کندوز(پژواک):د کندوز د والي مرستيال د سړک د غاړي ماين له يوې چاودنې روغ ووت، خو دوه ساتونکي يې ټپيان شول.
د کندوز ولايت د خان اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل صوفي حبيب ددې مطلب په څرګندولو سره د يوې ټیلیفوني اړيکې په ترڅ کې پژواک ته وويل،چې نن له غرمې مخکې په شاوخواه ١١بجو کله چې د کندوز د والي مرستيال حميدالله دانشي موټرله خان اباد ولسوالۍ څخه د کندوز ښار پر لور روان و، د سړک د غاړي پر ماين ور برابر شو،چې د والي مرستيال روغ ترې وتلى، خو دوه ساتونکي يې ټپيان شوي دي.
حبيب د ياد شوي ماين د ځاى پرځاى کيدو موخه د والي مرستيال په ګوته او زياته يې کړه،چې دا ماين له لرې ځايه کنټروليده ، چې د دولت د وسلوالو مخالفينو له لوري ځاى پرځاى شوى و.
د سيمې اوسېدونکي او هټۍ وال نصرت الله پژواک ته وويل: ((يو رېنجر موټر مې وليد،چې له خان اباد ولسوالۍ څخه د کندوز ښار پر لور روان و،کله چې موټر له ماين څخه تیر شو ، نو چاودنه رامنځته شوه او دوه پوليس، چې د موټر په شا کې ناست و،ټپيان شول.))
د خان اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان څرګنده کړه،چې تیرماښام د (چنګاښ په ٣٠مه)د ده موټر هم د خان اباد ولسوالۍ په چهار سرکه سيمه کې د سړک د غاړې پريوه ماين وخوت ، چې د چاودنې له امله يې دوه پوليس ټپيان شول.