Posts | Comments | E-mail /

د روژې میاشت کې اوربند یو ښه وړاندیز

Posted by on Jul 31st, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

حقیق

په دې وروستیوکې د افغانستان د عالمانو سراسري شورا یوه اعلامیه صادره کړې، چې په کې مهمې غوښتنې شوي دي. د افغانستان خلک خپلو دیني علماوو ته تل په درنه سترګه کتلي، نو خدای دې وکړي، چې د علماوو دغه غوښتنې عملي بڼه غوره کړي. په دغه اعلامیه کې راغلي، چې په افغانستان کې په جګړه کې له ټولو ښکیلو اړخونو څخه غوښتنه کېږي، چې د روژې د مبارکې میاشتې رارسیدو ته په درناوي سره، اوربند اعلان کړي.

د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو له امله د افغانستان او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي ویلې او د لوی خدای له درباره او د روژې د مبارکې میاشتې په برکت یې په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت هیله کړې ده. دغه راز په اعلامیه کې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه غوښتل شوي، چې ټولو صوتي، تصویري او چاپي رسنیو ته دنده وسپاري، تر څو خپلې ټولې خپرونې له اسلامي موازینو سره سمې عیارې کړي. همداراز په دغه اعلامیه کې له بهرنیو ځواکونو څخه د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د مسؤولیت د لېږد له بهیر څخه ملاتړ څرګند شوی او له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه شوې، چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې، تمویل او تجهیز په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. د عالمانو د سراسري شورا په اعلامیه کې همداراز پر افغانستان باندې د پاکستان له خاورې څخه راکټي بریدونه په کلکه غندل شوي او ويل شوي دي، چې نه غواړي د دښمنانو پلانونه پر دوو ګاونډیو او وروڼو هیوادونو باندې تطبیق شي.

مهم ټکی په دغه اعلامیه کې د ښکېلو خواوو نه د اوربند کولو غوښتنه ده، په داسې حال کې چې په هیواد کې د سولې بهیر پیل شوی او د سولې سراسري شورا هم په خپلو کارونو پیل کړی، دغه راز د انتقال بهیر له پیل سره هم د سولې غوښتنه په ټولو اړخونو کې ډېره شوې، نو لازمه ده، چې د ښه نیت په خاطر ښکیلې خواووې په خپلو مینځو کې د اوربند په کولو سره د سولې د بشپړ تأمین لپاره لومړني ګامونه پورته کړي.

که چیرې مقابل لوری دا کار نه ترسره کوي، نو دولت او ایتلافی ځواکونه دې، د سولې لپاره د خپل نیت د ریښتینتوب د څرګندولو لپاره دغه کار ترسره کړي، یعنې چې اوربند دې اعلان کړي او هم دې د لا ښه نیت لپاره د بندیانو په خوشې کولو کې څه ډول چې د سولې د مشورتي لویې جرګې پرېکړه هم ده، خپل صداقت څرګند کړي.

زموږ هیواد اوس خپل یو مهم سیاسی پړاو کې دی، له یوې خوا د بهرنیانو د وتلو خبرې کیږی او دوی داسې وایې چې نور یې ولسونه په افغانستان کې د جګړې د تمیویلولو توان نه لري ، له بل لوري اړینه ده، چې د دوی له وتلو سره سم یا مخکې له هغه، په هیواد کې بشپړه د سولې او کراری فضا رامینځته شي.

ترڅو هغه د اویایمې لسیزې پیښې بیا خدای مکړه تکرار نه شي. هغه وخت کله چې شوروي لښکرې له افغانستان نه د ژنیو د خبرو اترو پربنسټ خپلې پښې سپکې کړې او ورسره جوخت وروسته له څه مودې یې ګوډاګۍ نظام په کابل کې ړنګ شو، نو له بده مرغه د هیواد په ګوټ ګوټ او پلازمینه کابل کې داسې جګړې پیل شوې، چې سترې غمیزې یې رامینځته کړې.

اوس هم په کار ده، چې د داسې ناوړه پایلې د مخنیوي لپاره ټولې ښکیلې خواوې هغه څه ترسره کړي، چې د افغانستان د خلکو په ګټه وي او زموږ راتلونکی له بدو پیښو سره مخامخ نه شي.

که چیرې د روژې په مبارکه میاشت کې د ښکیلو لورو له خوا اوربند وشي او ان که چیرې یواځې د دولت لوری او نړېوال ځواکونه دغه وړاندیز ته هرکلی ووایي، نو بې له شکه به چې یو د باور، ډاډ او هیله مندی فضا د خلکو په مینځ کې رامینځه شي اوهم به په روانو سیاسی او پوځي حالاتو خورا مثبت اغیز پرې باسي.

وروستیو میاشتو او اونیو ته که وکتلی شي، د جګړې ، وژنو او یرغلونو په بهیر کې خورا ډېرښت راغلی.

