ابراهیم نعیمي
دلیبیاجګړې شپږمیاشتې دوام کړی دي :
دفبوري (۱۵) او(۱۶) : دبنګازې په ښارکې ترهغه وروسته چې فیتی تربیل دبشردحقوقو فعال زندانې شو.
د فبوري ۱۷ : دغوفاعلینودامنیتي چارواکوپه واسطه دبشردحقوقودملاتړودوژنې په کلنې ورځ (نړیواله ورځ) تجلیل کړل .
د فبوري ۲۴ : مخالیفینودمیستراښارونیوي .
د فبوري ۲۶ : دامنیت شورایولړبندیزونه دلیبیاپرحکومت وضع کړل .
د فبوري ۲۸ : ګډبازار هم یولړبندیزونه دلیبیاپرحکومت وضع کړل .
د مارچ ۵ : دمخالفینوشورا ( تی ان سی) په بنګازې کې اعلان کړل چې دلیبیادهیوادیوازنۍ شوراده چې دلیبیااستازیتوب کولای شي .
د مارچ ۱۰ : دلیبیادمخالفینوشورا دفرانسي لخوادلیبیادقانونې استازوپه توګه وپیژندل شول .
دمارچ ۱۶ : دقذافي فوځونودبنګازي ښارته (دمخالفینومرکز) ته نژدی شول . دقذافي زوی سیاف ال اسماعیل وویل چې هر څه به په (۴۸) ساتونوکې جوړشي .
دمارچ ۱۷: دامنیت شوراپه لیبیاکې دالوتکودالوتلودبندیزپه موخه دغه سیمه دپروازونولپاره د منع زون په توګه اعلان شوه. پریکړه وشوه چې دغه تصمیم بایددټولو اړینووسایلوپه استعمال عملی شي ، ترڅودلیبیاولس دقذافې دفوځ دبریدونوپه مقابل کې وساتل شي . ډیروهیوادونودډنمارک په ګډون الوتکې ولیږلي چې دامنیت دشورادپریکړي ترشا دفوځې قدرت ملاتړوښیي .
د مارچ ۱۹: دناټودفوځونولومړنۍ بریددقذافې دقوتونوپرمختګ دبنګازې پرلوری ودراوه اودلیبیا هوایي ځواکونه یی بمباردکړل .
د مارچ ۳۰ : دلیبیادبهرنیوچاروزیرموسی کوسا ځان انګلستان ته ورتسلیم کړي .
د اپریل ۳۰ : دناټوبمباردقذافې پرکورپه طرابلس کې ترسره شوچې دقذافې کشرزوی اودری لمسیان یي ووژل .
د جون ۲۷ : نړیوالې جنایې محکمې (آی سی سی ) دقذافي ، دقذافي دزوی صافي ال اسلام اودلیبیاد څارګرې ادارې دمشرعبدالله ال سینوسې دنیولوامرصادرکړ.
د جولای ۱۵ : دلیبیادمخالفینوشورا دامریکا ، ډنمارک اونوروښکیل هیوادونولخواد لیبیاد قانوني استازوپه توګه په رسمیت وپیژندل .
د جولای ۲۸ : دفذافي دکابیني دکورنیوچارووزیر عبدالفتاح یونس چې دفبوري په میاشت کې د مخالفینوسره یوځای شوی وه اومخالفینو دپوځي مشرپه توګه ټاکلي وه ، ووژل شو.
د اګست ۱۴ : مخالفینودزاویه ښارمرکزترکنترول لاندي راوست اوهم یي ساحلې لاروطرابلس ته بنده کړه .
د اګست :۱۶ مخالفینووویل چې دوی به ډیرژرپرمختګ وکړي اودهیوادپه لویدیزه برخه کې به ژروطرابلس ته لارقطع کړي .
د اګست ۲۱: مخالفین وطرابلس ته ترلږمقاومت وروسته ننوتل .
د اګست ۲۲: مخالفین دطرابلس په ښارکې دقذافي دځواکونوسره په جګړه بوخت دي .
پورته معلوماتونه مې درسنیواوورځپاڼوڅخه راټول کړی دي .