اداره
د افغانستان دسولې او پرمختګ دښمنانو تېره ورځ استاد برهان الدين رباني په ډيره نامردۍ سره په خپل کورکې وواژه . استادبرهان الدين رباني د افغانستان دسولې عالي شورا رئيس و چې په دې ورستيوکې يې په هېواد کې د تل پاتې سولې او سوليز ژوند تر راستنېدلو پروګرام د پياوړي کولو لپاره ډيرې هڅې په کار اچولې وې .نوموړى په دې باور و ،چې نور بايد جګړه پاى ته ورسول شي او ځاى يې خبرې ونيسي او خبرو له لارې ستونزې غوڅې شي . استاد رباني سولې ته د رسېدلو لپاره دسيمې او هېواد په کچه ډير سفرونه هم ترسره کړل . هغه ديوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ، ترکيې ، او سعودي عربستان ته لاړ او هلته يې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د مرستې غوښتنه وکړه . هغه همداشان په هېواد کې د ننه هم يو شمېر ولايتونو ته سفرونه ترسره کړل اود خلکو سره يې له نږدې خبرې وکړې لنډه داچې دده په وخت کې دسولې پروگرام پيل او پراخ شو خو سوله نه غوښتنوونکو کړيو نوموړى په خپل کو ر کې وواژه . دافغانستان د سولې د پرمختګ دښمنانان په دې فکر کې دي ،چې دوى به د خپلو شومو اهدافو د تحقق لپاره په دې ډول اعمالو سره د افغانستان د سولې بهير ټکنۍ کړي او دا هېواد په روانو جګړو کې ښکيل وساتي ولې دوى بايد په دې پوه شي ،چې افغان ولس دسولې دستر ارمان لپاره ستر مزل پيل کړى او هيڅکله به له خپل دې ارمان څخه نا اميده نشي اونه به هيڅکله ددې ستر هدف څخه په شا شي . هغه څوک ،چې د نورو په لارښونه په هېواد کې ناامنيو ته لاره هواره وي او بې ګناه انسانان وژني او له خپل دې کرغېړن عمل څخه نه په شا کيږي نو افغان سوله غوښتونکى ولس به هم کله د سولې او ملي پخلايني د لوى هدف څخه په شا نه شي اما هغه کسان ،چې په افغانستان کې جګړې ته د دوام زمينه برابروي بايد په دې پوه شي ،چې جګړه د حل لاره نه ده او په کار داده ،چې نور له جګړې لاس واخلي او په هېواد کې د سولې له بهير سره يو ځاى شي . که چيرې د ا لار تعقيب نه شي نو باور موجود دى ،چې د کلونو ، کلونو لپاره به په دې هېواد کې سو زونکې جګړه روانه وي او افغان ولس به نورو ته محتاج پاتې وي .
((اداره ))