Posts | Comments | E-mail /

ملک عبدالله ولسمشر کرزی ته څه ویل غواړی؟

Posted by عبد الله افغان on Aug 27th, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

عبدالله افغان

وروسته تردی چی د پاکستان او امریکا په اړیکو کی درز رامینځته شو پاکستانی چارواکوبیلابیلو هیوادونو  ته سفرونه پیل کړل او کو ښښ یی وکړ ترڅو له یوی خوا امریکا ته دا وښیی چی که امریکا پاکستان ته شا کړه نو  پاکستان نور ملګری هم لری او له بلی خوا په افغانستان کی خپلو موخو ته د رسیدو لپاره د نوو لارو چارو په لټه کی هم ده،  او د همدی هلو ځلو په لړی کی یی روسیی، چین، او په تیره میاشت کی د پاکستان یو لوړپوړی هییت د یوسف رضا ګیلانی په مشری د سعودی عرب له چارواکو سره لیده کاته ترسره کړل او په مقابل کی یی ملک عبدالله پاکستان ته د هرراز مرستو وعده هم ورکړه.

له هغه را وروسته په کم وخت کی  دادی( ملک عبدالله) افغان ولسمشر کرزی صیب ته بلنه ورکړه چی سعودی عرب ته سفر وکړی او د نوموړی هیواد له  چارواکو سره  خبری اتری ترسره کړی.

له دی هلوځلو نه دا اټکل په آسانی سره کیدی شی چی د سعودی عرب  چارواکی غواړی د یوه دریم ګړی په ډول د پاکستان د ګټو دخوندی کولو په نیت د افغانستان له حکومت سره یوه توافق ته ورسیږی .

دا پداسی حال کی ده چی د افغانستان او امریکا ترمینځ د ستراتیژیک تړون خبری روانی دی او ګاونډیان یی سخت مخالف دی او له دی تړون سره یی خپل مخالفت په ډاګه څرګند کړی هم ده.

زموږ ګاونډی هیوادونه په افغانستان کی خپلی ځانګړی موخی لری او خپلو موخوته درسیدو لپاره یی دلته خپل کسان روزلی او پیسی یی پری لګولی  ترڅو د دوی په مرسته خپلو موخوته ځانونه ورسوی.

سعودی عرب سره له دی چی یو اسلامی هیواد دی خو  هیڅکله یی هم له افغانستان سره عندالله هی مرسته نده کړی بلکه په تیرو کلونو کی چی په افغانستان کی کوم حالات روان وو د نورو هیوادونو ترڅنګ د سعودی عرب لاس پکی له ورایه څرګند وو که هغه د مجاهدینو په مینځ کی نفاق اچول وو  او که د طالبانو د حکومت را ولاړول پدی ټولو کی د  سعودی عرب او ملګرو رول پکی ښه څرګند وو.

سعودی عرب له پاکستان سره د مرستی ترڅنګ ښایی دا هم وغواړی چی په افغانستان کی یوداسی حکومت رامینځته شی چی د سعودی عرب تر اثر لاندی وی او دا عراده یی هغه وخت راڅرګنده شوه چی په ولسمشریزو ټولټاکنو کی یی خپل روزل شوی کس سیدجلال (چی په خټه افغان دی او له کوچنی والی لا تراوسه په عربستان کی اوسیږی او د نوموړی هیواد تابعیت هم لری) رامخی ته کړ.  خو بیا وروسته د ی هدف ته په رسیدو کی ناکامه شول او له ټولټاکنو راپدی خوا بیا چا د سید جلال نوم هم وانه خیست.

ترڅنګ یی دا خبره ضروری ده چی پدی لیدنه کی که د سعودی عربستان خپلی موخی وی او یا هم نه وی خو د پاکستان د یوه وفاداره ملګری په صفت به کو ښښ وکړی چی د پاکستان غوښتنی کرزی صیب ته وړاندی کړی او ورباندی ویی منی .

اوس به وګورو چی ملک عبدالله له ګیلانی سره په مشوره کوم نوی پلان جوړ کړې او زموږ د حکومت ځواب به دوی ته څه وی؟.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • “استاده ستا حافظه خرابه شوې که نظریه؟”
    • دکورنيو چارو وزير ديولوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دخوست ولايت څخه ليدنه وکړه
    • افغانستان پاکستان را شکست داد
    • دکورنيو چارو وزير:په خوست کې ښې رهبرۍ او ولسي همکاري امنيتي حالت ډاډمن کړى دى
    • -جبهه جدید تحت نام”اعتماد ملی افغانستان” اعلام موجودیت کرد
    • احتمال آزاد شدن حسنی مبارک ظرف ۴۸ ساعت آینده
    • نواز شریف خواستار آغاز مذاکرات رسمی با شورشیان طالبان شد
    • باشندگان چهار ولسوالی ننگرهار مجبور به ترک خانه های خود شده اند
    • عصر درخشان امانی، درسی برای نسل امروز افغانستان
    • بار دیگر کشتی ۱۰۵ نفری مهاجرین غیر قانونی در آب های استرالیا غرق شد