Posts | Comments | E-mail /

د افغانستان او امریکا ستراتیژیکې اړیکې به د یوې اعلامیې پر بنسټ تنظیم شي

Posted by on Jul 28th, 2011 and filed under افغانستان در آیینهء مطبوعات جهان, تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

رحمت اله روان

په کابل کې د امریکا سفیر راین کراکر له افغان حکومت سره د ستراتیژیک تړون لاسلیکیدل رد کړي او ویلي یې دي، چې تړون باید د امریکا د کانګرېس لخوا تصویب شي، خو اجرايي اعلامیه به یوازې د باراک اوباما له لوري لاسلیک شي او د کانګرېس رایې ته اړتیا نه لري په همدی اساس له افغانستان سره د امریکا ستراتیژیکې اړیکې به د یوې اعلامیې له مخې تنظیم شي نه د تړون.

په عین حال کی افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، دی به هغه مهال له امریکا سره د اوږدمهاله ستراتیژیکو اړیکو تړون لاس لیک کړي، چې امریکا یې په دې اړه ټول شرايط ومني ،افغان ولسمشر کرزي چې د سه شنبی سهار یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله، د ستراتيژیک تړون په بدل کې یې امریکا ته ایښې شرايط داسې بیان کړل ،شرط دا دی، چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو خپل سري بنده شي،بل شرط دا دی، چې نړیوال ځواکونه باید قانونمند شي،بل شرط دا دی، چې دوی باید د شپې د خلکو کورونو ته ولاړ نه شي، بندي خانې باید ونه لري، تراوسه موږ په دی اړه توافق ته نه یو رسیدلي، نو ډاډه اوسۍ تر څو چې زموږ دا شرايط نه وی منل شوي نو دا تړون به هم ونه شي.″

دافغانستان ولسمشر ویادی غونډی ته په خپلو خبرو کی  دا هم ویلی دی چی امریکا د افغانستان له حکومت سره په خبرو بوخت دی چې له ۲۰۱۴ کال وروسته، چې ناټو او امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو حربي رول پای ته رسوي، په دې هیواد کې د امریکا اوږدمهال رول ته تعریف پیدا کړي ،تر اوسه پوري سمه څرګنده نه ده چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو په تړون کې، چې خبرې پرې لا روانې دي، په افغانستان کې د امریکا د دایمي اډو مسله هم شامله ده او کنه ده،د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي و چې یوازې هغه وخت په افغانستان کې د امریکا دایمي اډې ممکنې دي چې په افغانستان کې سوله راوستل شي

دا ريښتیا دي، چې نړیوال ځواکونه لا هم د ملکي مرګ ژوبلې سبب کیږي او ولسمشر کرزی حق لري او دنده یې ده، چې د داسې بریدونو او د شپې له خوا د عملیاتو چې ولسي خلک په کې دردیږي مخه ونیسي او پرې په غوسه شي،مخکی له دی  دافغانستان دملی امنیت دشورا سلا کار داکتر رنګین دادفر سپنتا هم په ولسی جرګه کی ویلی وو چی ددی تړون دلاسلیک لپاره هيځ دول تضمین نه دی ور کړل شوی ،داکتر رنګین دادفر سپنتا د امریکا د حکومت لخوا د افغان حکومت د یو شمېر وړاندیزونو له رد کیدو خبر ورکړی وو او ټینګار کوي، چې افغانستان نه غواړي له امریکا سره اجرایوي اعلامیه لاسلیک کړي

خو د افغانستان لپاره د امریکا نوي سفیر راین کروکر، چې نوی یې په کابل کې رسماً په کار پیل کړی دې، د افغانستان د غښتلیو ګاونډیانو د اندېښنې په ځواب کې وویل چې امریکا په افغانستان کې د اډو د جوړولو نیت نه لري او نه له دې مسلې سره دلچسپي لري ،ده وویل:موږ به دلته تر هغو پاتې شو چې اړتیا وي او هره ورځ چې مو اړتیا پوره شوه، یوه اضافي ورځ به هم پاتې نه شو ، د امریکا سفیر  کروکردا هم ویلی دي چې متحد ایالتونه هیڅ پټه اجنډا نه لري.«موږ له افغانستان څخه په نورو هیوادونو کې د نفوذ لپاره نه کوم پلان لرو او نه کومه علاقه.په افغانستان کې زموږ یوازینۍ دلچسپي دا ده چې په دغه هیواد کې سوله او ثبات راولو او همداراز دا تضمین ترلاسه کړو چې دا هیواد به بیا د سخت دریځو پر ځالې نه بدلیږيپه همدا راز دځینو معتبرو مطبوعاتی سرچینو درا پورونو پر اساس په کابل کې دامريکاسفيررايان کروکرویلی دې چې هیواديې لکه چې وېل کیږي،افغانستان سره دستراتیژيکواړيکو دتړون په هڅه کې نه ،بلکې داغواړي چې ديوې اعلاميې دلا سلیکولو پر سر هوکی ته ورسیږې امريکايي سفيرله ستراتیژيک تړون نه اعلاميې ته له افغانستان سره دزياتيدونکو اړيکودهڅې دراکمیدولامل داښودلى چې اعلاميه دتړون په پرتله په اسانه لاسليک کېداى شي،يانې يوازې ولسمشريې مني اودملي شورا يانورو ولسي سرچينورايه اوملاتړاخیستل پکې اړين نه دي ،سفيرويلي چې هیواديې غواړي په دې اعلاميه کې پرښوونيز،اقتصادي،سوداګريز،علمي اوتکنالوژيکي يووالي ټينګارشوى وي

پخواويل شوي ووچې امريکاغواړي ديوه ستراتیژيک تړون په لاسليکولو سره افغانستان کې دايمي پوځي ادې وغواړي،خوامريکايي سفيرويلي چې داغوښتنه امريکايي چارواکونه کله کړې اونه يې اوس دکولو نيت لري.

