Posts | Comments | E-mail /

دژنيو دوهم کنفرانس دجوړیدواړتيا: دوهمه برخه

Posted by on Jul 6th, 2011 and filed under افغانستان چا ړنګ کړ؟, تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

حبيب الله غمخور

که څوک په افغانستان کې رښتيانۍ سوله اوثبات غواړي نودهغه چاسره دې خبرې وکړي چې دپرېکړي اوعمل واک اوصلاحيت لري

دپيل خبره :

احساساتي نه يم ولي داچي دولتي چارواکي دملت په سترگوکي خاوري شيندي ننداره ئي نسم کولاي .

داليکنه مخ پر خلاصیدووه چي دښاغلی کرزي داخبرمي واورېدل چي موږ دپاکستان دوحشيانه حملوجواب نه ورکوو.

دکررزی صاحب نه بايد جدی پوښتنه وشي چي پرون تاسوله پاکستان راغلاست نږدي ووچي دپاکستاني چارواکو سره ددوستۍ مجسمه په کابل کې ودروی. اوپه زيات وياړمو پاکستان خپل کوروباله !

کرزی صاحب دخپل پاکستاني کور له واکدارنه پوښتنه وکړه چي ولې په دومره بې شرمۍ سره دادرې اونۍ دافغانستان پاکه خاوره په راکټو ولي؟؟ ؟اوبېگناه افغانان په خپله خاوره کي په شهادت رسوي ؟؟؟

تاسو واياست که دحملو جواب ورکونوهاخواپر ملکی وگړولگیږي،يابه واياست توان ئي نلرو.خلک سوال کوی کرزی صاحب ! ايادننگرهار،کنړ ،لغمان ،نورستان ،پکتيا ،خوست اوپکتيکا اوسیدونکي ملکي وگړي نه دي؟ اوداچي وس مونه رسیږي اوپدې پوهیږی بيانوولي ترهرچاپردې پاکستاني چارواکومهرناياست ؟؟؟اودوي خپل وروڼه بولئ! مهرباني وکړي خپلو ورڼوت ورسی چي غم وخوري .

موږ پدې پوهېږوچي تاسو دسياسي هڅوجوگه نه ياست اونه به داسي سياسي هڅه وکړی کوم چي دپاکستان گټوته تاوان ورسیږي .موږ افغانان پر حق بولوچي ټول په يوه اوازتاسونه گيله لري او دافغانستان دسياسي بحران اساسي لامل موبولي . پارلماني ډرامه اونانندری  خوموتردې کچې ورسولې چي اوس ښځوهم لاس سره واچاوه!اياداشرم نه دئ ؟؟؟

دډيرونډ دکرښې هاخواپښتنو اوبلوڅو ږغ کووچي راپورته سی دپاکستاني پوځی استخباراتی تورمخوجنرالانواوپر خلاف ملي قيام وکړئ. دادوي دي چي دکرښي دې خوا اوهاخواولسونه پراسلام باندي دسوداگری په نامه جنگوي . دپښتنواوبلوڅوپرسياسي اوټولنيزوگوندونوږغ کوو ،ستاسو دوستی او وروگلوۍ له افغانانوسره همدا چوپتياده .تاسو افغانستان خپل پلارنی خاوره بولئ اوسوخوداستاسو پلارنی خاوره پاکستاني جنرالان په توپونوولې تاسوولي چوپ ياست ؟څه وخت راپورته کیږي ؟؟؟

داپه افغانستان کي دملي اواسلامي مختاړي او ورست تاړي گوندونه اوتنظيمونه اودهغوي مشران ولی په غارننوتلي اودپاکستاني جنرالانوله ډاره يوه خبره هم نه کوي .دوي چي په خپلو کړنلاروکي دافغان ولس ښېرازي اودافغانستان دمکنی بشپړتياټکي ليکلي دغه ښيرازي اوبشپړتياخوداده پاکستاني جنرالانودخپلو هوسونوقربان کړې ده اودافغان ولس دسر په قيمت اوسپکاوی امريکااونړيوالي ټولنې ته څرگندوي چي زموږ خبره نه مبې پر خپل سرئي ډنگوی اوس ورته گوری چي موږ داستاسو دوست هيوادستاسوپه پوځی شتون کي څنگه په توپونواوراکټونوولو.

موږ نه پوهېږوچي دسياسي گوندونورسالت اوملي دنده څه ده .سباورځ دوي په کوموسترگوخلکوته وايي چي موږدولس خدمتگاراودهيوادساتندويان يو.

دادپردوپرستوپه اصطلاح افغاني طالبان اواسلامي ساتندويان ولي دخپل باداردداډول غير انساني اوافغان ولس ضدعملونوپه وړاندي چوپه خوله دي ؟ دوي له کوم وطن څخه دفاع کوی؟ دادي لکه چي موږ ويل پاکستان دافغانستان تاريخي دښمندی، دوي په خپلو دغوکړنو لمر غوندي روښانه زموږدوينا اوعقيدې پخلۍ کوي .

