Posts | Comments | E-mail /

د ایران او پاکستان سره ستراتیژیک تړون

Posted by on Jul 30th, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

عصمت الله سپیڅلی

افغانستان له تیرو 33 کلونو راهيسې تر بل هر چا زیات د ګاونډیو تر ګواښ لاندې دی.
کله، کله سړی فکر کوي، چې په افغانستان کې د سیاسي استقلال کلمه د طنز لپاره استعمالیږي.
ایران او پاکستان د افغانستان دوه داسې نابللي واكداران دي، چې په هره برخه کې باید ترې اجازه واخستل شي او خپلې بهرنۍ اړیکي هم د دوی په خوښه ټینګې کړي.
د امریکا تر راتګ وروسته، يو ځل بيا د دې دوو هیوادونو د مداخلې چانسونه هم ډېر شول. پاکستان خو له یوې خوا له امریکا سره څنګ په څنګ د القاعدې پر وړاندې جګړه توده وساتله او له بلې خوا یې په افغانستان کې له القاعدې سره څنګ په څنګ بلکې د هغوی تر شا له امریکا او له افغان حکومت سره جنګ تود وساته. له لومړۍ جګړې نه یې په میلیاردونه ډالر ترلاسه كړل او له دویمې جګړې نه يې هم مطلب دا و، چې د میلیاردونو ډالرو دغه باران همداسې په ورېدو وساتي او خپل دولتي بانکونه ډک کړي. ایران چې هم له لویه سره په خپل ګاونډ کې د امریکا په څېر یو لوی حریف نشي زغملی، په تېرو لسو کلونو کې په مسلسله توګه په دې هڅه کې و، چې د امریکا پر وړاندې په افغانستان کې ایجاد شوی مقاومت د افغانانو په سرونو لا پسې پیاوړی کړي او د خپل دښمن پر وړاندې خنډونه زیات کړي. ایران بله هڅه دا کوله، چې په ملي شورا کې ځینې وکیلان د امریکا پر ضد وپاروي او د ایران له دریځ نه دفاع وکړي. تر دې لویه هڅه یې دا وه، چې د افغانستان حکومت ته یې په کڅوړو کې د پيسو ډالۍ راولیږلې او دا ډالۍ د افغانستان د حکومت خولې ته پولادي كولپونه شول.

په تیر ژمي کې، چې ایران پر افغانانو خپل تېل د ټولو ترانزیتي اصولو پر خلاف بند کړل، نو په ښارونو او ولایتونو کې د ایران پر وړاندې مظاهرې وشوې، خو دولت اه قدرې هم ونه کړ. حتې په کابل کې د ایران سفیر خو د مظاهره کوونکو لیست هم وغوښت. احمدي نژاد په کابل کې په ښکاره توګه وویل، چې افغانستان یو اشغال شوی هیواد دی او کله، چې هم کوم ایرانی وزیر یا بل لوړپوړی چارواکی دلته راځي او یا افغان پلاوی هلته ورځي، نو په خبرو کې د افغانستان د حیثیت خیال نه ساتل کیږي. ولسمشر کرزی د بهرنیو ځواکونو د هرې نادودې پر وړاندې په دومره جدي لهجه غبرګون ښیي(چې باید ویې ښیي) خو کله چې خبرې سیاسي تاوتریخوالي ته ورسیږي، د خپلو ګاونډیانو پر وړاندې په نرمه لهجه او خوږو القابو غږیږي. که ایران افغانستان ته د امریکا مستعمره وایي، نو افغانان د ایران پټه سیاسي استعماري څیره هم ویني. که یو حکومت د یوه هیواد د حقو او ناحقو ویناوو، کړنو او ظلمونو پر وړاندې حتی اه قدرې هم له خولو نشي ايستلى، نو استعمار څه ته وایي؟ پاکستان هم هڅه کوي، چې افغانستان په یو داسې حال کې وساتي، چې تل د ده وجود ته احتیاج وي او د پاکستان د ګټو ساتونکی هیواد وي. پاکستان او ایران د افغاني حکومت په رګ، رګ کې دومره ننوتي دي، چې اوس به په ستراتیژیک تړون کې هم د دوی رضا شامله وي.