خوسفيرکروکرداهم ويلي چې تردوه زره څوارلسم زېږديز کال وروسته کېداى شي داړتياله مخې د دواړو لورو ترمنځ يوامنيتي تړون لاسليک شي.

ګومان کیږي چې امريکا اوس هم پرخپل مخکنی نیت  چی په افغانستان کی دنظامی اډو دستراتیژیک تړون دلاسلیک په اړه وو  ولاړه وی،خوپه افغانستان کې دننه دپارلمان اويوشمیر نورو کړيوخلکوسره دګاونډيوهېوادونو هغه خبرې چې ددې تړون دردولو لپاره يې دشتوالي خبره کیږي،د دې نيت دپټ ساتلو لامل شوې به وي ، دا څکه چی افغانستان د ګاونډي هيوادونو پاکستان او ايران سره هم پيچلي اړيکي لري. او دغه هيواد د خپلو هيوادونو له پاره د خطر په توګه په ګوته کوي او په سيمه کي د امريکا د متحده ايالاتو د نفوذ څخه ويريږي. د بل طرفه روسيه او چين هم په سيمه کي د امريکا د متحده ايالاتو شتون انديښمن کړي دې،د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې افغانستان ډېر توسعه طلبه ګاونډیان لري او له پاکستان او ایران سره یې اړیکې دومره پېچلي دي چې هر یو افغانستان د خپلو ګټو او امنیت لپاره حیاتي بولي ،دافغانستان دګاونډیانو دتشویش درفع کیدو په منظورد افغانستان له پاره د امريکا د متحده ايالاتو نوي سفير ويلي، چي هيواد يې په افغانستان کي دايمي پوځي اډو ته کومه ليواليتا نه لري او هيڅ کله دا نه غواړي چي په نورو هيوادونو کي د نفوذ په خاطر ددغه هیواد خاوره استعمال کړي ،هغه زياته کړي: په افغانستان کي زموږ دلچسپي په دې کي ده، چي په افغانستان کي امنيت او ثبات رامنځ ته سي او د دې خبري تر يقيني کولو وروسته چي افغانستان به نور د نړيوالو ترهګرو له پاره  خوند ځاي نه وي امریکایان به په افغانستان کی نوره یوه شپه هم تیره نه کړې

په کابل کي د امريکا د متحده ايالاتو نوي سفير، د افغان ولسمشر، حامد کرزي، ستاينه کړې او ويلي يې چي، هغه يو ډير زړه ور سړی دي چي، د نړۍ تر ټولو سخته دنده يې په غاړه ده ، داچی کروکر به دولسمشر حامد کرزی سره خپلی اړیکی څنګه وساتی هغه ویلی دی چی ،زه په 2002 کال کي يوازي د درو مياشتو له پاره په افغانستان کي وم، او ډير واري مي د کرزي سره خبري کړي. زه کرزي ته ډير احترام لري، هغه يو ډير متعهد او زړه ور انسان دی. هغه د افغانستان په اړه فکر کوي ،کروکر ويلي چي هغه به د کرزي احترام وساتي، ځکه چي کرزی په نړۍ کي يو ډيره سخته دنده په غاړه لري. هغه زياته کړې، چي دی فکر کوي، چي کرزی د امريکا د ملاتړ ارزښت لري، افغان ولسمشر د متحده ايالاتو د پياوړي ملاتړ څخه برخمند هم دی.

پای

 

 

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    بانک روسیه 'حسابهای کارمندان سفارت ایران را مسدود می کند

    March 2nd, 2012

    مسکو:- سفیر ایران در روسیه گفته است که بانک محل نگهداری �[...]

    په خوست کې شاوخوا پنځه ميليونه نيالګي اېښودل کېږي

    March 2nd, 2012

    خوست ښار : د خوست ولايت په بېلابېلو سيمو کې شاوخوا پنځه �[...]

    دملي دفاع وزیردتیښتې نوښت دناټودمشرانو هم خوښ شو

    March 2nd, 2012

    لیکوال: ابراهیم نعیمی زمادلاندې لیکنې ددوهمې برخې بڼه [...]

    ته ولې خفه يې؟!

    March 2nd, 2012

    لنډه کيسه           رفيع الله روشن نن يې دخبرو پيل په �[...]

    اسير شوى قلم

    March 2nd, 2012

    ادبي ټوټه::::رفيع الله روشن دورځې نهه بجې وې چې دڅلورو د�[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars