Posts | Comments | E-mail /

ډګـــروال عيســى مــحمد د کندهار د ملي امنيت د رئيس په توګه وټاکل شو

Posted by on Sep 28th, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کندهار ښار( عزت الله عزت):- دګروال عيسى محمد چي وړاندې د کندهار د ملي امنيت رياست ښاري مرستيال ؤ ددې رياست د رئيس په توګه وټاکل شو او پرون د کندها روالي ته ور معرفي شو.

د ډګروال عيسى محمد تر څنګ، ډګروال محمد اسحاق هم چي د کندهار د ملي امنيت رياست د لومړي مرستيال په توګه ټاکل سوى والي ته ورمعرفي سو.

نوى رئيس د ملي امنيت د لوى رياست د کدر او پرسونل د رئيس تورن جنرال زمان آرزو په مشرۍ د ټاکل سوي پلاوي لخوا کندهار والي ته د هغه د کار په دفتر کي ور وپیژندل سو. کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا ددې ولايت د ملي امنيت رياست لپاره ټاکل سوي نوي رئيس ته د دندي مبارکي وويل او هغه ته يې د لا زياتو برياوو هيله وکړ ه.

هغه د ملي امنيت رياست د مخکيني رئيس تورن جنرال محمد نعيم مؤمن هڅي او کارونه وستايل او هغه يې د کندهار د ملي امنيت رياست د يوه برلاسي او کامياب رئيس په توګه ياد کړى. نوموړي زياته کړه چي دملي امنيت مخکيني رئيس دلته يو ښه پرکاره او مسلکي کاري ټيم جوړ کړى دى او هيله مند يم چي د همدې ټيم څخه په ګټه اخستني به سره د کندهار امنيت نور هم ښه سي.

والي نوي رئيس ته وويل چي د کندهار د خلکو لومړنۍ او اساسي غوښتنه د امنيت ټينګښت دى او له دې خاطره ضروري ده چي تاسو دغه غوښتني ته پر وخت او مثبت ځواب وواياست.

کندهار والي زياته کړه چي د کندهار اوسنيو حالاتو په کتو سره پر دې ډول بستونو باندي ګمارنه امتياز نه بلکه يو لوى او دروند مسؤليت دى او مسؤلين اړ دي چي مسؤليت احساس کړي او ور سپارل سوې دنده په ښه توګه مخ ته يوسي.

د ملي امنيت رياست نوي رئيس ډګروال عيسى محمد کندهار والي ته ډاډ ورکړ چي د کندهار د خلکو د لومړنۍ غوښتني په توګه به د امنيت په سمون کي د پام وړ هڅي وکړي او د مخالفينو پلانونه به شنډ کړي.

هغه همدا راز وويل چي د سولي او بيا يو ځاى کېدني د پروسې لپاره چي د افغانستان د جلالتماب ولسمشر لخوا تاسيس سوې مؤثر ګامونه پورته کړي څو اساسي حل لاره پيدا سي.

په دې ليدنه کي د ملي امنيت د لوى رياست څخه غوښته وسوه چي کندهار ته لا زيات پام وکړي او په ښه توګه يې تجهيز او سنبال کړي څو مسؤلين او مؤظفين يې وکولاى سي د مخالفينو پلانونه په ښه توګه کشف او شنډ کړي.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • بدون شرح
    • حامدکرزی د هندوانو او سیکانو له استازو سره په کتنه کې: تاسو د افغانستان د اتباعو په توګه د دې هیواد له نورو اوسېدونکو سره مساوي حقوق لری
    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې
    • بان کی مون وارد اسلام آباد شد