Posts | Comments | E-mail /

داورپکو طالبانو دپيښور دشورا دسياسي اوفرهنګي کميسيون مسوول ونيول شو

Posted by on Jul 30th, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- دملي امنيت دلوى رياست ويندوى نن دطالبانو دډلې دسياسي اوفرهنګي کميسيون دمسوول اوپه ننګرهار ولايت کې ددغې دډلې دتش په نامه والي دمرستيال مولوي طه دنيول کیدو خبرورکړ.

ده چې په يو خبري کنفرانس کې خبري کولي دطالبانو دډلې دغړيتوب په تور دملي اردو ديو افسر دنيولو، په بلخ ولايت کې دطالبانو دډلې دوسلو اومهماتو داکمالاتو په تور ديوتن دنيول کیدو، په هرات ښارکې دتروريستي او چاوديدونکو بريدونو دسازمان ورکولو په تور دڅلور کسيزي ډلې دنيول کېدو خبرورکړ او ويې ويل چې دپچیراگام ولسوالۍ اوسيدونکى رحيم الله دحضرت بلال په مستعار نامه شهرت لري او په پاکستان کې ژوند کاوه اودطالبانو دپيښور دسياسي اوفرهنګي کميټې مسووليت په غاړه درلود اوهم په لغمان ولايت کې يې په يوشمير ځانمرګو بريدونو او ترورونو کې لاس درلود ونيول شو.

دملي امنيت دلوى رياست ويندوى لطف الله مشعل دغه راز په دې خبري کنفرانس کې دطالبانو دډلې دغړيتوب په تور دنيول شوي افسر په باب دزياتو جزئياتو په وړاندې کولو سره وويل چې دملي دفاع وزارت يو جګپوړي افسر چې ګل محمد نوميږي او غوښتل يې داستخدام شويوکسانو په واسطه په شش درک ، خواجه بغرا او څرخي پله کې ځان مرګي بريدونه وکړي اوهم يې طالبانو ته دملي دفاع وزارت پوځي اسرار ورکول نيول شوي دي . ده دغه راز په مولانا صبور مشهور دعبدالله دنيول کیدو په باب څرگندونې وکړي او ويې ويل چې ده له پاکستان څخه وسلې اومهمات ليږدول او دبلخ ولايت په بيلابيلو ولسواليو کې يې په قوماناندانانو ويشل .

دده دڅرگندونوله مخيې څلور تنه چې په هرات کې يې ځانمرګو بريدونو ته سازمان ورکاوه هم ددغه رياست دموظفينو له خوا له يوې اندازې چاوديدونکو توکوسره نيول شوي دي. مشعل دملګرو ملتو دسازمان په تورلست کې دپاکستاني طالبانو دشاملولو په باب وويل که چېري دغه اقدام عملي شي موږ يې هرکلي کوو.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • لوی څارنوال افغانستان از وظیفه اش برکنار شد
    • ترور یک تن از مشران قومی ولایت غزنی توسط گروه طالبان
    • د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د پوهنې مدیر ووژل شو
    • القاعده قصد بم گذاری در شبکه ها ریل و تونل های اروپا را دارد: ررونامهٔ بیلد
    • غوث زلمی کیست؟
    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور