Posts | Comments | E-mail /

د احمدولي کرزي دشهادت له امله د مارشال محمدقسيم فهيم د خواشینۍ پيغام

Posted by on Jul 12th, 2011 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د جمهوري رياست لومړى مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم  د احمد ولی کرزی د شهادت له امله خواشینۍ څرګنده ګړی او په یوه پیغام کې وایی:

په ژورې خواشيني سره مې خبرترلاسه کړ چې دهيواد مجاهد ، مخور او سياسي شخصيت ، دکندهار دولايتي شورا رييس اودافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي ورور احمدولي کرزي نن له غرمې مخکې دافغانستان دخلکو ددښمنانو له خوا ديو تروريستي بريد له امله په کندهار ښارکې په خپل کورکې شهيد کړي شو .

انالله وانااليه راجعون

له دې امله دخپل ژور خپګان مراتب جمهوررييس ،دشهيد احمدولي کرزي دکورنۍ نورو غړو اودکندهار ټولو خلکو ته څرگندوم اودلوى خداى ج له دربارڅخه ارواښاد ته دمغفرت اوکورنۍ اودوستانو ته يې دجميل صبر اوزيات استقامت هيله کوم. په کندهار ښارکې نننۍ پيښه ښيې چې زموږ دخلکو دسولې او ارامي دښمنان هره ورځ په نويو جنايتونو لاس پوري کوي.

احمدولي کرزي په کندهار ښارکې دمهمو جهادي اومخورو څيرو څخه و چې په دغه ولايت کې دحکومت دستنو دپياوړتيا په لاره کې نه ستړي کېدونکې هڅې کړي دي. زه په داسې حال کې چې دغه ناځوانمردانه عمل په کلکه غندم ډاډلرم چې داحمدولي کرزي شهادت به زموږ په هيواد کې دسولې او ارامي دزميني په برابرولو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دهڅو خنډ نه شي . دافغانستان زړور خلکو په وروستيو ورځو کې دجنرال مولانا سيدخيلي ، شهيدجنرال خان محمد، شهيد جنرال داود داود اوشهيد جنرال شاه جهان نوري په شان خپل صديق بچېان دهيواد ددفاع په لاره کې نذرانه کړل.

دافغانستانه دخلکو دښمنان دې په دې پوه شي ددغه هيواد دهر زړور بچۍ په شهادت سره دهيواد ددفاع اودافغانستان دقسم خوړولو دښمنانو ددسيسو او توطيو په وړاندې په مبارزه کې دافغانستان دخلکو عزم اوټينګه اراده لاپسي پياوړي کېږي. يوځل بيا دمجاهد ورور شهيد احمدولي کرزي کورنۍ ته دډاډګيرنې او خواخوږي مراتب څرګندوم.

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “د احمدولي کرزي دشهادت له امله د مارشال محمدقسيم فهيم د خواشینۍ پيغام”

  1. -2 Vote -1 Vote +1حیدری says:

    خوانندګان محترم سلام
    افغانهااز چهره های شناخته شده جنایتکار وجاسوس به ستوه امده به امیدروز است که از وحشت انها نجات پیدا کند ازجا سو سی روس امریکا هند باکستان ایران و اسرییل ګر فته حلقه های غلامی انها را به ګردن انداخته درخدمت شان است به هر شکل که این سران شورای نظار جمعیت وحدت وګلم جم ازبین برود به نفع ملت مظلوم بوده و انګاه ملت نفس ارام خواهد کشید

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • “استاده ستا حافظه خرابه شوې که نظریه؟”
    • دکورنيو چارو وزير ديولوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دخوست ولايت څخه ليدنه وکړه
    • افغانستان پاکستان را شکست داد
    • دکورنيو چارو وزير:په خوست کې ښې رهبرۍ او ولسي همکاري امنيتي حالت ډاډمن کړى دى
    • -جبهه جدید تحت نام”اعتماد ملی افغانستان” اعلام موجودیت کرد
    • احتمال آزاد شدن حسنی مبارک ظرف ۴۸ ساعت آینده
    • نواز شریف خواستار آغاز مذاکرات رسمی با شورشیان طالبان شد
    • باشندگان چهار ولسوالی ننگرهار مجبور به ترک خانه های خود شده اند
    • عصر درخشان امانی، درسی برای نسل امروز افغانستان
    • بار دیگر کشتی ۱۰۵ نفری مهاجرین غیر قانونی در آب های استرالیا غرق شد