Posts | Comments | E-mail /

د امنيت له سپارلو وروسته ناامنيو په لښکرګاه کې ٧٠ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

Posted by on Sep 1st, 2011 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

لښکرګاه ( پژواک ) : افغان ځواکونو ته د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار د امنيتي چارو له سپارلو وروسته په دې ښار کې امنيت خراب شوى، په درېيو ځانمرګيو بريدونو، وسلوالو بريدونو او چاودنو کې ٧٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

افغان ځواکونو ته د لښکرګاه د امنيتي چارو مسووليت د ۱۳۹۰  كال د چنګاښ په ۲۹  د يو لړ مراسمو په ترڅ كې وسپارل شو.

که څه هم له دې مخکې ددې ولايت ملکي او نظامي مسوولينو د امنيت د ټينګولو سينه ډبولې وه، خو په تیرو ٤٠ ورځو کې په دې ښار کې د نا امنۍ پیښې زياتې شوې دي.

په دغه موده کې په لښکرګاه ښارکې درې ځانمرګي بريدونه شوي ، چې دوه يې موټربمونه و، چې له امله يې ۱۲ دولتي سرتېري، ۶ ملكي وګړي وژل شوي او همدا راز٣٨ دولتي سرتېري او ۱۴ ملكي وګړي  ټپيان  شوي دي .

دغه راز په دې ښار کې په وسلوالو بريدونو او د ماين چاودنو کې هم يو شمېر ملکي وګړيو، قومي مشرانو او امنيتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زمري په ۵ مه  د لښكرګاه ښار د څلوېښت مترۍ په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان له خپل زوى سره په رڼا ورځ ووژل شو، دغه راز يوه ورځ وروسته په بولان کې د ماين چاودنې يو پوليس وواژه او يو عام وګړى يې ټپي کړ

په همدې توګه د زمري په ۱۷ مه په لښکرګاه کې د عامه نظم پر پوليسو د ماين په چاودنه كې نهه سرتیري ټپيان  شول.

د وږي په دويمه هم  په ښاركې د ناوې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړى ووژل شو او د وږي په ۵مه ديوه موټر بم په وسيله په شوي ځانمرګۍ بريدكې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبه واوښته.

په لښکرګاه کې مخ په زياتیدونکيو امنيتي پیښو په خلکو کې وېره پيدا کړې اودا اندېښنه څرګندوي ، چې دولتي ځواکونه د امنيت په ساتلو کې پاتې راغلي دي.

ښاريان وايي چې له تیر يوه کال راهيسې د لښکرګاه ښار ارامه فضاد امنيتي چارو له لیږد څخه وروسته بېرته ګډه وډه شوې ده .

د لښكرګاه ښار اړونده د باباجي د سيمې يو تن  اوسېدونكي لعل محمد پژواک اژانس ته وويل چې امنيتي ځواكونه د ښار اړونده سيمو دامنيت  په ساتلوكې پاتې  راغلي دي.

دده په وينا،دامنيت د انتقال تر پروسې د مخه د ملي امنيت او نورو امنيتي ځواكونو فعاليت ډېر ښه و، ځكه د ټولو احتمالي پیښو مخنيوى شوى و.

لعل محمد وايي چې په اوسنيو پیښو كې ددولت مخالفين له نويو تكتيكونو څخه کار اخلي .

د لښكر ښار يو بل اوسیدونکي نظيف الله پژواك ته وويل چې كه دولتي مسوولين ددې پېښو د مخنيوي لپاره ځانګړي تدابير ونه نيسي حالت  به تر دې هم ترينګلى او خلك به له ښار څخه  وتلو ته اړشي

خو بل خوا دولتي چارواكي په تېره يوه مياشت كې رامنځته شوې پېښي ددولت د مخالفينو زياتې هڅې بولي او وايي چي امنيتي ځواكونه دامنيت دساتلو توان لري او دا د امنيتي سرتیرو كمزوري نه بولي.

د هلمند والي محمدګلاب منګل پژواك اژانس ته وويل چې دا ډول پېښې په پرمختلليو هیوادونوكې هم رامنځته كېږي ، خو دا چې په هلمند كې يې په دې وروستۍ مياشت كې زور اخيستى دا د مخالفينو نوى تکتيک و.

دده  په وينا، امنيتي ځواكونو د مخالفينو ټولې لارې تړلې دي او هيله يې وښوده، چې بيا به دا ډول پیښې تكرار نه شي.

د هلمند امنيه قوماندان محمد حکيم انګار هم پژواك اژانس وويل چې ددولت مخالفينو په هلمند كې د مخامخ جګړې توان له لاسه وركړى او اوس هڅه كوي چې په ځانمرګيو بريدونو او چاودنو خپل حضور وښيي .

دده په وينا، پوليس او نور امنيتي ځواكونه په لښګرګاه او شاوخوا سيمو كې ګزمې كوي او تر ډېره يې د مخالفينو پټنځايونه  كشف او نيولي دي .

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • کشته شدن یک تن از قوماندانان طالبان در وزیرستان شمالی
    • توافق قریب‌الوقوع واشنگتن و بغداد برای تاسیس پایگاه نظامی در عراق
    • قوماندان کندک اول پولیس ملی ولایت هلمند از یک حمله انتحاری جان سالم بدر برد
    • در سیلاب های اخیر چین بیش از ۱۰۰ نفر کشته شده اند
    • سياسي ګوندونونه د ائتلافونو په درشل کې
    • کشته و زخمی شدن ۲۰ نفر در نتیجهٔ حمله انتحاری در مقابل ریاست امنیت ملی ولایت فراه
    • افشاگر اطلاعات محرمانه اردوی امریکا به ۳۵ سال زندان محکوم شد
    • خروج نیروهای سلواک از افغانستان
    • حامد کرزی با تیم های ملی فوتبال افغانستان و پاکستان دیدار کرد
    • آغاز جنگ پیاز در هندوستان