Posts | Comments | E-mail /

د ملي پولیسو منسوبینو یوه اندازه چاودیدنکې توکي کشف کړل

Posted by on Jul 30th, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د کورنیو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې پر اساس، تیره ورځ د ملي پولیسو منسوبینو د کندهار ولایت د پنجوايی ولسوالۍ په ریګوال سیمې کې یوه اندازه چاودیدنکې توکې چې د افغانستان د سولی اوثبات د دښمنانو له لوری د ورانکارو کړنو دترسره کولو په موخه ځاي پر ځاي کړی وو کشف او شنډ کړل.

خبرپاڼه زیاتوی چې په یاو چاودیدونکو توکو کې ۳ بوشکې ۲۰ کیلویی چاودیدونکې توکې، ۹ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه، ۸ قبضی لاسی بمونه، ۶۰ ډزه د پیکا مرمۍ، ۳۰۰ ډزه د کلاشینکوف مرمۍ، ۱۵۰۰ متره د برق لین او یو عدد د ماین ریموټ شامل دې.

همدا شان تیره شپه شاوخوا لس بجې د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې دوه تنه ماین ایښودونکی چې غوښتل یی یو ماین د یادی ولسوالۍ په قلعه عاشورزئ سرک کې ځاې پر ځاې کړي چې همدغه ماین پری وچاودید او په پایله کې دواړه ماین ایښودونکې هلاک شول.

په همدغه ډول تیره ورځ د هیواد د ملي پولیسو، ملي اردو او د ایتلافی ځواکونو د ګډو  چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې د غزنی ولایت د زنه خان ولسوالۍ په اړونده سیمې کی ترسره شول، ۴ ډزه د راکټ انداز مرمۍ او یو میل تفنګچه د یادو ځواکونو لاسته ولویدل.

همدارنګه د هیواد ملې پولیسو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه او ۴ بوشکې ۲۰ کیلویی چاودیدونکې توکې چې دهیواد دسولې او ثبات ددښمنانو له لوري دورانکارو کړنو د تر سره کولو په موخه دکند هار ولایت په اړوندو سیمو  کې ځاي پر ځاي شوي وو تر لاسه کړل.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک