Posts | Comments | E-mail /

د ملی یووالۍ جبهې د جوړیدو اعلان د پردو په چوپړ کې

Posted by on Aug 30th, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

امان الله عمر
هغه کومی غوښتنې چې د ایران او پاکستان له لورې په دی وروستو کې په افغانستان کې د امریکی متحده ایالتونو د پوځی اډو جوړیدو په هکله،  ددی هیواونو د مشرانو او استخباراتی کړیو له لوری بیان شوې وې ، دادې اوس د یوې ډلې لخوا چې ځانونه ته افغانان وایی مګر په حقیقت کی د افغانانو دښمنان دی،  د ایران او پاکستان د غوښتنې په مطابق خپل غږ د یوې ډلې په اعلان سره په ډاګه کړی ، چی ددې جبهې اصلی شتون او اعلان د امریکا د نظامی اډو سره مخالفت دی، د جبهې ۱۲ کسیزی شورا چی د یوې بدنامه څیره یی ویاند دی یانی وحید مژده ، چی د هغه په هکله ویل کیږی چی ډبل اجنیټ دی یانی هم د  د پاکستان او هم د ایران په چوپړ کې قرار لری. نوموړی  د شورویانو پر وړاندې د ازادی بخښوونکی جګړی پر مهال په پاکستان کی قرار درلود،  او د ای اس ای په چوپړ کی  د هغه افغانانو چی د پاکستان د سیاستونو سره مخالف ول د وحیده مژده لخوا  ای اس ای ته ورپیژندل کیدل.
دادی اوس چی د پاکستان او ایران سیاست د امریکی پر وړاندې سره نژدی شوی او دا هیوادونه په شریکه د افغانانو په ضد واحد هدف پلی کوی، او د همدی اهداف د پلی کولو په خاطر دادې د دواړو هیواونو د استخباراتی هلو ځلو په نتیجه کی نوموړی جبهه رامنځته شوه ، چی د ایران او پاکستان د استخباراتو لخوا دیکته کیږی، دوی په خپله لومړی ناسته کی  داسی ادعا کوی چی لس کاله کیږی چی افغانان وژل کیږی ،او کرنه او مالداری او باغونه د بهرنیو ځواکونو له امله ګواکی ویجاړ او سوځول کیږی،  اوس پوښتنه دادی چی لس کاله نه بلکی دا دیرش کاله کیږی چی د افغانستان د وجود څخه وینه څڅیږی او په دی موده کی روسانو، ایرانیانو او پاکستانیانو هر یو په خپل وار ددې هیواد په ړنګیدو کی خپله برخه لری  او د افغانانو په وژولو دوی  صرفه نه دی کړی ، ځکه دا جګړه اوس نه دی پیل شوی چی دوی یی یادونه کوی ، بله دا چی که ددی ښاغلو څخه پوښتنه وشی ،چی ښوونځی څوک سوځوی؟ په ننګرهار کی یو مجاهد ولسوال ویلی وو، چی د پاکستان د استخباراتو له لوری د مکتبونو سوځول سازماندهی کیږی، او د هر مکتب په سر پنځه لکه کلدری ورکول کیږی.
اوس که د دوی څخه پوښتنه وشی چی دا پاکستان او ایران دی چی مکتبونه سوځوی که بل څوک؟  قومی مشران او خپلواک قوماندانان  وژل کیږی ایا دا د  امریکا کار دی ؟ که د ایران او پاکستان؟ د سواد او تعلیم پر ضد دا طالبان او د ګلبیدین ډله دی چی قیام یی کړی که بل څوک ؟او دا ډلی د ایران او پاکستان په چوپړ کی افغانستان یی کنډر کنډر کړل او لیګا دی دا وطن وارنوی، مګر د نوموړی جبهی په لومړنی اعلان کی ددی جنایتو څخه هیڅ ډول یادونه نه دی شوی، په هر صورت د جبهې موقتی شورا په ډیره سپین سترګی په لومړنی ناسته کی یادونه کړی چی لسو کلونو له تیریدو سره افغانستان وضعیت او حالت خراب شوی او د پرمختګ څخه وروسته پاتی شوی.  په ریښتا د خندا وړ دی هغه کوم پرمختګونه چی د تعلیم او سواد په هکله شوی دوی یی ځکه نه وینی چی د تعلیم سره جوړ نه دی،  همداسی په نورو برخو کی هغوی پرمختګونه نشی لیدلی اوس پوښتنه دادی چی طالبانو د پنځه کلونو په دوران کی هغه څه چی د خلق ، پرچم او  اسلامی تنیظمونو څخه په امن پاتی ول ، د طالبانو له لوری ړنګ کړی شو، دا ناپیژندل شوی کسان چیری ول؟ نو دوی د هغه توری دوری یادونه نه کوی ، ځکه بادار یی نه غواړی ! د دیرشو کلونو په موده کی افغان اولس په تورتم کی ډوب وو مګر دوی  خبر نه دی،  دا چی دوی د دینی علماووی فتوا څخه یادونه کوی اوس سوال دادی چی یو شمیر دینی علما  د دوی په شان د شورویانو یرغل ته قانونی صبغه ورکړی وه ، او دادی بیا داسی ورته فتوا د پاکستان او ایران له لوری او د هغوی پر مصارفو صادریږی ، چی اسلامی صبغه نه لری ، دا ځکه د افغانستان په هر ګوټ کی د انتحاری حملو په نتیجه کی بی ګناه افغانان وژل کیږی او دا لړی دوام لری مګر نوموړی علما دا ځوانمرګی حملی نه ګوروی ، ولی دوی ددی حملو پر وړاندی فتوا نه صادروی؟ نو  د دوی اوسنی فتوا د ملی ګټی سره سمون نه لری او فتوا  یی اسلامی نه دی ځکه  د هیواد په ګټه نه دی .
دوی د پاکستان او ایران له لوری  استعمال شوی دی او په دی کی شته داسی کسان چی ښه خلک دی او د پردی تر شا په معاملو خبر نه دی.  بله دا چی دوی د مصالحی څخه خبری کوی اوس پوښتنه دادی چی دا مصالحی د یوسف رضا ګیلانی او یا د خامنه ای سره باید وشی که د بل چا سره؟ په هر صورت نوموړی جبهه د خپل کار په لومړیتوب کی د بهرنیو ځواکونو وتل په هیواد کی د ملی پخلاینی کوښښ او د بهرنیو پوځی اډو د جوړیدو د مخینوی د پاره  هدف ټاکلی دی . دا هغه غوښتنی دی چی د پاکستان او ایران له لوری تکراریږی او دادی اوس د هغوی افغانی نوکرانو له لوری تکراریږی.  لنډه دا چی داسی اشخاص او افراد چی په ټولنه کی مطرح کسان نه دی او د افغانستان خلک دوی نه پیژنی نو دوی د خلکو د ارمانونو څخه استازیتوب نشی کولی، او ټول په دی پوهیږی چی دوی د ایران او پاکستان په چوپړ کی قرار لری . په اخر کی ایران او پاکستان باید په دی پوه شی چی افغانان خپلواک خلک دی او د دوی غلامی نشی منلی ،همداسی افغانان په خپل کار ښه پوهیږی چی د چا سره دوستی وکړی او د چا سره نه،  دا اوس افغانان د امریکی شتون ته د یوی ستری اړتیا په سترګه ګوروی او لیری نه دی چی  د ټولو افغانان  په خوښه د بن د جلسی نه مخکی د امریکی د متحده ایالتونو او  افغانستان تر منځ  استراتیژیکه تړون به لاسلیک شی
په درنښت
فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “د ملی یووالۍ جبهې د جوړیدو اعلان د پردو په چوپړ کې”

  1. +1 Vote -1 Vote +1اتل says:

    که چیری دا مقاله افغانستان چا ړنک ګړ تر عنوان لاندی ځای په ځای کړی ښه به وی

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • شجاعي ځورولي به له طالبانو مرسته وغواړي
    • طی ۲۴ ساعت گذشته؛ ۳۶ شورشی طالب درچندین عملیات مشترک کشته شدند
    • برگزاری گردهمایی مهم موافقین و مخالفین کرزی
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ حریق شدن ۳۵ تانکر تیل در ولایت فراه
    • د منګلو او مقبلو ځوانان: دمنګلو او مقبلو ترمنځ شوي پرېکړه حکومت بايد ژرترژره تطبيق کړي.
    • نواز شریف به کابل دعوت شد
    • په خوست کې دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دټاکنو لپاره دنوم ليکنې ستر ولسي کمپاين پيل شو
    • په خوست کې دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دټاکنو لپاره دنوم ليکنې ستر ولسي کمپاين پيل شو
    • ویب سایت روزنامهٔ نیویارک هک شد
    • پاکستان: طالبان تمایلی به مذاکره با دولت کابل ندارد