Posts | Comments | E-mail /

زموږ په کلي کې شر مه جوړوئ

Posted by on Jul 26th, 2011 and filed under افغانستان چا ړنګ کړ؟, تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

مسلم خروټی

نن د ښرنې په بازار کې د یوه دوکان تر مخ ډله خلک ولاړ وو، زه هم ورغلم او په خلکو کې مي ځان سره ځای کړ ، ور وړاندي شوم ،په دیوال کاغد لګیدلی وه . دا هغه پریکړه لیک وه چې د پکتیکا ولایت د یحیی خیلو د ولسوالي مشرانو د قومندان تندر په نوم د کوم سړي تر مشرۍ لاندي لیکلی  وه. د دې پریکړه لیک په سر کې لیکلې وه چې طالبان دي نور د خدای په خاطر زمونږ په ولسوالي او کلي کې له جهاد نه تیر شي، ورپسې لیکلې وه چې دا جهاد یوازي په یحیی خیلو کې نه دی که جهاد کوئ ، لږ مخته ورتیر شئ ، پریکړه لیک زیاتوي چې زمونږ ماشومان ،سپين ږیري ستاسو له لاسه په شهادت ورسیدل او له یو شمیر نورو مشکلاتو سره هم مخ یو.   د پریکړې له مخې که له دې نه پس هر چا د طالبانو سره همکاري وکړه نو کور به یې ړنګیږي او دی به له دې ځایه ګاونډي هیواد پاکستان ته شړي، او همدا راز که هر څوک له طالبانو سره د جاسوسي په طور ونیول شو نو هغه به پنځوس زره افغانئ جریمه ورکوي او که د چا کور ته نزدې په پولیسو یا ملي اردو برید وشو نو د هغه کور به سوځول کیږي. د دې پریکړه لیک په اخر کې یې یو په زړه پوري قول راخیستی وه چې د بې غیرتي له سلو کالو نه د غیرت یوه ورځ هم غوره ده.

د یادولو ده چې یحیی خیل ولسوالي  په پکتیکا کې اول نمبر خطرناکه ولسوالي ده ، او  هر ماډل وسله وال طالبان شته په کې. تقریبا یو دوه میاشتي وړاندي په پکتیکا کې د ملي امنیت یو تکړه مرستیال ، ګړندی د یحیی خیلو په ولسوالي کې د وسله والو له خوا د ولسوالي تر مخ ووژل شو.له دې نه پرته هره ورځ هلته ډزه ډوزه وي .

د یحیی خیلو د مشرانو دا پریکړه لیک رښتیا دی که دروغ خو زه چې دلته په پکتیکا کې د طالبانو ناکردو ته ګورم نو یوه ورځ به ټول خلک دې ته اړ شي چې د دوۍ په ضد به پاڅون وکړي او له خپلو سیمو به یې وشړي،هغه د فارسي بانو خبر ده چې تنګ امدم ،جنګ امدم .د بیلګې په توګه په دې نزدې ورځو کې زه په پکتیکا کې د طالبانو د یو څو کارنامو !!! ذکر کوم.

۱ : هره ورځ وسله وال طالبان د ارګون او ښرنې تر منځ په لوی سړک کې ولاړ وي او په چا یې چې شک راځي له ځانه سره یې وړي او سو ورخي پس یې مړی په لوی سړک غورځوي.

۲: اونۍ وړاندې د زیړوک د ولسوالي دوه غبرګ وروڼه یوازي په دې خبره وژل شوي چې یو سپین ږیری پلار یې په کومه دولتي اداره کې دنده لرله.

۳: راشه بله واوره اوس طالبانو په مشرانو پسې راخیستې ، هغه مشران چې په محلي شوراګانو کې دندي لري ،د طالبانو له خوا تهدید کیږي او په دې وروستیو کې یې د ارګون د شورا دوه مشران له تښتولو وروسته په شهادت ورسول.

۴: خدای مې دي غاړي نه بندوي دوه ورځي مخکې د کټواز په لوی سړک یو موټروان چې د کوم شخصي شرکت  سره یې کار کاوه ، د سهار له خوا په وواژه او واړه ماشومان یې یتیمان پاتې شول.

۵: شاوخوا یوه نیمه میاشت کیږي چې وسله والو طالبانو د پکتیکا په ځینو سیمو کې تیلیفوني شبکې تړلې، دوۍ یې ښه ویني چې دولت ته هیڅ تاوان نه دی رسیدلی بلکه خلک له بلا مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي او چیغي وهي چې دا موبایلي راته خلاصي کړئ،خو طالب ته خبري کول اوښ ته ډول وهل دي.

دا او دې ته ورته په لسونو داسي پیښې شوې او تکراریږي، نو تاسي قضاوت وکړئ چې دا خلک ملامت دي. دوۍ څه وکړي چې له یوې خوا د فاسد دولت او بهرنیو له لاسه ځورول کیږي او له بلي خوا طالب پسې راخیستې او تر ستوني یې خلک راوستي.

په اخر کې له ټولو هغو ډلو غوښتنه کوم چې په دې کړیدلي او مظلوم اولس لږ رحم وکړي، دا په قراره پریږدئ، دا په نړۍ کې تر ټولو ښه او ساده مسلمانان دي، کني هغه وخت لري نه دی چې دا قهرمان خلک درپسې راجګ شي او دا ځای او غرونه هم درباندي ودروي.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • هشدار های طالبان را بطور جدی تحت بررسی داریم: سخنگوی ریاست جمهوری مصر
    • عمر داوودزى راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته کانديد دى
    • مصر
    • دستگیری چند تن از افغان ها به اتهام سهم گیری در مظاهرات اخیر مصر: خبر عاجل
    • برادر ایمن الظواهر در قاهره دستگیر شد
    • هند از باز داشت یک تروریست خطرناک خبر داد
    • خلیل: افراد حکیم شجاعی، مردم را در ارزگان لت و کوب کردند
    • پسر رهبر اخوان المسلمین مصر در مظاهرات کشته شد
    • طالبان نیز خشونت های اخیر مصر را تقبیح کردند
    • حامد کرزی با وارث شهدای حادثه اخیر انفجار ماین در ولسوالی شینوار ولایت ننگرهار، اظهار همدردی کرد