کابل : دافغانستان سترې محکمې نن ماخوستن اعلان وکړ، چې روژه به ددوشنبې په ورځ وي.
دسترې محکمې ددارالافتا رییس مولوي صدیق الله مسلم نن د زمري په اتمه دشپې په ۹:۵۰ دقیقو اعلان وکړ چې د رمضان میاشت ونه لیدل شوه.
هغه زیاته کړه چې سبا یکشنبه به دشعبان د میاشتې ۳۰ مه وي او ددوشنبې ورځ به د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ وي.
بلخوا دسعودي عربستان سترې محکمې هم اعلان کړی دی چې روژه به ددوشنبې په ورځ وي.
دیادونې وړ ده چې تیره اونۍ د هیواد نامتو ستوري پيژندونکی عبدالله کندهاري هم وړاندوینه کړي وه چې روژه به ددوشنبې په ورځ وی.