Posts | Comments | E-mail /

مايک مولن : پر حقاني شبکې د کړۍ راتنګولو لپاره پر پاکستان فشار راوړو

Posted by on Aug 1st, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل(پژواک) د امريکا لوى درستيز وايي چې د طالبانو پر حقاني شبکې د کړۍ راتنګولو په موخه يې له پاکستاني چارواکيو سره خبرې کړې دي.

دغه څرګندونې د امريکا لوى درستيز جنرال مايک مولن  نن د زمري په ٩مه،  په کابل کې ديوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه چې په پاکستان کې مېشته د حقاني شبکه په افغانستان کې د لاسوهنې لوى مرکز دى.

مولن وويل چې د يادې شبکې د فعاليت د مخنيوي په موخه به پر پاکستان خپلو فشارونو زياتولو ته دوام ورکړى دى.

نوموړي دغه راز پاکستان د القاعدې مرکز ياد کړ او ويې ويل چې اوس هم دالقاعدې مرکز په پاکستان کدى .

هغه زياته کړه چې ددې ډلې غړي د افغانستان او پاکستان له پولې په اوښتو سره د امريکايانو د وژنې هڅه کوي، خو زياته يې کړه چې له دې سره سره به پاکستاني چارواکيو سره د ترهګرو ډلو د فعاليتونو د مخنيوي په موخه خپلو هڅو او خبرو ته دوام ورکړي ترڅو په ټوله سيمه کې ټيکاو رامنځته شي.

د امريکا د پوځ لوى درستيز په افغانستان کې روان امنيتي حالت ته په اشارې سره وويل چې ولسي وګړيو د همکارۍ له امله، امنيت په ځانګړې توګه  په سويلي سيمو کې د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې دى، چې افغان او بهرنيو ځواکونو د تیرکال په پرتله ښې لاسته راوړنې درلودې.

مولن وويل چې که څه هم ستونزې شته، خو د تیر کال په پرتله طالبانو ماتې خوړلې ، خو هغوى خپل تکتيک ته تغير ورکړى دى.

هغه زياته کړه چې په کندهار او هلمند کې امنيت ښه شوى او خلک په دې هيله دي چې رهبري افغانان پخپل لاس کې واخلي.

نوموړي د سويل دامنيت د ښه کیدا په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په دې وروستيو په اروزګان، هلمند او کندهار ولايتونو کې نا امنۍ زور اخيستى او د ځانمرګيو بريدونو او چاودنو له امله د افغان ملي ځواکونو ترڅنګ لسګونو عامو وګړيو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امريکا د پوځ لوى درستيز په روانو جګړو کې ملکي تلفات تراژيدي وبلله خو ويې ويل چې په دې وروستيو کې ملکي تلفات کم شوي دي.

نوموړي ددې پړه پر وسلوال طالبانو واچوله چې دهغوى د بريدونو له امله عامو وګړيو ته زياته مرګ ژوبله اوړي.

مولن وويل چې د ملکي تلفاتو د مخنيوي په موخه به په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال الن سره هم خبرې وکړي، څو ملکي تلفات او د صفر کچې ته يې ورسوي.

د هغه په وينا : (( د ملکي تلفاتو مخنيوى زموږ د کارونو په لومړيتوبونو کې دى.))

نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې چې د روژې مبارکې په مياشت کې به يې عمليات کمیږي، وويل چې که مخالفين بريدونه کړي، نو ددوى عمليات به هم کم وي.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دستگیری چند تن از افغان ها به اتهام سهم گیری در مظاهرات اخیر مصر: خبر عاجل
    • برادر ایمن الظواهر در قاهره دستگیر شد
    • هند از باز داشت یک تروریست خطرناک خبر داد
    • خلیل: افراد حکیم شجاعی، مردم را در ارزگان لت و کوب کردند
    • پسر رهبر اخوان المسلمین مصر در مظاهرات کشته شد
    • طالبان نیز خشونت های اخیر مصر را تقبیح کردند
    • حامد کرزی با وارث شهدای حادثه اخیر انفجار ماین در ولسوالی شینوار ولایت ننگرهار، اظهار همدردی کرد
    • حامد کرزی حملات تروریستی در ولایات هرات« فراه، و هلمند را شدیدا محکوم کرد
    • حامد کرزی حمله تروریستی بالای خانم نجما حنیف یکی از رهبران عوامی نشنل پارتی را شدیداً محکوم کرد
    • د خوست ولایت د صبريو قومي مشرانو په دغه ولسوالۍ کې د بيارغونې د پروژو غوښتنه وکړه