Posts | Comments | E-mail /

د احمد ولی کرزی د شهادت په اړه د کندهار والي او امنيه قومندان د خبرې غونډې تفصیل

Posted by on Jul 12th, 2011 and filed under تحلیل, خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کندهار ښار:-  د خبرې غوندې په پیل کې  د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي وویل (( لکه څنګه چي خبرياست کندهار نن د يوې بلي نه هیرېدونکي او ډيري لويې غميزي شاهد دى او ټول کندهاريان د غم پر ټغر ناست دي.

د کندهار د ولايتي شورا رئیس او د کندهار لپاره يو لوى دېوال او پايه نن په خپل کور کي په شهادت ورسیدى انا لله و انا اليه راجعون ، د هغه شتون د کندهار لپاره ډېر مهم او حياتي وو.

شهيد احمد ولي خان کرزى که څه هم په عمر کم خو د زياتي او قوي تجربې خاوند وو او په شهادت يې نه يوازي د هغه کورنۍ بلکه د کندهار ټول ولس خوابدي دي او دا غم د ټولو ګډ غم دى او د هغه شهادت ډېره لويه او نه جبرانیدونکې ضايعه ده .

زه د کندهار د ولس او ټولو پوځي او دولتي منصوبينو په استازيتوب د هغه شهادت په کلکو ټکو غندم او کورنۍ او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوم.

امنيتي ځواکونو له پيښي وروسته تحقيقات پيل کړي او يو شمېر کسان نيول سوي چي تر پلټنو وروسته به معلومه سي چي څوک ګهنګاره او بې ګناه دي او هغه کسانو ته چي د پلټنو په پايله کي به مجرم ثابت سي ورته د سختي سزا غوښتنه کوم.

زموږ تحقيقات دوام لري او د تحقيقاتو وروسته به معلومه سي چي دا کومه شخصي پیښه ده او که تر شايې بهرني لاسونه هم سته دي.

زه د کندهار د خلکو په استازيتوب د افغانستان جلالتماب ولسمشر او د هغه د کورنۍ نورو ټولو درنو غړو ته خپل د تسليت مراتب وړاندي کوم او د باري تعالى له دربار څخه هيله کوم چي د شهيد احمدولي خان د کورنۍ غړو او د کندهار ټولو خلکو ته د هغه د غم د جبران صبر او حوصله ورکړي.

هغه که څه هم د حکومتي ادارې يو غړى نه وو او د خلکو استازى وو خو په څنګ کي يې د کندهار د امنيت او سوکالۍ لپاره بې ساري هڅي او کوښښونه کړي او همېشه يې د کندهاريانو سره په ټولو برخو کي نه هېرېدونکي مرستي کړي دي.

هغه کس چي ننۍ پیښه يې رامنځ ته کړې له کلونو راپدېخوا د شهيد احمدولي خان کرزي سره ډيري نژدې اړيکي درلودې او د يو زيات شمیر امنيتي پوستو واک يې په لاس کي درلود او هيڅ چا هم ددې خبري تصور نه سو کولاى ځکه چي هغه ددوى د نمک خور او د سترخان سړى وو.

د کندهار امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرازق:  شهيد احمدولي خان کرزى ددې ترڅنګ چي د کندهار ولايتي شورا رئېس وو يو قومي مشر هم  وو او ددې سيمي د خلکو لپاره يې کار کاوه، د کندهار خلک بايد حوصله وکړي چي دا غم وزغمي ځکه زموږ د خلکو او خاوري دښمنان تل هڅه کوي څو مخور اوخدمتګاران را په نښه کړي او راته يې ووژني چي يوه لويه غميزه ده.

هغه کس چي احمدولي خان کرزى يې شهيد کړ د هغه د نورو ساتونکو لخوا وژل سوى او لا هم پیښه تر څیړني او پلټني لاندي ده څو بشپړ او وروستي جزيات يې پيدا سي.

پوښتني:

شمشاد تلويزون:  والي صاحب ويل کيږي چي ولسمشر کرزى به کندهار ته راځي تاسو په دې اړه څه واياست؟

والي: احمدولي خان کرزى په رشتيا سره هم يو مخورو او ډېر مهم سړى وو او ښايې د جنازې په مراسمو کي ډېر عالي رتبه او مهم کسان برخه واخلي او د ولسمشر په اړه به ووايم چي ښايې هغه راسي ځکه د کورنۍ يو غړى يې دى او يا هم ښايې رانه سي خو تر اوسه دقيق راته نه دى معلوم.

