Posts | Comments | E-mail /

دکوچنی اختر په مناسبت ددوستی فرهنګی ټولنې دمبارکی پيغام

Posted by on Aug 30th, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

خلک وايي چي راغلی بيا اختردی                                     داپه چاباندي اختردی خداي خبردی

استاد پژواک

ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه تاسو ،ستاسودرنې کورنۍ اوټولواړوندانوته دکوحني اختر درارسیدوله امله دزړه له کومې مبارکی اونيکې هيلې وړاندي کوي .

سره له دې چي په افغانستان کښي سوله او ثبات د يولړټولنيزو اوسياسي ناخوالوسره مخامخ ده ،موږ هيله مند يو چي يوه ورځ ددې غمځپلي ولس دکور نودروازه دخوښيو اوسوکاليو زيری وروټکوي .

موږ ته راپیښودغوستونزو دافغانستان په اوسنيو شرايطواو دنامعلوم سياسي بهير په درشل کي دټول هيواد په کچه اوسنۍ سياسي بهيرله مختلفوچلنجونو، گډوډيواو گواښونو سره مخامخ کړی دی .

پر خپل ځاي پاته د نامنلو چاروکاوپه شتون کښي زموږ له هيواده خوښيو اواخترونودتل لپاره کډه کړې .

درنوهيوادوالو،سپیڅلومسلمانو، متدینو او پتمنو وطندارانو!

اجازه راکړی د خپلو هيوادوالو اوپه سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوټولوغړوپه استازيتوب ، تاسوشرافتمندو افغانانو،ستاسو درنوکورنيواوټولواړوندانو ته د کمی اختر د را رسیدو په مناسبت د زړه له کومې مبارکی اونېکې هېلې وړاندي کړم.

د لوي اوبې نيازڅښتن له درباره څخه تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته دکوچنی اختر د مبارکو په ويلوسره ددې نېک مرغه ورځو په برکت د خوښ،نیکمرغه او خوشحاله ژوند هیله کوم .

دلوې څښتن له دربارنه غوښتنه کوو چي ستاسې عبادت او طاعت په خپل دربربار کښې قبول او زموږاو ستاسو د الهی عبادت په برکت سوله اوثبات ددې غمځپلې اودجگړوپه اورکې سوځیدلي افغانستان په نصيب سي .

الله تعالی دې ددې مقدسو او پربرکتو ورځو او عباداتو په برکت افغانستان او زموږ مظلوم ولس ددې زورونکی اوبوږنوونکی ژوندڅخه نجات ورکړي .

اميد واريوچي دداسې يوې ورځې شاهدان اوسو کوم چي زموږ زورېدلی اوغمځپلۍ ولس ديو خپلواک او سوکاله افغانستان داتباعو په توگه ،کوم چي عام وگړي ئې پر خپلو پښو ولاړ اودنړيوالوسره دټولنيز ژوند په ټولواړخونوکښي دسياليو جوگه وي .

دڅښتن تعالی له دربارنه هيله منديوچي يوه ورځ ټول افغانانود یووالي اوملي تفاهم په برکت دسرفرازی بريالۍ توب ورستيو مرحلوته ورسیږي .

موږ وپدې هیلو يوچي ددې وطن هر وگړۍ اختر ولري ،هره شپه ئې برات او ورځ ئې اختر وي .

امین یارب العالمین

په سويډون کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې په استازيتوب

حبيب الله غمخور

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • شجاعي ځورولي به له طالبانو مرسته وغواړي
    • طی ۲۴ ساعت گذشته؛ ۳۶ شورشی طالب درچندین عملیات مشترک کشته شدند
    • برگزاری گردهمایی مهم موافقین و مخالفین کرزی
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ حریق شدن ۳۵ تانکر تیل در ولایت فراه
    • د منګلو او مقبلو ځوانان: دمنګلو او مقبلو ترمنځ شوي پرېکړه حکومت بايد ژرترژره تطبيق کړي.
    • نواز شریف به کابل دعوت شد
    • په خوست کې دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دټاکنو لپاره دنوم ليکنې ستر ولسي کمپاين پيل شو
    • په خوست کې دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دټاکنو لپاره دنوم ليکنې ستر ولسي کمپاين پيل شو
    • ویب سایت روزنامهٔ نیویارک هک شد
    • پاکستان: طالبان تمایلی به مذاکره با دولت کابل ندارد