کابل:- د رارسیدلو خبرونو پر اساس، نن په کابل ښار کې د بایسکل ځغلولو سیالۍ پیل شوه
خبر زیاتوی چې د زمري دمياشتې داته ويشتمې نيټې دهيواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو دکاليزې په وياړ نن دبايسکل ځغلولو سيالۍ په کابل ښارکې پيل شوې.
په دغو سياليو کې چې په دوو پړاونو کې ترسره کيږي پنځه پنځوس تنه ورزشکاران دسپورتي بايسکلونو په واسطه په لومړى پړاو کې له کابل څخه تر چاريکارو پورې او وروسته له چاريکارو څخه تر پنجشير پورې واټن وهي.
داولمپيک دملي کميټې دبايسکل ځغلولو فدراسيون مسوول محمدصادق صادقي وایی چې دغه سيالۍ داتصالاتو دمخابراتي شبکې په مرسته پيل شوې چې ورزشکاران به ټول ١٥٠ کيلومتره واټن ووهي .