کابل:- د رارسیدلو خبرونو پراساس، په افريقا كې د ولږې، تندې او قحطۍ له امله هره ورځ په اوسطه توګه ۱۰۰۰ تنه خپل ژوند له لاسه ورکوي.
درې ميلونه انسانان چې په سلو كې ۳۰ ېې ماشومان دي د ولږې او تندې سره لاس او ګريوان دي.
د افريقا لويه وچې سره د مرستې په موخه چې د خپل تاريخ د تر ټولو لوى انساني كړكیچ سره لاس او ګريوان ده، د اسلامي همكاريو سازمان په استانبول كې سره غونډه وكړه.
د اسلامي همكاريو د سازمان عمومي مشر اكمل الدين احسان اوغلو په غونډه په ټولې اسلامي نړۍ، مالي ټولنو، مدني ټولنو او خيرخواه مسلمانانو غږ وكړ چې د سوماليا په ګډون په نورو افريقايي هیوادونو كې د انساني كړكیچ سره د مبارزې په موخه دې د روژې په مياشت كې ددې سازمان د مرستندويه كمپاين سره همكاري وكړي.