کندهار(مختار احمد امیری):- د رارسیدلو خبرونو پر اساس، د زابل دلسوولسوالیواوسیدونکو تيره ورځ دیوي پراخې غونډې په ترځ کې ژمنه وکړه چې پدې ولایت کې به دسولې په لاره کی هلي ځلی کوي اودغه راز به په خپلوځمکو کې کوکنار نه کړي . یاده غونډه چی په مرکزقلات کی دسولې دشورا اونشی توکوپرضد جوړه شوې وه پکی سلګونوکسانوګډون کړي وو .
دسولي دشورا سره دمخالیفینودیوځای کیدو اودنشي توکوسره دمباریزي په موخه دغه غونډه دجمعي په ورځ په مرکزقلات کی جوړه سوی وه چی پکښي ددغه ولایت دلسوولسوالیودقومي سپین ږیروترڅنګ سلګونوکسانوګډون کړي وه .
په غونډه کی دیادوولسوالیوقومي سپین ږیروژمنه وکړه چی دسولي په لاره کی به هلي ځلي کوی اودغه رازدکوکنارودکرکیله څخه به په کلکه ډډه کوي .دغونډي ګډونوالووویل چی سوله یوازنۍ د حل لاره ده چی د سیمي ټولنیزي ستونزي هواروی .
دوي وویل چی دادهرانسان اسلامي دنده ده چی پدغه لاره کی هلي ځلي وکړی. ددوي په خبره چی خدای (ج) سوله خوښوی اودسولي طرف داره دي .
په غونډه کی دزابل والي محمد اشرف ناصري دیادولسوالیودقومي سپین ږیروڅخه دمنني په ترځ کي غوښتنه وکړه چی پدغه برخه کی دي له دولت سره مرسته وکړي اودسولي به لاره کی دي جدي ګامونه پورته کړي .
ناصري وویل چی دسیمي دقومي سپین ږیروپه مرسته کیدای سی مروروکسان له دولت سره یوځاي سی.
والي دغه راز دولسوالیوله خلکووغوښتل چی په راتلونکي کی په خپلوځمکوکی کوکنارونه کري ځکه دنوموړي پریویناکوکناردسیمي ناامني زیاتوي.