هيواد تلويزون: والي صاحب ويل کيږي دغه کس چي پر احمد ولي کرزي يې بريد کړى عصبي ناروغې لرل پدې اړه ستاسو معلومات څه دي؟

والي: ښايې دغه کس چي پر ده يې ډزي کړي عصبي ناروغې لرل او يا به يې ښايې نه لرل خو موږ تر اوسه نه سو ويلاى ځکه چي لا هم تحقيقات روان دي او دغه چاره به ښايې د عدلي طب تر څېړنو وروسته وښودل سي.

اشنا راډيو : محترم والي صاحب! څه فکر کوئ چي د هغه مړينه د کندهار لپاره څومره خلا ايجادوي ؟

والي: پدې کي هيڅ شک نسته چي دهغه شهادت د کندهار لپاره يوه لويه ضايعه ده ځکه هغه د خپلي ملکي وظيفې ترڅنګ د امنيت لپاره هم کار کاوه خو زموږ امنيتي ارګانونه هم په نهايت ښه دريځ کي دي او زه مطمئن يم چي امنيتي ارګانونه به نور ډېر ګامونه اوچت کړي څو په کندهار کي امنيت له اوس څخه هم ښه سي.

هغه کسان چي دده سره يې نژدې کار کاوه اوس به د امنيتي ارګانونو سره په گډه کار کوي ترڅو د هغه خلا حس نه سي.

تاسي خبرياست چي دا کوم ډول امنيتي پېښه نه ده او ددې څرګندويې نه کوي چي ګواکي امنيتي ارګانونه کمزوري دي ‎، دا کوم ډول امنيتي پیښه نه وه او څېړني رواني دي چي اصلي علت يې معلوم سي.

جنرال رازق: هغه کس چي د ولايتي شورا رئېس په شهادت رسولى دده نژدې ملګرى دى او له تېرو ٧ کلونو راپدېخوا د احمدولي خان کرزي سره وو او د يو زيات شمیر امنيتي پوستو مشر هم وو او هيڅ چا ددې ډول يوه شوم عمل فکر هم نه سواى کولاى، ددغه کس ملګري نيول سوي او تر پلټنو لاندي دي او نوموړي کس کوم ډول جدي عصبي ناروغي نه لرل او په دې پیښه کي هم حتماً ډېر لوى لاسونه دي او بهرنۍ کړۍ پکښي ښکيلي دي.

 

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “د احمد ولی کرزی د شهادت په اړه د کندهار والي او امنيه قومندان د خبرې غونډې تفصیل”

  1. Vote -1 Vote +1Aria Amin says:

    مرحوم شهید احمد ولی کرزی یکی از مهربان و مردم پرست ترین مرد طول تاریخ افغانستان . فقط از حق مردم دفاع میکرد ، و همه این الزامات که بالای مرحوم بود بکلی دروغ است . من امروز درباره مرحوم یک فلم دوکومنتری را دیدم و باورم شد که این آغای مرحوم چی رقم شخصثیت بود . البته همه نمیدانند فامیل محترم کرزی از یک طبقه فامیل بیسیار محترم هستند که سالهسال در سیاست افغانستان رول مهم و مفید داشتند
    ګرانه او محترم رییس صاحب جمهور او ګرانه محمود کرزی وروره تاسو ته اول د مرحوم شهید احمد ولی کرزی شهادت مبارکی وایم . او شهید هیڅ کله مړ نوی هغه تر تل ژوندی دی . ستاسو کورنی ته ددی غم زغمولو د خدای ج نه غواړم .ټول افغانستان پر تاسو ویاړ

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • نگران برگزاری لویه جرگه نباشید: کرزی
    • در یک عملیات مشترک ، سه طالب مسلح بشمول ولسوال نام نهاد طالبان بهلاکت رسیدند
    • افراد مسلح در ولایت بغلان؛ چهار عضوی یک فامیل را هدف گلوله قرار دادند
    • محلي پولیس که حزبي داړه مار
    • دحرمينوهندار دحج يونليک اوه شپیتمه برخه
    • په خوست کې دښاري نظم پاکۍ او چاپيريال ساتنې عمومي کمپاين پيل شو
    • پاکستان بايددرعمل نقش بازى نمايد تا زمينه گفتگوهاى بين الافغانى مساعد شود
    • کشته شدن ۲ تن از نیروهای خارجی در شرق افغانستان
    • جعل کاری صدها میلیون دالری غضنفر گروپ در همکاری با وزارت تجارت و صنایع
    • تحریک طالبان کاملاً بی اختیار است و این بی اختیاری در موضوع قطر به وضاحت به مشاهده رسید: کرزی