دا سمه ده، چې زموږ تړونونه باید زموږ د ګاونډیو په زیان نه وي، طبعا له امریکا سره نوی ستراتیژیک تړون هم یو استثنایي تړون نه دی، خو دوی ولې هڅې کوي، چې په دې تړون سره دلته د امنیت د خرابېدو تصور راپیدا کړي. د پاکستان او ایران له دې وړاندوینو معلومیږي، چې دوی به تر ستراتیژیک تړون ورسته ممکن د امریکا پر وړاندې خپله هغه پټه جګړه لا تېزه کړي، چې په تېرو لسو کلونو کې یې ګرمه ساتلې وه. خو سر له اوسه د امنیت د خرابېدو خبرې ځکه کوي، چې بیا هغه وخت خراب امنیت د امریکا پر وجود تاوان کړي او خپل منافقانه دریځونه پټ کړي. پوښتنه دا ده، چې که امریکا وه که نه وه، افغانستان د ایران او پاکستان له لاسه کله امنیت ته رسیدلی و؟ له دوى څخه یوه هیواد هم د شیعه سیاسي ډلو ټپلو په تمویل او تطمیع په افغانستان کې قومي، سیاسي او مذهبي جنګ ته لار هواروله او بل اړخ هم د اوو جنګي ګروپونو تر روزنې، جنګونې او استعمالونې وروسته افغانستان د طالبانو په لاس ورکړ، چې د امریکا اوسنی شتون په یوه حساب پخپله زموږ د ګاونډیانو د تیرو ناسمو ستراتیژیو ډالۍ ده. که دوی په افغانستان کې جنګي ډلې ټپلې نه رامنځته کولی او د یوه سوله ییز اوپياوړي افغانستان شتون يې د ځان پروړاندې خطر نه ګڼلى، نو نه به د اتیایمو او نویمو کلونو فاجعې راتلاى او نه به بهرني ځواكونه.

که طالبان د دوی په لاس کې نه لوبیدای او د افغانستان له شرایطو سره سم تللي وای، نو امریکا دلته څه کول؟. که کومه ډالۍ موږ ته د ګاونډیو د غلطو ستراتیژیو په پایله کې رارسیدلې او دوی اوس ورسره سیاسي الرژي لري، په دې کې زموږ څه ګناه ده؟ دوی که همدا اوس هم د افغانستان په اړه خپل دریځونه انساني او بدل کړي، افغانستان د سولې او پرمختګ بهیر ته داخلېدای شي او بیا افغانان پخپله هم پوهیږي، چې له چا سره دې تړونونه وکړي او له چا سره نه. که د ایران او پاکستان د ستراتیژیو په تنورونو کې دېرش کاله پاخه شوي افغانان بل چاته هم د مرستې کولو غږ نشي کولی، نو موږ تر څومره ژور او د چا تر استعمار لاندې يوو؟ د افغانستان د ستراتیژیک تړون په اړه د ښو او بدو پایلو خبرې باید یوازې پخپله افغانان وکړي، دا نه د ایران د خارجه وزارت دنده ده او نه د ګیلاني او زرداري. موږ له چانه پوښتنه ونه کړه، چې له چین سره، له روس سره او له … سره اړیکي زموږ په برخلیک کې د کوم باب پرانستنه کوي، خو موږ که ساه هم اخلو باید له دوی نه وپوښتو، چې عالیجناب او عالیقدر! ستاسو خوښه ده؟ له امریکا سره د اړیکو یوه موخه د ګاونډیو له جغ نه د خلاصون هڅه ده، نه د نورو د سیاسي استقلال لپاره د خطر پیښونې هڅه.

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “د ایران او پاکستان سره ستراتیژیک تړون”

  1. Vote -1 Vote +1احمد says:

    ډیر په ځای څیړنه دی
    افغانان د امریکی متحده ایالتونو د دوستی ارزښت لری او دا اړیکی به د ایران او پاکستان لاس لنډ کړی
    کرزی باید توجه وګړی چی ګاونډیان د افغانانو دوست نه دی

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • غوث زلمی کیست؟
    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان