Posts | Comments | E-mail /

په افغانستان کې د امریکی د متحده ایالتونو د تل پاتی نظامی اډو د جوړیدو اړتیا : اوومه برخه

Posted by on Jul 12th, 2011 and filed under افغانستان چا ړنګ کړ؟, تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

امان الله عمر

د راتلونکی لوی جرګی د غړو د پاملرنی وړ.

په افغانستان کی اقتصادی، ټولنیز، سیاسی او نظامی او امنیتی ستونزی شتوالی، په نړیول کچه د پخوانی شوروی اتحاد ړنګیدل، د سیمی هیوادونو اوښتون او تغییر او په افغانستان کی یو نوی پرمختللی بدلون، ددی اړتیا  زیاتوی چی د هیواد روانو چاری ته نوی کتنه وشی او دا نوی کتنه د ملی ګټو پر بنسټ، د امریکی متحده ایالتونو د خلکو او مشرانو سره د تل پاتی دوستی له لارې افغانان کولای شی د نړی متمدنو هیوادونو په قطار کی ودریږی، په دی توګه د وروسته پاتی والی څخه به خلاصون پیدا کړو. د هیواد خلک او اولسونه باید دیته  وهڅیږی چی د امریکی متحده ایالتونو پر دوستی باید ټینګ باور پیدا کړی.

ایا افغانان د ایران، پاکستان او روسیی په موجودیت او ګاونډیتوب د پرمختیګ او یووالی مخ لیدی شی؟

ښکاره دی او تاریخ شاهد دی چی دا هیوادونه د افغانانو پراختیا او یووالی نه غواړی بلکې دا هیوادونه هوډ لری چې تل افغانستان د اور په لمبو کې وریت شي،  مګر اصلی پوښتنه دا ده چې  تر کومه به د نفاق، بیلتون،  وروسته پاتی والی، اسلامی بنسټ پالنی په ګور  کې راپاتی یوو؟

دا چی یو شمیر په غیر علمی ډول ګواکی ادعا کوی چی د امریکی متحده ایالتونو ملی ګټی ایجابوی چی افغانستان کی پاتی شی، اوس پوښتنه دادی چی ایا د امریکی متحده ایالتونو ګټی د افغانستان د ملی ګټو سره په ټکر کی واقع دی؟

په هیڅ وجه نه، بلکی د افغانستان ملی ګټی په کې تضمنیږی.

افغانانو ته پکار دی چی د هیواد ځمکنی بشپړتیا، ملی واکمنی، استقلال د هیواد سمسورتیا، پراختیا، ترقی، سوله، دموکراسۍ ، بیا جوړونی او د فساد په مقابل کی د ښو چارو او د ملی ګټو پر اساس په هره ممکنه برخه کی نه ستړی کیدونکی خدمتونه تر سره کړی، ځکه موږ  د تاریخ په دی احساسو شیبو کې قرار لرو او د هیواد د پرمختګ له پاره دا یوازنې ممکنه لاره ده. ددی نه پرته ایران، پاکستان او روسیه د افغانانو تر منځ دومره کار کړی او دا کار ددی لامل ګرځیدی شی چی ټول عمر د دوی تر اغیزی لاندی به ژوند تیروو او بله  چاره به  نلرو. دا هیوادونه نه دا چی اوس د امریکی متحده ایالتونو د راتګ په پلمه په افغانستان کې  لاسوهنی او مداخلی کوی، بلکی لا پخوا د دوی لاسوهنی او تحریکات جاری وو، چی امریکا په سیمه کی نه وو، هغه وخت څه پیښ شوی وو، چی دوی مداخلی کولی، دا چی یو شمیر په غیر علمی ډول وایی د امریکی متحده ایالتونو د پوځی اډو د جوړیدو سره به ګاونډیان مداخلی  لازیات کړی،  مګر پوښتنه دا ده چې  دا هیوادونه پخوا او اوس  چیرته ارام ناست دی؟

دوی څه چی زور او طاقت لری، په دی لس کلنه موده کی د امریکی پر وړاندی استعمال کړی دی، او اوس دوی ته څه نه دی پاتی، او دا هیوادونه په اوږد مهاله دوره کی ددی توانمندی نلری چی د امریکی پر وړاندی ودریږی او که چیرې مقابله هم کوی نو دا به ددې سبب شی چې په  د دوی اقتصادی او سیاسی نظام به په بشپړ ډول سره ړنګ شي. ځکه دوی د افغانستان په ټولو چارو کی مداخله کوی او خامخا مالی لګښت لری، او دوی په خاصه توګه په سیاسی برخه کی معامله ګری کوی او په دی برخه کې  د دوی اړیکی د افغانستان په دننه کی ټینګ دی. په داسی یوه ټولنه کی لکه افغانستان، د خلکو د مبارزی محور یوازی پر اسلامی بنسټ پالنی او د ګاونډیانو د ایدیالوژی پر ارزښتونو نه خلاصه کیږی، بلکی مونږ باید په کفیی او بنیادی اړخ باندی د افغانستان د ملی ګټی د پاره فکر وکړو، چی په کې کلتور، ټولنه، سیاست او قوی اقتصاد په کی متمرکز وی، او نه دا چی دا څیزونه وچ په وچ درک کړو..

زه غواړم او زیار باسم هغه څه ولیکم چی د افغانستان د ټولو وګړو د ګټو څخه نمایندګی او ملاتړ وکړی. هغه کومه سیاسی ګډوډی چی په هیواد کی د ګاونډیانو د لاسوهنی په وجه حاکمه شوی خپل هیوادوالو د ملی ګټی پر اساس او د افغانستان د مثبتو ارزښتونو په رڼا کی اوسنی سیاسی وضع ارزیابی او د ستونزو څخه د وتلو لاره روښانه کوم.  په دی ترڅ کې  د ټولو هغو هیوادوالو چی د افغانستان په دننه او بهر کی اوسیږی د افغانانو هیلی د دوی څخه دادی، چی په ټولنه کی د هغه سیاسی او معنوی  بهیر ملاتړ وکړی چې  د جهالت، ناپوهی، بی علمی او د اسلامی بنسټ پالنی مخه ډب کړی او ټولنی ته رڼا وروبخښی ،تر څو منفی پدیدې د ولس له غولی څخه  ټولې شی، چی افغانان وکولای شی نړیوال او د ډاډ وړ دوستان ولری
.په درنښت

نور بیا

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • مصری شهزاده او افغانه شهزادګۍ واده کوي
    • کشتار و حذف راه‌حل نیست
    • در خشونت های دیروزی مصر بیش از ۲۰۰ تن کشته شدند: الجزیره
    • آسمانخراشی که هر منزل آن ۳۶۰ درجه گردش می کند
    • بعضی از کشور های اسلامی از دین و جهاد در افغانستان استفادهٔ ابزاری می کنند: شیخ صبری
    • په مزار شريف ښار کې اورلګیدنې شاوخوا ٢٠٠هټۍ سوځولې
    • تحولات مصر از نظر آگاهان بحران مصر
    • توافق حزب اسلامی و حزب وحدت اسلامی بریک نامزد مشخص برای انتخابات
    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