نړيواله ټولنه دبن دکنفرانس پر بنياد دافغانستان دهوايي حريم دامنيت مسوليت لري ،دوي دغه دنده ولي په صادقانه بڼه سرته نه رسوی ؟

داوطن دافغانانودیاوافغانان مکلف دي هغه وساتي،پاکستاني تيري کوونکوته بايد غاښ ماتونکی جواب ورکړه شي .دپاکستان پر خلاف بايد دعام ولس نفرت راوپارول سي اوهرچيرې دپاکستان پر خلاف لاريونونه ترسره شي .افغانان دکوزی پښتونخواله پرتوقومونوپه ټينگه بايد وغواړي چي دپاکستاني کرنيلانواو جنرالانو په وړاندي خپل دريز روښاه اوڅرگند کړي.

دپاکستان پداډول بې شرمی داثابتوي چي دبن په کنفرانسوداستونزه نسي حلېداي .

بايد موږ ئي لمړی له پاکستان اوبياددوي له لاسپوڅوسره سپينه کړو.ددې سپيناوی لپاره دژينودوهم نړيوال کنفرانس ته اړتياده.

غواړم څرگنده کړم چي په افغانستان کي دتيرپشان پدغوبې بنياده او سياسي کنفرانسونونشي کېداي ددې هيواد ستونزه په اساسي بنه حل شي .داورېدوله مخې دبن کنفرانس دنورومخواونوکارودپيل لپاره جوړېږي ،زماپه نظر دبن تر کنفرانس وړاندي اوياوروسته داسي يوکنفرانس بايد جوړ سي چي ښکیلې خواوي دخپلو لاس وهنو اومداخلونه په ډډه کولوژمن اوافغانانوته دسولي په فضاکي ديوه دولتي حاکميت دجوړېدوامکانات برابرشي .

دازه هم اورم چي وايي بهرنيان بايد ووزي موږ سره پرېږدي موږ په خپله خپل امنيت ساتو،موږ ئي بايد زده کړو يوشمير خووايي چي هرڅه ئي زده کړي ،خوهمدا اوسنۍ دولتي جوړښت اوپدې ۍوړښت دډلواوشخصيتونوترمنځ سيالی اوښکرپه ښکر کېدوننداره ددې خبري ښکاره ثبوت دي چي زموږ په هيوادکي تراوسله لادقدر ليونيان ډير اوملي خواخوږي نه ليدل کيږي .ځکه وايم دغه څرگندوني پر عيني حقايقو نه دي ولاړي اوداسي نه ده لکه دوي چي وايي له دې ډول څرگندونو څخه زموږ ولس ښه خاطره نلري .داډول بې مسوليته ډاډگیرنې وې چي دکورنې جگړې او دولتي واک پر سر سيالي تر ۳۵ کالوپوري وغځیدله . دهمدې ناخوالوله مخې درې ځله بهرنيانوداتوان وممنداوبهانه پلاس وغله چي زمور پاکي خاوري ته راسي .

څه موده وړاندي يوه افغان طالب له پاکستان څخه داشناږغ راډيويوپروگرام ته زنگ وواهه اوو ئي وويل چي که بهرنيان ووزي بيا ټک والله که ووينې اوزياته ئي کړه زه به ئي بياوگورم چي څوک دطالبانومخته درېږي .

بلې ! ممکن داسي وي اوياداسي نه وي ،خوزموږ ډارهم دادی چي له يوې خواطالبان دبلې خواجمعيت ،گلبدين حکمتيار،دنظارشورا،سياف ،گيلاني ،مجددي اوداسي بل هريوبه ځان ددولتي حاکميت وارث بولي اوددې میراث ترلاسه کیدوپه موخه به داوطن يوځل بياپر محلي حکومتونو تقسيم اوولس به ئي داورپه لمونوکي سوځي.

له يوې خواددغې سيالی اودبلې خوادپاکستان اوايران  دشکاره اوبربنډولاسوهنواوتودې جگړې نه زيات وخت نه دی تيرسوی دکابل ديلوالونه لاتراوسه ددې ښاردخلکوپه ونو رنگ دي .

متاسفانه په افغانستان کښي پدې لسوکلونوکي داسي ملي ضعامت اوملي ځواک دجوړېدولپاره کارونشوچي دبهرنيانوپه وتلوسربه داوړتياموجوده وي چي ددولتي اوسياسي واک ليوال به په خپلو کي اودموکراتيکوارزښتونوپر بنياد داسي دولت جوړکړي چي دټولولپاره دمنلو وړوي . که څوک رانه خفه نسي زه ددولت مخالفين تراوسه لاخپلواک نه بولم يوه بلاک ئې دپاکستاني استخاراتي اوپوځي جنرالانو تراغیزې لاندي هغوي مشورې اوهدايات  ورکوي اوبل بلاک ئي د اوايراني اخوندانو مشوري اوهدايات مني ،ځکه خوداډار رښتيانۍ دي چي دافغانستان واک به دوي په خپله خوښه ټاکي نه دولس دارادي اوغوښتنې له مخې .همدا دليل دي چي دوي دواړه دافغانستان په مسله کي ځان شريک اودزيات حق څښتنان بولي .

دبیلگې په توگه همدا نن د جولاي دريمه د پاکستان له یوه خصوصي تلويزيون سره په مرکه کې نن د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ايس ای مخکني ريس جنرال حميد ګل افغان طالبانو ته لارښونه وکړه چې له حامد کرزي سره ایتلافي حکومت جوړنه کړي.

حميد ګل وويل اوس هغه وخت راغلی چې امريکا په افغانستان کې د یوه ایتلافي حکومت د جوړولو نيت لري خو طالبان باید پوی شي چې د پاکستان ملګري څوک دي .

حمید ګل وويل: کرزی د پاکستان دوست نه دی بلکې اوس اسلام اباد ته مجبور شوی دی . هغه وويل که افغان طالبان له کرزي سره ایتلافي حکومت جوړ کړي دا به د پاکستان لپاره ښه نه وي.

جنرال حمید ګل دا هم وویل چې ضرور نه ده چې طالبان دې په افغانستان کې واکمني وکړي بلکې نور کسان چې هغه هم پاکستان دوسته وي بايد پر افغانستان واکمن وي ؟پاکستاني جنرالان غواړي طالبان دقربانی دپسوپه دودتل مدام استعمال کړي اوددوي په عوض دغه نوري ډلې چي ددولتي چاروسره بلديت لري په راتلونکي ائتلافي دولت کي شاملي شي .تاند ويب پاڼه

همداډول ايران هم دهر هغه ائيتلافي حکومت له جوړېدوسره مخالف دی چيرته چي ددوي کسان پکښي برلاسي نه وي . هر چارواکی چي ئي کابل ته راغلی دټولونړيوالوديپلوماتيکونورمونوخلاف زموږ چارواکوته زموږ په کور کي گوت څنډنه اونصيحتونه کوي ،داچي توري خلتې له دواړوخواپه خرپ رارواني دي دهغوي تاثيرات خوپر خپل ځاي پرېږده.

متاسفانه يوشمير کسان چي توقع ترې نه کيږي بې مسوليته څرگندونې کوي اوياغواړي دعاموخلکوپرپاکو احساساتو دځاني شهرت  لپاره سوداگري وکړي ،سره له دې چي ترډيره بريده به دهرې مسلې په پايله ښه پوهیږي بياهم دملي گټوخلاف څرگندونې کوي .زماداټکي ددې معنانلري چي زه دبهرنيانودپوځی شتون پلوی يم بلکي ددې معنالري چې دخپل هيواد او زورېدلي ولس دملي گټوپر بنياد حق لرم ادعاوکړم چي دافغان ولس په وړاندي بايد نړيواله ټولنه خپلې ټولې ورکړه سوی وعدې اومسوليتونه  ترسره کړي،بيائي په مخه ښه هرچيري چي ځي .

زماددې خبري دثبوت لپاره چي پدې ډول دافغانستان پرېښودل اوهغه ته شاگرځول زموږلپاره ديوبل ملي ناوريز لامل گرځي په سلهاودليلونه شته،زه ئې څوته اشاره کوم :

لومړۍ/ په افغانستان کي تراوسه داسي ډلې په دولت اوتردولت بيرون سته چي دانن بهرنيان ووزي دوي ځان مستحق بولي چي دولتي واک خپل کړي .لمر غوندي روښانه خبره خوداده چي دبهرنيانودبې مسوليته اوپر خپل سروتلونه وروسته د۱۹۹۲ م کال په څير به بياهم جگړه ماران مست شي اودقدرت پر سرجگړه به پيل کړي اودبې گناه انسانانو ويني به وبهيږې .

په افغانستان کي ددولتي واک ستنې همدا اوس دملي وحدت اوياملي مشارکت پر بنيادنه دي ټينگې سوي ،ددولت يوشميرجگپوړي  چارواکي دقومی ،سمتی ،ژبنيواونوروملحوظاتوپر اساس کارکوي .دائي په عمل کي ثابته کړې چي دوي خپله بقاپه گډوډيو،کمزوري اوله ولس نه بیگانه دولت کي ويني .پدې خاطر نړيواله ټولنه مسوليت لري په افغانستان کي امنيت ډاډ من کړي اودخپل لس کلن پوځی شتون دمشروعيت بشري ادعا،تلفات اولگښتونه تر پوښتنې لاندي رانه ولي .دابايد ثابته کړي چي امريکاپه عمل کي دافغان ولس سره بشري خواخوږي  اوپه دې هيوادکي دسولي اوثبات سره ليوالتيا لري ،کنه په ټوله نړۍ کښي خپل اعتباردلاسه ورکوياوکه دسي وشوه دپخواني شوروی په سرنويشت اخته کیدو گمان شته .