مهم شخصیتونه او پوځي او سیاسي چارواکې له مېنځه تللي اوهم د ملکي تلفاتو کچه ډېره اوچته شوې ده. د دولت د مخالفینو په تلفاتو کې هم ډېروالی راغلی او هم یو ډول د ناامنی او داروایی ترینګلتیا فضا په خلکو کې خوره شوې ده، چې باید  د دغې فضا مخه دې په سیاسی، سوله ییزو او ټولنیزو نوښتونو سره ونیول شي.

داڅرګند ده چې جګړه د حل لار نه ده ، لس کلنو وروستېو جګړو په ښه توګه دا ثابته کړې، هم نړېوال ځواکونه هم دولت او د دولت وسله وال مخالفین ونه توانېدل، چې د جګړې له لارې خپلې موخې لاسته راوړي او که چېرې حالت همداسې دوام ومومي، بیا هم دا شونې نه ده، چې یو لوری دې خپلې موخې لاسته راوړي ، ځکه جګړه یواځې پوځي اړخ نه لري، اوهره جګړه په پای کې د سولې له لارې د حل لاره موندلې، په تېره بیا اوسني وخت کې چې د جګړې تکتیک او چارې بیخي بدلې شوي ، په اوسنیو جګړو او بیا په افغانستان کې جګړې چریکي او دغلچلکیو یرغلونو بڼه لري. څیړونکي او د نظر خاوندان په دې اند دي، چې افغانستان کې د جګړې او وینې تویونې له لارې د هیڅ لوري بری شونی نه دی ، نو یواځینۍ لار چې ټولې خواوې یې خپلولی شي، همغه د سولې او تفاهم لار ده.

دعلما د شورا وروستی وړاندیز، چې د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو لپاره شوی، یو ښه او پر ځای وړاندیز دی، چې ښکیل لوري دې د یادو شویو دلایلو له کبله باید ورته پام وکړي، ځکه په هغه کې د ټولو لورو ګټې نغښتي دي ، او په تیره بیا د افغان بې وزلي اولس ګټې ترهرچا په هغه کې مهمې او ارزښتناکې دي .

 

فرستادن/حفظ کردن

4 Responses for “د روژې میاشت کې اوربند یو ښه وړاندیز”

  1. +1 Vote -1 Vote +1پیر محمد بابر says:

    ملا عبدالله

    من گمراه هستم چون بچه هشت ساله را اعدام نمیکنم

    چون زنان و مادران را به غم شوهر هایشان و پسران شان نمیشناسم

    چون غلامی پنجابی های کثیف و بویناک چتلستان را نمیکنم

    چون داکتر، نرس ، معلم، متعلم را سر نمیبرم

    چون در کنار مکاتب حملات انتحاری نمیکنم

    چون به خاطر پول آخوند های کثیف و سست مردم خود را قتل عام نمیکنم

    چون قتل پنجابی بویناک را حرام و شهادت افغان را حلال نمیدانم

    این لست خیلی طولانی است

    و به خاطر همین لست طولانی است که مردم از اسلام بیزار شده اند

    همین لست های طولانی است که مردم اسلام را دین شیاطین میدانند

    همین لست است که جوانان مسلمان از مذهب متنفر شده اند

    حالا تو ملا صاحب باید امیر الشیاطین ملا عمر و طالبان کرام صد آفرین بگویی که چقدر به آسانی اسلام را بی اعتبار و بی ارزش ساختند

    وسلام

  2. +1 Vote -1 Vote +1عبدالله says:

    پیر محمدبابر گمراه و ….
    قالو سلاما

  3. -1 Vote -1 Vote +1پیر محمد بابر says:

    بلی ملا عبدالله تو راست میگویی

    این رژیم غیر اسلامی معرفی شود تا به جای آن امری الشیاطین ملا عمر دو دسته افغانستان را تقدیم پنجابی های کثیف و بویناک کنند

    و به یاد داشته باش که امیر الشیاطین عمر و مسلمان های مانند تو اسلام را چنان بی اعتبار کرده اند که من فکر نکنم دیگر جوانان تحصیل کرده افغان ، ایرانی ، و دیگر کشور های اسلامی روزه بگیرند

  4. +1 Vote -1 Vote +1عبدالله says:

    با استقبال ازین پیشنهاد از هر طرفی که باشد باید گفت این علما همه خاین و فروخته شده هستند اینها نمایندگی از علمای متدین خداپرست شده نمیتوانند
    اگر اینها واقعاً از الله هراس دارند و اسلام را قسمیکه است عملی میکنند باید از همه نخست رژیم مزدور کابل را غیر اسلامی معرفی نموده علیه این رژیم مزدور وفاسد وفاسق اعلان جهاد نمایند
    و موجودیت اشغال گران را نا مشروع دانسته برای خروج فوری آنها اقدام به عمل نمایند از هر طریقی که لازم است

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • غوث زلمی کیست؟
    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان