Posts | Comments | E-mail /

د کندهار د امنیه قوماندان قاتل ونیول شو

Posted by on Aug 29th, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کندهار ښار:- د کندهار ولایت مقام د خبر پاڼې پر اساس، د  کندهار د ملي امنيت رياست منسوبينو د چاڼيزو عملياتو پرمهال هغه کس نيولى چي د کندهار پر مخکيني  وژل شوي امنيه قومندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد يې ځانمرګى بريد طرحه کړى و.

ددې کس تر څنګ څلور نور وسلوال مخالفين هم چي د دولتي مامورينو او ملکي مخورو په وژنه کي يې لاس درلود هم نيولي او ټولو پنځه تنو يې پر خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.

د کندهار پر  امنيه قومندان د ځانمرګي بريد طرحه کوونکى د پوليسو افسر عطا محمد او د کندهار ولايت د معروف ولسوالۍ اوسیدونکى دى چي پوره اته کاله يې د پوليسو په ليکو کي وظيفه سرته رسولې ده.

نيول شوي پنځه تنه نن غرمه د کندهار د ملي امنيت په رياست کي رسنيو ته وښودل شول چې پکښي يو د قومندان قاتل، بل يې د يوې خيريه مؤسسې د يوې بهرنۍ ښځينه کارکوونکي وژونکى او درې نور يې د دولتي مامورينو وژونکي وه شامل وه.

په نيول سوو کسانو کي د امان الله په نوم هغه کس هم شامل دى چي په ٢٠٠٨ لمريز کال کي يې د کندهار پر لوى محبس بريد کړى وو او په پايله کي يې له زرو زيات کسان له همدې زندان څخه وتښتیدل.

د کندهار د  وژل شوي امنيه قومندان خان محمد خان مجاهد باندې د شوي ځانمرګي بريد طرحه کوونکي او د پوليسو افسر عطامحمد د رسنيو سره په خبرو کي وويل چي د ځانمرګي بريد کوونکي سره ده مرسته کړې وه او د پوليسو د رنجر موټر په مرسته يې امنيه قومندانۍ ته داخل کړى او تر آخره پورې یې د برید کوونکو سره مرسته کړی ده.

عطامحمد زياته کړه چي په ځانمرګي بريد کي وژل شوي او زخمي شوي پوليس ده په هماغه رنجر کي چي ځانمرګى بريدکوونکى يې پکښي قومندانۍ ته داخل کړى وو ولیږدول او له هغه وروسته د کندهار معروف ولسوالۍ ته چيري چي دى اوسيږي میشته شول.

نوموړي وويل چي څو ورځي وړاندي کندهار ښار ته د تنخوا تر لاسه کولو په موخه راغلى چي دلته د ملي امنيت رياست د مؤظفينو لخوا ونيول شو.

همداراز پر کندهار محبس باندي بريدکوونکي امان الله هم پر خپل جرم اعتراف وکړ او په وينا يې چي ياده  دسيسه لومړى د ٧ تنو لخوا  چي دى هم پکښي شامل و د کندهار په پنجوايې ولسوالۍ کي جوړه شوه چي د يوه پاکستان کس لخوا چي د ماينونو ماهر و پر زندان باندي بريد کولو ته مازدا موټر اعيار شو او ټول پلان يې عملي کړى.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • شجاعي ځورولي به له طالبانو مرسته وغواړي
    • طی ۲۴ ساعت گذشته؛ ۳۶ شورشی طالب درچندین عملیات مشترک کشته شدند
    • برگزاری گردهمایی مهم موافقین و مخالفین کرزی
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ حریق شدن ۳۵ تانکر تیل در ولایت فراه
    • د منګلو او مقبلو ځوانان: دمنګلو او مقبلو ترمنځ شوي پرېکړه حکومت بايد ژرترژره تطبيق کړي.
    • نواز شریف به کابل دعوت شد
    • په خوست کې دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دټاکنو لپاره دنوم ليکنې ستر ولسي کمپاين پيل شو
    • په خوست کې دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دټاکنو لپاره دنوم ليکنې ستر ولسي کمپاين پيل شو
    • ویب سایت روزنامهٔ نیویارک هک شد
    • پاکستان: طالبان تمایلی به مذاکره با دولت کابل ندارد