Posts | Comments | E-mail /

عالمان د اختر په ورځو کې مړيو ته د دعا لپاره د يو بل کور ته تګ ناروا بولي

Posted by on Aug 30th, 2011 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل (پژواک): ديني علما وايي چې اختر د مسلمانانو د خوښۍ ورځې دي، خلک بايد په دې ورځو کې مړيو ته د دعا لپاره د يو بل کور ته ولاړ نه شي.دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې ځينې خلک د اختر په ورځو کې د هغه چا کور ته د دعا لپاره ورځي، چې د کورنۍ غړى يې مړ شوى وي او له اختر څخه مخکې يې هم د ياد مړه شوي کس په جنازې او يا هم فاتحې کې برخه اخيستې وي.

خو ديني عالم مفتي شمس الرحمن فروتن وايي، د اختر په ورځو کې د هغو کسانو کور ته چې په کې مړى شوى، ورتلل شرعي ممانعت نه لري؛ خو هلته بايد مړ شوى شخص ياد نه شي او دعا ورته ونه شي.

دى وايي، چې کورنيو ته د اختر په ورځ د هغوى د مړو شويو کسانو په يادولو سره بايد  د هغوى د اختر خوښي په غم بدلې نه کړو.

فروتن وايي، په کار ده چې خلک د يو چا تر وفات کیدو وروسته تر درېيو ورځو د هغو کورنۍ ته د دعا لپاره ورشي.

هغه زياته کړه: ((د صحيح البخاري واضح حديث دى چې ويل شوي، د وفات شوي کورنۍ ته  له درېيو ورځو ډېر د تسليت او تعزيت په موخه ورتلل، جواز نه لري.))

ده له وېرجنو کورنيو وغوښتل، چې په اختر کې د وفات شويو کسانو په ياد ژړا او غم ونه کړي او د اختر په ورځو کې د تیرو اخترونو په څیر نوې جامې واغوندي او خوښي وکړي.

خو د هغه د څرګندونو له مخې، هغه مېرمن چې خاوند يې وفات شوى وي، تر ٤ مياشتو او لسو ورځو بايد د بل واده په اړه اقدام ونه کړي، ځان سينګار نه کړي او د خپل وفات شوي خاوند په فکر کى وي.

د ده په وينا، که د اختر په ورځو کې څوک وفات شي، کورنۍ يې کولاى شي چې د اختر په ورځو کې د دعا مراسم تر سره کړي.

د سترې محکمې د دارالافتاء مشر او ديني عالم مولوي صديق الله مسلم هم وايي، چې اختر د مسلمانانو جشن دى او بايد له خوښيو ډک وي.

هغه زياته کړه: ((زموږ ستر پيغمبر (ص) اختر د مسلمانانو جشن اعلان کړى، نو هر هغه څه چې د مسلمانانو جشن او خوښي په غم بدلوي، هغه د پيغمبر (ص) د وينا خلاف  عمل دى.))

خلک په اختر کې د دعا لپاره د خلکو کورونو ته د ورتګ په اړه بیلابیل نظرونه لري.

د کابل ښار د واصل اباد د سيمې اوسیدونکى ٥٠ کلن سيداقا وايي، چې پخوا به دى هم د اختر په ورځ د مړيو لپاره د دعا په موخه د خلکو کورونو ته ورته؛ خو اوس دا کار نه کوي.

دى وايي، چې ديني پوهانو په دې اړه ډېر خلک پوهولي او دا کار نه کوي.

د کابل د څلورم مکروريانو اوسېدونکى عبدالحميد هم وايي، چې د اختر په ورځو کې په کار نه ده چې د کومې کورنۍ غم تازه کړل شي.

خو هغه زياتوي: ((څه وکړو، له پخوا څخه دا يو رواج پاتې دى، که د کوم پیژندګلوي کور ته د دعا لپاره ولاړ نه شو، هغوى خپه کیږي.))

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • شجاعي ځورولي به له طالبانو مرسته وغواړي
    • طی ۲۴ ساعت گذشته؛ ۳۶ شورشی طالب درچندین عملیات مشترک کشته شدند
    • برگزاری گردهمایی مهم موافقین و مخالفین کرزی
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ حریق شدن ۳۵ تانکر تیل در ولایت فراه
    • د منګلو او مقبلو ځوانان: دمنګلو او مقبلو ترمنځ شوي پرېکړه حکومت بايد ژرترژره تطبيق کړي.
    • نواز شریف به کابل دعوت شد
    • په خوست کې دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دټاکنو لپاره دنوم ليکنې ستر ولسي کمپاين پيل شو
    • په خوست کې دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دټاکنو لپاره دنوم ليکنې ستر ولسي کمپاين پيل شو
    • ویب سایت روزنامهٔ نیویارک هک شد
    • پاکستان: طالبان تمایلی به مذاکره با دولت کابل ندارد