Posts | Comments | E-mail /

حامد کرزي د هیواد په ځوانانو غږ وکړ چې افغانستان یوازې او یوازې د دوی په مټو آبادیدلی شي

Posted by on Aug 30th, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل :- د جمهوری ریاست د یوې خبر پاڼې پر اساس،  اجمهور رئيس حامدکرزي  دسې شنبې دورځې په سهار دتشريفاتوګارد له معاينې وروسته د نيګمرغه کوچني اختر لمونځ د ارګ په جامع جومات کې اداکړ .

د نيکمرغه کوچني اختر د لمانځه په مراسمو کې چی د ارګ دجامع جومات دامام په امامت ادا شو د جمهوري رياست لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم، دجمهوري ریاست دویم مرستیال محمد کریم خلیلي ، دسولې دعالي شورا رئیس پرو فیسور استاد برهان الدین رباني، قاضي القضات او دسترې محکمې سرپرست پوهاند عبدالسلام عظیمي، دمشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلیمیار، استاد عبدالرب رسول سیاف، دکابینې او ملي شورا ځینو غړو، جهادي مشرانو،  دعالمانو دسراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، د کابل ښارمخورو ، په کابل کې د اسلامي هيوادونو ځینوسفيرانو او د وسلهوال پوځ  یو شمېر جنرالانو اوجګپوړو افسرانو برخه لرله .

 خبر پاڼه زیاتوی ، جمهور رئيس حامدکرزي دنيکمرغه کوچني اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته، له لمونځ کوونکو سره روغبړ وکړ او دنيکمرغه کوچني اختر له امله يې هغوی ته مبارکي وويله.

جمهوررئیس بیا له خبريالانو سره په خبرو کې افغان ملت اود نړۍ مسلمه امت ته د کوچني اختر مبارکي وويله او هيله يې وکړه چې دنيکمرغه کوچني اختر د دغو بختورو ورځو په برکت دې لوی خدای د افغانستان خلکو ته سوله،تلپاتې خوشحالي او د نړۍ مسلمانانو او ټول بشریت ته دې هغه له  امنه او سوکالۍ ډک  ژوند په نصیب کړي چې انساني آرزو ده.

حامدکرزي د افغانستان ولس ته چې دا دیرش کاله دجګړې په اورکې سوزیږي، د ډاډمنې سولې  او امنیت د ټینګښت هیله او دهېواد شهیدانو ته یې دلوی خدای په دربارکې دعا وکړه او کورنیو ته یې د جمیل صبر هیله وکړه.

حامدکرزي  د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت يو ځل بيا په  طالبانو او ټولو نا راضوافغانانو غږ وکړ چې د پردیو هغه وسله چې دخپل هېواد دورانولو او دخپلو هېوادوالو دوژلو لپاره یې په اوږه ایښې ده، له ځان لرې او دخپل هېواد له ورانو او دخپلو خلکو له وژلو دې لاس واخلي او دخپلې خاورې دآبادې او نیکمرغۍ  لپاره دې کار وکړي.

د هیواد جمهوررئیس له طالبانو او هغو نورو کسانو څخه چې د افغانستان تنکي ماشومان د ځان مرګو بریدونو ترسره کولو ته مجبوره کوي، وغوښتل چې له دا ډول غیر انساني، غیر اسلامي او ناوړه  عملونو څخه لاس واخلي.

حامدکرزِي داختر په دغه مبارکه ورځ د هیواد په ځوانانو غږ وکړ چې افغانستان یوازې او یوازې د دوی په مټو آبادیدلی شي نو هڅه دې وکړي چې په بیلابیلو برخوکې لوړې زده کړې وکړي ترڅو خپله خاوره پخپله آباده کړي.

  همداراز حامدکرزي په داسې حال کې چې د سولې د عالي شورا رئیس پرو فیسور استاد برهان الدین رباني هم حاضرو، هغه اته تنه ماشومان چې د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا د ځان مرګو بریدونو ترسره کولو ته مجبور شوي او هغوی خپل ځانونه امنیتي ادارو ته تسلیم کړي او یا دامنیتِي ادارو لخوا نیول شوي و، پنځه تنه یې  خپلو پلارونو او کورنیو ته وسپارل شول، دهغوی یو تن چې دامنیتي او کورنیو دلایلو له امله خپلې سیمې ته تللو ته حاضر نه و، هغه ته دزده کړې زمینه برابره شوه او هغه دوه تنه نور چې تراوسه پو رې یې کورنۍ او خپلوان نه دي پیدا شوي، له خوشې کیدلو وروسته دامنیتي چارواکو په سرپرستۍ به ترهغه مهاله چې کورنۍ پیدا شي په امن ځای کې به و اوسیږي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دخوست ديني علماوو او مخورو مشرانو سوګند وکړ چې دقومي شخړو اومنازعاتو مخه به نيسي
    • حامد کرزی با خادم الحرمین الشریفین صحبت تیلفونی کرد
    • عبدالحۍ حبيبي لیسې ته د اته ويشت مليونه افغانيو په لګښت درې پوړيزه جوړه شوې ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه
    • حامد کرزی: کارت رای دهی بگیرید، رئیس جمهور و حکومت آینده را تعیین و مملکت تانرا مستحکم سازید
    • مسلميار: شیرزی او ولایتي اداره یې د غفلت په خوب ویده دي
    • د افغانستان د کرکټ لوبډلې هند ته ماتې ورکړه
    • کشته شدن یک تن از قوماندانان طالبان در وزیرستان شمالی
    • توافق قریب‌الوقوع واشنگتن و بغداد برای تاسیس پایگاه نظامی در عراق
    • قوماندان کندک اول پولیس ملی ولایت هلمند از یک حمله انتحاری جان سالم بدر برد
    • در سیلاب های اخیر چین بیش از ۱۰۰ نفر کشته شده اند