دوهم/ دهمدې پاکستان اوايران دلاسوهنوپه پايله کښي ملي اختلاف اوبېلتون خپلو ورستنيومرحلوته رسېدلی .داچي په دولت کي دولتونه جوړدي ،عملأ پارلمان قضايي قوانه مني اوهغوي پارلمان ،کرزی هغه دچاخبره ددواړوننداره کوي اوپدې نه پوهېږي چي همدا اوس دغه دولت قانوني مشروعيت نلري ،حومره دشرم خبره ده چي دې سياسي دولتي بهران ته کورنۍ مسله اوددموکراسی عالي بڼه وايي . ماخوپه خپل ټول ژوندکښي چي څه تعليم اوتحصيل دتاريخ په برخه کښي کړی داډول حالت مي دنړۍ ديوه هيوادپه تاريخ کښي نه دی لوستی اونه داډول دولتي بهران اوگډوډيوته چي دخپل سری روښانه بیلگه ورته ويلاي سول چاددموکراسۍ عالي بڼه ويلې ده.همدا اوس يوازي دپارلماني نانندری مسلي ته که نظرواچوددغو۶۲ پارلمان ته راغلواوبل لورته دځانگړې محکمې لخوامستحق بللودپلويانوترمنځ دافغانستان په يوشمير ولاياو کي يودبل پر خلاف اويوبل ملامت اودقانون څخه سرغونکي باندي متهم کېدوپه خاطر غونډي کيږي اوکرزی صاحب ئي ننداره کوي .

نودغه ډلې اوکسان چي دنړيوالي ټولنې له ډارنه خلاص وي تاسو فکروکړئ چي دکابل دښارپه کوڅوکي به څوډوله بيرغونه پورته اوکښته کيږي!اودارگ  پر دروازه به څه حال وي ؟

درییم/ ايرانيان اوپاکستانيان همدي ته ناست دي چي دانن بهرنيان ووزي دوي پردابله دروازه راننوزي .

موږ نه داحمدي نژاداويادهغه ددفاع وزيراونه هم دزرداري اوهغه دلمړی وزير په درغواوتشو وعدو غولیږو.ځکه داټولې ناخوالي اوبدمرغۍ دواړوهيوادو ددولتي چارواکوورځنۍ ډالۍ دي .موږ له دوي نه ځغلو ،خودوي په زياته بې شرمۍ اودومخۍ سره زموږ سره ددوستۍ خبري کوي .

کرزی صاحب پاکستان اوايران خپل کوربولي خودده دکور،کوربانه وو ،پر موږ خپل وطن په دوزخ بدل کړی .

بهترينه بیلگه ئي پرښکلي ننگرهار،کنړاونوروسيموترپنځه سوه زياتوراکټونواورېدل اوپه سلهاوکورنۍ له ځايه بې ځايه کېدل دياوله ايران څخه دټولواسلامي اوبشري قوانينوخلاف دافغان کډوالوشړل اويابېگناه ځوانان په وحشيانه اوغير انساني شکل ددې پر ځاي چي قانوني وکيل ولري اويادخپل حق نه دفاع وکژي په درځړول ددوي داسلامي اخوت بهترينه بېلگه ده .داچي په سره ژمی ئې په ټوله سپين سترگی ۲۵۰۰ زيات ټانکرونه درولي وه اميد چي دچاهيرسوی نه وي.

په گران افغانستان ويب پاڼه کي محترم ډاکترصاحب  احمد فرید ثمین ډير ښه ليکي :

((. . .  از یک طرف پاکستان با حملات راکتی خود هموطنان مظلوم ما را در ولایات ننگرهار و کنر با خاک و خون یکسان می کند و از طرف دیگر از پذیرش مسئولیت این حملات انکار نموده و آنرا کار قوت سوم محسوب می کند. . . . بدیهی است که ایران و پاکستان در خصوص ایجاد بی اعتمادی بین افغانستان و جامعه جهانی شب و روز تلاش خسته گی ناپذیر می نمایند و در این راستا از طراحی هیچ نوع توطیه و دسیسه دریغ نمی کنند. حتی این دو کشور شیطان صفتکثافات تاسیسات اتومی خود را در خاک افغانستان دفن می کنند و بار ملامتی آنرا به نیروهای ایتلافی می اندازند و چنان وانمود می کنند که نیروهای خارجی در افغانستان بم های اتومی را بکار می برند مگر این دو کشور شیطان صفت این را فراموش کرده اند که استعمال این نوع بم ها به عساکر امریکایی نیز آسیب می رساند. پس آیا امریکا می خواهد به دست خود قبر عساکر خود را نبش کند؟ ))

