کابل:- د افغانستان د سترې محکمې د اعلامیې پر اساس ، د سعودي عربستان دشاهي دولت دستري محکمي داعلاميې پراساس له هغه ځايه چې دشوال دمياشتې رويت شرعا ثبات شوي دي سبا سه شنبې د وږي دمياشتي اتمه دنيکمرغه کمکي اخترلومړي ورځ ده.
دافغانستان ستره محکمه خپلي مبارکې او نيکې هيلي په دغه مناسبت دافغانستان د جمهوررييس محترم حامدکرزي ، د جمهوري رياست محترمو مرستيالانو ، دولسي جرګي اومشرانو جرګي محترمو رييسانو ، دکابينې محترمو غړو ، محترم لوى څارنوال ، په ملي شورا کې دخلکو محترمو استازو او دافغانستان ټولو ديندارو اومسلمانو خلکو ته وړاندې کوي . اودلوى خداى ( ج ) څخه هيله کوي چې دافغانستان دمسلمان اولس طاعات او عبادات په خپل دربار کې قبول ، سوله ، امنيت ، سوکالۍ او ترقي يې ورپه برخه کړي .
ټولو ته د د نیکمرغه کمکی اختر له رارسیدو له امله مبارکی وړاندی کوم
او د خدای په دربار کی لاسونه پورته کوم چی ټولو افغانانو ته سوکالی او نیک مرغی په ارمغان راوړی او تل پاتی سوله ټینګ کړی شی