وخت د دارالعروبی مشر … و چی  استاد  ربانی  ته  یی  د عالمی اسلامی رابطی  غړیتوب  تر لاسه کړ او بیا یی  ورته سفری اسناد  تهیه  کول  او  دبیرونی هیوادونو  په  سفرونو یی  لیږه . ان تر ډیری مودی  پوری  یی داسلامی نهضت  دهغو غړو په اوږو  سپور  ساته  چی د استاد  ربانی دپالیسیو څخه یی کرکه کوله .

د استاد ربانی په مړینه  باندی  ټولو نړیوالو سیاسی ادارو  خپله  غمرازي  ښکاره کړی  خو  د یادونی وړ یی د روسی  درسمی خبری اژانس   هغه خبرپاڼه ده چی په کی یی  ویلی  دی « چې برهان الدين رباني د مسکو نژدې ملگرى دى او(دی اژانس  ) شک  ښوولى و چې څرنگه په افغانستان کې د دوى نژدې ملگري وژل کيږي .»

اوس نو که روسان ، هغوی  چی  زمونږ  هیواد یی د ۱۹۷۸زکال  څخه  تر  ۱۹۹۰ کاله پوری  ، د خپل  عسکري  زبرځواک   د بوټانو لاندی   و مروړه ،  تر یونیم میلیون  زیات  یی شهیدان  ، په میلیونو  یی معیوب ، او په میلیونو نور  یی  دخپل  کور او ټاټوبی څخه لیږ د  ته  و ّهڅول ، او بیا یی دخپلی تیښتی  وروسته  په افغانستان کی  د شمال د ټلوالی  دملاتړ  له پاره  داسی را ودانګل  چی افغان  ولس  یی په  تلپاتی غمیزه کی  را ښکیل کړ ،داستاد ربانی  د ډیري نژدی  دوستۍ  دعوا کوی نو افغان  ولس  دی په دی دوستۍ نور هم وژاړي .

دسپتمبر په  ۲۵مه   په کابل کی  په پخوانی اریانا  هوټل  چی اوس د سي  اې  ای  مرکز  دی د افغان امریکایی جاسوس  حملی   چی  یو کس  امریکایی  یی  وواژه او بل یی  سخت ټپی کړ  ، دا ډاګیزه کړه چی دشمال ټلواله  دا  کار د سي اې ای  د لاس کار  ګڼی  او غواړي په  دی توګه  ددوی څخه خپل  غچ واخلي.

(پرلپسی لري )

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامدکرزی د هندوانو او سیکانو له استازو سره په کتنه کې: تاسو د افغانستان د اتباعو په توګه د دې هیواد له نورو اوسېدونکو سره مساوي حقوق لری
    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې
    • بان کی مون وارد اسلام آباد شد
    • نیروهای اسپانیایی تا اواخر تابستان امسال بطور کامل ولایت بادغیس را ترک خواهند کرد