څلورم/ موږداسي روزل سوی اوملي گټوته وفاداروسله وال ځواک نلروچي پخپله دې دخپلې خاورې نه دفاع وکړي دغه کرايه سوی پوځ دبهرنيانوله شتون پرته دغه دولت ته وفادارنه  پاتېږي ،هرچاچي وسله وال ځواک ته راوستلی په هغه پسې ځي اودهغو امراوهدايت مني .دبلې خواداهيچاته دمنلو وړنه ده چي دغه دپردوپه پيسوپر پښوولاړدولت دی چي ټول لگښتونه ئي له بهرنيو خزانوورکول کيږي دشمير له مخې داسي لوي پوځی ځواک ته  يوازي تنخواگاني ورکړاي شي،داچي دوي وروزی اوپه وسلوئي سمبال کړي داخو پرخپل ځاي پرېږده.په خيرات،عذراوزاريو نسې کیداي يودولت خپل وسله وال ځواک وروزي اوهغه په هغو وسلوسمبال کاندي کوم چي همدا اوس ورته اړتياليدل کيږي .پدې موږ بايد پوه اوسو چي هربهرنۍ هيوادراته ويلاي سي چي زه ستاسو نوکرنه يم ،لکه اوباماچي څواونۍ وړاندي وويل ((موږدافغانستان ښارونه اوکوڅې نسو ساتلاي اونه دهغوي پر لاروترافيک درولاي سو. ..))په هغه صورت کښي به بياڅه کوو؟

پنځم/ همدا اوس په افغانستان کي برحال دولت ترستوني په دولتي فساد اوجگپوړي ئي په خپل مينځی سياليوکي ترستوني  غرق اودعام ولس لپاره يوبیگانه دولت دی .

شپږم/په اقتصادي لحاظ افغانستان دنړۍ ترټولوشاته پاته هيوادي،سوداگري مويوازي دواريداتوپه برخه کي سرښوروي ،دصنعتي کرهڼې اوصنعت خوزموږهيوادوال خوب هم نه ويني . بېکاری اونوري ټولنيزي ناخوالي خپل اوج ته رسېدلي پدې واړه هيوادکي تريوميليون زيات کسان هيروئين استعمالوي ،ترلس کاله بهرنيو ښو اوخوږووعدو وروسته لاپه پاکستان اوايران کي نږدې څلورمیليونه کډوال ژوند کوي ،هغ چي راغلي دبيرته تگ اقتصادي توان نلري کنه يوه شپه دلته نه تیروي .زموږ دامنيتي ناخوالو اودولتي فسادله مخي يوهوښيارپانگوال په افغانستان کي پانگوالي ته زړه نه ښه کوي .

اووم/ رښتياداده چي زموږ ټول دولتی لگښت دبهرنيانوله پيسوکيږي ،موږ کوم ملي عايد نلرو،ددوکانوپه صفايي اوتاجايي ياددرو،څلوروگمرکوپه عايداتوچي په هغه کي هم غلاقانوني بڼه ولري او په سلوکي لږبرخه ئې دولتي خزانې ته رسیږي دولتي کاروبارنسي چلیداي .

اتم/ داچي همدا اوس ددولت سره جنگېږي اوددوي سره دسولي خبري کيږي دهيوادوالولپاره دمعينودلايلو له مخې دمنلو وړنه دی .دولت پدې خاطرچي دسولي پرخبرواوپروسه سياسي سوداگري کوي خپل ولس ته دسولي معين پروگرام نه دی وړاندي کړی اونه ئي ددوي سره مشوره کړې چي دکوموپر نسيپونوپر بنياد ددولت له مخالفينوسره خبري کيږي اودوي ته په دولت کي ځاي ورکول کيږي . داخبره ددې معنی نلري چي څوک دسولي دپروسې سره مخالفت کوي بلکي داگوت نيونه ددې ښکارندويه ده چي دولتي چارواکي هرڅه پر خپل سره بیله دېنه چي دملت سره مشوره وکړي پر مخ بيايي ځکه خوکېداي سي ددوي کړنې اوپرېکړي دعام ولس اوحتاديوشمير سياسي اوټولنيزوسازمانولپاره دمنلو وړنه وي .

کرزی صاحب يوځل طالبان خپل ورونه بولي اوچيغې وهي، خداي موراوله اودبلې خواچي ددوي سره دسولي دخبرومسله جدي مطرح سي بيا دمخالفت  مختلف دلايل تراشي . دبیلگې په توگه پدې وروستيوکي دبن دکنفرانس خبري کيږي اوداسي ويل کيږي چي  ددولت مخالفين دبن په کنفرانس کي برخه اخلي ، داپدې معناچي ددوي په گډون به ديوه ايتلافي دولت دجوړېدومسله مطرح کيږي ،پدې وخت کي بياکرزی صاب دهغوي دمستقلانه گډون سره مخالفت کوي .

