Posts | Comments | E-mail /

د خلک دموکراتیک ګوند ظالمانه واکمنۍ :دوولسمه برخه

Posted by on Jul 11th, 2011 and filed under افغانستان چا ړنګ کړ؟, تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

امان الله عمر

د افغانستان میړنی خلک په کلونو کلونو د ظالمانه چلند ښکار شوی دی، او د پرمختګ او پراختیا څخه وروسته پاتی شوی، نو افغانان د ترقی او پرمختګ په هیله ول، او  دا  خلک ترقی غوښتونکی خلک دی، مګر په خوایشنۍ سره افغانانو ته په ریښتني ډول کوم ډله او یا شخص خدمت نه دی کړی، او د افغانستان وګړو پر وړاندې ډیر ظالمانه چلند شویُ او د خلک دیموکراتیک ګوند د واکمنۍ او نورو عواملو په وجه، دا اوس افغانان د کړاونو سره  مخامخ دی،  او په دی درشل کی د کارمل – پرچم ډله د افغانستان د ټولو پرګنو د درد او  د مصبیت لامل وګرځیدو، او هغه څه چی شتون درلود، هغه یی هم د خاوری سره برابر کړو،وروسته پاتی والی، د سواد نه شتون، جکړه، وژنه ټول او ټول د همدوی د اعمالو  له امله ګڼل کیږی.

د کارمل – پرچم ډله د واکمنۍ په دوران کی د خواریکښانو او د ټول ملت تاریخی عنعنات، فرهنګی ځانګړتیاوو، مذهبی مناسکو ته دوی درناوی ونکړو، او د یو پردی او ظالم رژیم په بڼه د افغانانو پر وړاندی ښکاره او استعمال کړی شول.

د افغانی ارزښتونو لکه د استقلال او ځمکنی بشپړتیا څخه د دفاع نه، دوی عاجز وه، ځکه دوی په خپله استقلال نه درلود او هر څه د شورویانو په لاس کی وو.دا چی افغانستان د ازادی څخه محروم شوی وو، ددی سره جوخت دوی هم د شخصی ازادی څخه برخمن نه ول. دوی ملی موخی نه درلود، استقلایت او ملی ګټی د دوی په کاری اجندا کی شامل نه وه.نو په همدی وجه دوی ونشو کړی، د منورینو او روښنفکرانو  ملاتړ تر لاسه کړی، حتی دوی په خپلو کی سره متحد نه ول، نو دوی د مترقی او ملی کسانو پر ضد د زور څخه کار واخیست او ډیری روښنفکران یی اعدام کړي. ببرک کارمل او پرچم ډلې په افغانستان کی د اجتماعی او اقتصادی بدلون څخه خبری کولی، هغه کوم اصلاحات چی د ارضی او د اوبه د تنظیم تر نامه لاندی دوی تر سره کړهُ، په حقیقت کی هغه کوم بندونه چی د خلکو پر مټ جوړ شوی وو، هغه هم تخریب کړی شو. بڼوالی، مالدارۍ او کرهڼه  د کارمل او پرچم د  ډلی د غلط سیاست له وجه تخریب کړی شو.

د خلکو ملی اقتصاد او ملی فرهنګ د پرمختګ څخه وروسته پاتی شو، دوی کوښښ درلود، چی ملی فرهنګ او د افغانانو دود او رواج بدل کړی.دوی ونشو کړی اجتماعی او سیاسی ژوند دموکراتیزه کړی، د بیان ازادی، د تفکر او د سیاست ازادی اصلا د دوی  په مفکوره کی شتون نه درلود. د فردی او انسانی حقوق څخه د ملاتړ خبره اصلا مطرح نه وو، ځکه دوی خپله دا مساله نه مراعاتوله. په هغه سیاسی واکمنی کی، چی دموکراتیک ازادی وجود و نه لری، نو په هغه ټولنه کی د خلکو حقوق تر پښو لاندی کیږی، نو د دوی په دور کی دموکراتیکه ازادی  موجوده نه وه  او د خلکو روا غوښتنی او حقوق څخه د ملاتړ خبره اصلا د دوی په کاری اجندا کی شامله نه وه.نو ځکه ببرک کارمل او د پرچم ډله په افغانی ټولنه کی وګړنیز پایګاه نه درلودی، او د خلکو د تنفر او انزجار سره مخامخ ول.

د افغانستان خلک او روښنفکران په ازادنه ډول د هیواد په اقتصادی او حکومتی چاورو کی فعالانه ګډون نه درلود، او خلکو ته برخه نه ورکول کیدی. ببرک کارمل او د پرچم ډله د ( انتخابات ارګان های محلی قدرت و اداره دولت) تر نامه لاندی یوه جوړښت او تشکیل جوړ کړی وو، په حقیقت دا اداره د پرچم او د خلق د ډلو تر منځ د سیالی او اختلاف یوه څانګه وو، چی د کارمل د  ډلی لخوا د خلکو د اغوا او فریب په خاطر  د هغه چاری یی پرمخ وړل کیده

ببرک کارمل او د پرچم ډله د ( انتخابات ارګان های محلی قدرت و اداره دولت) تر نامه لاندی یوه جوړښت او تشکیل جوړ کړی وو، په حقیقت دا اداره د پرچم او د خلق د ډلو تر منځ د سیالی او اختلاف یوه څانګه وو، چی د کارمل د  ډلی لخوا د خلکو د اغوا او فریب په خاطر  د هغه چاری یی پرمخ وړل کیده.

مګر د افغانستان ټولو اتباعو ته په یوه سترګه نه کتل کیدی او دوی سره په خپلو کی ویشل شوی ول. دوی تبعیض او تمایز درلود، دوی د ټولنیزو ځانګړتیاوو پر وړاندی ودریدل او د ژبی، قوم، قبیله، جنس، مذهب ، محل او داسی ورته پدیدو څخه په استفاده د قومونو تر منځ د نفاق تخم وشنیدو، ځکه دوی شوروی ته ارزښت ورکول، نه  افغانیت ،انسانیت او اهلیت ته

نوربیا

 

 

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان
    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار
    • تا نابودی کامل کودتاگران به مبارزهٔ خود ادامه میدهیم:- رهبر اخوان المسلیمن مصر
    • توفان و عمامه
    • وقوع حمله انتحاری در نزدیک میدان هوایی قندهار