کرزی صاحب دطالبانودخپلواک گډون سره خپل دغه مخالفت دجون دمياشتي پر ۱۸ مه  ځوانانوپه کنفرانس کي  په ډاگه اعلان کړ ،هغه وايي : ((دبن کنفرانس ته هرافغان دافغان حکومت په موافقه اوددوي په مشوره پداسي حال کي گډون کولاي سي چي دافغاني هيئت يوه برخه  وشميرل شي.هغه وويل :داسي گنگوسې ترغوږوکیږي چي امريکا اونړيواله ټولنه ددوي له موافق او خوښی پرته يوشمير کسانواويادډلو استازوته دگډون بلنه ورکوي.مگرطالبان باید د دې هیواددهيئت يوه برخه واوسي ترڅو تریو بیرغ لاندې او د یو واحد افغانستان په نامه په دې غونډه کې ګډون وکړي . اوکه چیرې طالبانو ته په دې غونډه کې دیوې جلا ډلې په توګه بلنه ورکړل شوه بیا موږ په دې غونډه کې ګډون نه کوي.))

ډیره جا لبه ده!  جنا ب کرزی صاحب ودی ته متوجه نسو چه دافغا نستا ن حکومت کله ددې صلاحیت لري چه طا لبان اويابله کومه ډله چي اوس ددولت سره په مخالفت کي ده ویو بین المللی کنفرانس ته رابولي . اودبلې خواهغوي تراوسه لاپر هغوی جا یزی ټآ کل سوې ده اودملگروملتو دامنیت شوراپه تورلست کی شا مل دی،دوي يوازي دالقاعدې له لست نه جلاسوی . ددې ترڅنگ پاکستاني جنرالان اواستخباراتي اداره دانه پټوی چي دهرڅه صلاحيت له دوي سره دي . پدې ټول پوهیږي اوباورلري چي  بین المللی ټولنه کولاسی يوازي  دپاکستاني جنرالانواواستخباراتي ادارې په موافقه هغوي دبن کنفرانس ته وروبولي.

داسي فکر کیږي چي امريکا به طالبان ،دحقاني ډله اوگلبدين حکمتياردهغه ډلې استازوته دگډون بلنه ورکړي کوم چي تراوسه علني سوې نه دي .

سوال پيداکيږي چي که  داسي وسي چي دکرزی صاحب په مشوره اوحاکميت لاندي دوي پدې کنفرانس کي گډون ته حاضروي ؟ بيانودې کنفرانسوته کومه اړتياشته ؟ دغه ډول ډيري بې مسوليته څرگندونې ئي دنړيوالو باور اواعتبار دافغان ولس په وړاندي له سوالوسره مخامخ کړي .

د شپیګل له راپور سره سم د امریکا حکومت د ۲۰۰۹ کال راپدې خوا له طالبانو سره خبرې پيل کړي دهمدې ورځپاڼې په ويناد ((۲۰۱۰ ))کال دمنې راپدې خوادوي له طالبانوسره  تراوسه  درې ځلې يوځل په قطر اودوه ځله په جرمني کښي مخامخ خبرې کړي دي.د شپیګل مجلې له راپور سره سم په خبرو کې د امریکايي لوري استازیتوب د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت او د سي آی اې مامورین کوي او د طالبانو له خوا د ملاعمر یو خپل دطيب اغا نامه چي دطالبانو دحاکميت په وخت کي دملاعمر اخند د دفتررئيس واوهمدا اوس هم دهغه نږدې سړی دی په خبرو کې برخه لري .

دطالبانوسره ددوي خبروجزيات تراوسه چاته ندي روښانه اوداهم نده معلومه چي طالبان به په کومه بڼه دبن په دوهم کنفرانس کي گډون کوي .

دبلې خوادايوروښانه حقيقت دی چي دافغان دولت اوسني مخالفين دپاکستان او ايران سره سره نږدي اړېکي لري سعودي عربستان اوعربي عمارات ،هند،چين اوروسيه هم خپل معين تاثيرات لري . لس کلنې تجربې روښانه کړه چي ددولت يومخالف هم داحق نلري چي ددولتي ارگانوسرهپه خپلاکه بڼه تماس ونسي . پاکستان داخبره نه پټوي په ډاگه وايي چي تاسو دهرچاسره خبري کوی تاسو اوهغه بايد زموږنه اجازه واخلي .

پدې ورستيوکښي دکندوزپه ولايت کي دطالبانوله هغه والي سره چي دولت ته تسليم سوی دطلوع تلوزيون سره مرکه ډيره جالبه اوپه زړه پوري وه .پدې مرکه کښي دکندزوالي نورالعزيز دطالبانوله ټولوکړنواوددوي سره دپاکستان ،ايران اوعربي شيخانوله مالي اومادي مرستونه پرده پورته کوي .دهغه له چهرې څرگندېږي چي رښتياوايي اوپردې وطن ئي زړه خوږېږي اميد چي کوم ظالم ئي درښتياويلوپه جرم په شهادت ونه رسوي .

هغه وايي ((ټولي پيسې له بهرنه داي ايس اي پر لاس راځي .نجيب الله پاکستان مړکړ.نجيب الله سورملايارانه  لخواچي پاکستانۍ وو په شهادت ورسيد .پاکستان يوچا روزلی دي ،هدف یې امريکاوه ،خوداسي ئي روزلی چي تراستاد ئي زيات هوښيار اودهغوي نه امتيازونه اخلي .ملاعمر که ژوندی وي نوهغه دسولي کولواوخبرو اختيار نلري . تير کال ايران موږ ته (( ۵۰۰ ))موترسيکلونه راکړه .دکوټې شورا داصلاحيت نلري چي وو اويا نه ووايي .طالبانو دخپل حاکميت په وخت کي دبولدک دروازه پردغه ځاي ونه منل .دغه دبولدک دروازه يوڅه دپاکستان خواته وه خو اوس رادېخواته دافغانستان په خاوره کي رادننه سول .))2011.06.08

دگران افغانستان ويب پاڼي په خبردجون پر ۲۹ دپاکستان ددفاع وزيرپه اسلام آبادکي ژورنالستانوته  څرگنده کړه چي که پاکستان رول له نظره وغورځول سي دافغانستان دمشکلاتواوستونزوحل ناشونئ دی .

دغه وزیرصاحب  بې بې سي ته  وویل، طالبانو د منځني ختيځ له ځینو هیوادونو سره اړيکي نیولي دي .هغه زياته کړه د پاکستان حکومت ته دا معلومه ده چې طالبان چېرې دي او له هغوی سره لیدل او خبرې کول ګران کار نه دی .

دخبريال ويب پاڼي دخبرله مخې چي دجون پر ۳۰ خپورسودوامریکالوړپوړو پوځي قوماندانانو په یوه خوله دا خبره کړې ده چې پاکستاني چارواکو ته ملا محمد عمر معلوم دی خو په خلاف یې هیڅ ډول ګام نه اوچتوي . دغو دواړو پوځي قوماندانانو دامريکاسناته ویلي چې پاکستان دحقاني دنیټ ورک (سازمان ياشبکې )دمخکښو او همداراز په پاکستان کې دملا محمد عمر په خلاف دامریکا غوښتنو ته هیڅ ډول پاملرنه نه کوي .

امریکا يي قوماندان ایډ مرل ویلیم میک ری ون وايي چې ملا محمد عمر په پاکستان کې دی .هغه زیاته کړې چې دده یقین دی چې دطالبانو مشر ملامحمد عمر په پاکستان کې دی او دهغه دځای په اړه دپاکستان حکومت معلومات لري خو په خلاف یې ګام نه اخلي .

پدې زموږدهيواد سياسي څیړونکي اوهرهوښيارسړۍ له ډير پخواپوهيده چي دطالبانوپه ليکه کښي هر هغه څوک چي دسولي اوخپل وطن سره دخواخوږی خبره وکړي برخليک به ئي ديوشمير طالب چارواکو غوندي شي چي تراوسه ئي پته ورکه ده  .

پدې خاطرپه ډاډ ويلاي شوچي هغوي نه دځان واک لري اونه هم دخبروصلاحيت .زماله نظره دايوبله سياسي لوبه ده چي وايي ددولت له مخالفينوسره دلته اوهلته خبري کړي اوداپروسه روانه ده .ځکه طالبانوددې خبروپخلئ نه دی کړي اونه ئي دپاکستاني جنرالانودهغولارښودونوپه وړاند غبرگون ښکاره کړی کوم چي دوي ته دلارښودنې اوددوي پر سردسياسي سوداگری معنالري .که نړی وال غواړي په افغانستان کي سوله راسي داخبره بايد له پاکستان او ايران سره سپينه شي، ددې کارلپاره ددوي سره دجدي خبرواړتياشته ترڅودوي په ځانگړې توگه پاکستان داونه مني چي په افغانستان کي سوله راسي .رښتياخوداده چي هيڅوک دافغان دولت اويابل نړيوال چارواکي سره دخبروجرایت نلري که څوک همدا اوس په خبروبوخت وي دابه هم دپاکستاني چارواکو لوبه اوپه غټ گمان دتير (( جعلي ملامنصور)) په توگه به يوڅوک خبري ورسره کوي .

ددې لپاره چي دجعلي ملامنصورسره وخت نه ضايع سوی نه وي  اړينه داده چي دهغه چاسره خبري وسی کوم چي دپرېکړې اوعمل صلاحيت لري .

اوس تاسوفکراوقضات وکړی چي داوسني دولت دمخالفينوسره دپاکستاني جنرالانواوڅارگري ادارې له دومره نږدې اړېکوباندي په پوهېدواوپه نظرکي نيولوسره بهتره ده دچاسره خبري وشي؟

ددې لپاره اړينه برېښي چي دژينودوهم کنفرانس اراوبلل سي اوپدې  نړيوال کنفرانس کي ديونړيوال تظمين له مخې دافغانستان دمسلې حل ته دپاي ټکی کښیښودل سي .

زماله نظره تردې وړاندي چي دبن دوهم کنفرانس جوړسي اړينه ليدل کيږي چي دافغانستان دمسلې دحل تر نامه لاندي دژينونړيوال کنفرانس راوبلل شي .

دژونيوپه کنفرانس کي دگډون لپاره بايد لاندي هيوادواوسازمانوته بلنه ورکړه سي اوله را بلل سویو هيوادونه دافغانستان په کورنيو چاروکي دهرډول لاس وهنې اومداخلې په ټپه درېدونړيوال تظمين واخستل شي .

لومړی/ افغانستان، پاکستان اوايران دولتونولوړپوړي او اړونده چارواکي دلانجې داساسي لاملونوپه توگه .

دوهم/ دافغان دولت دمخاليفوډلو مشران ياواک لرونکی استازي .

يادونه : دمخاليفوډلو مشرانوته بايد نړيوال تظمين ورکړه سي چي ددوي ازادي اومسؤنيت خوندي دی .

درییم/ روسيه ،چين ،ترکيه ،هندوستان، قزاقستان، قرغيزستان،تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان،سعودي عربستان،عربي عمارات استازي دهغوهيوادو په توگه چي دافغانستان په مسله کښي داخل اومعين رول لري .

څلورم/ دامريکا متحدايالات،انگلستان،جرمني ،فرانسه،جاپان ،کاناډاناټوپوځی سازمان  اونوروهغوهيوادوواک لرونکي استازي کوم چي په افغانستان کي دايساف اونورونومونو شتون لري .

پنځم/داسلامي همکاری دسازمان رئيس، داروپادپارلمان رئيس يا واک لرونکي استازي،دشانگهاي دتړون سازمان رئيس، دساک سازمان،دجی8  هيوادو سازمان واک لرونکی استازی دملگروملتوسازمان سرمنشي ،دملگروملتودامنيت شورادسازمان رئيس ،يونسف ،يونسکوسره صليب اونورونړيوالوسازمانوچي ديوه هيوادپه برخليک کښي ونډه لرلاي شي استازوته بلنه ورکول .

شپږم/ په افغانستان کي دسياسي گوندونو،ټولنيزوسازمانو،پارلمان ،علمی اوتحصلي عالي موسسو استازي ،سياسي او حقوقو کارپوهان ،دښځودمختليفو ټولنواستازي ،دمدني ټولنو،په اروپا،امريکا،کاناډاکي دفرهنگی ټولنواستازي ،علمي اوفرهنگی شخصېتونه دنظراومشورو ورکوونکوپه توگه .

دکنفرانس اجندأ اوپرېکړې  :

لومړی/ داړوندوخواوترمنځ ترموافقې وروسته ديوې شپږماشتنۍ موقتي دورې اعلان . پدې دوره کښي به دژينودکنفرانس دپرېکړوپر بنياددراتلونکي دولتي جوړښت اوپه اساسي قانون کښي دهغوتغيراتو راوستل کوم چي دټولواړخونو او افغان ملت ته دقبول وړوي .

په همدې شپږومياشتوکي دنوی اساسي قانون دتصويب لپاره داستراري لويي جرگې راغوښتل اوپدې جرگه کښي دقانون منل اوراتکونکی ولس مشردڅلوروکالولپاره ټاکل .

دوهم/ ددې کفرانس په پرېکړوکښي  افغان ولس ته حق ورکړه کیږي چي دنړېوالوسازمانوپه مشوره اومرسته دخپل هيواد لپاره دداسي يوې دولتي اداري بنسټ کښیږدي کوم چي داکثريت وگړواونړوالي ټولنې لپاره دقبول وړ وي .

درییم/دموقتې دورې اوراتلونکودوکلونوپه موده کښي داطمنان په صورت کښي ديومعين مهال ويش له مخې دټولوبهرنيو پوځی ځواکوستنېدلودلړۍ پيل .

څلورم/ دکنفرانس دپرېکړو اونړيوال تظمين پر بنياد دافغانستان ځمکنی بشپړتياته درناوی اوددې هيوادپه کورنيو چاروکي هرډول لاس وهنې اومداخلې بندېدل .

پنځم/ دنړيوال تظمين له مخې دافغانستان له خاوري نه  دگاونډیو هيوادوپرخلاف  دبل بهرني هيوادلخوا په هره بهانه اونامه دتېری اومداخلې منع کول .

شپږم/ ددې لپاره چي افغانستان يوجگړه ځپلی هيواداواوسېدونکی ئې دنړۍ تربل هر انسان سولي ته تږئ اوليوال دی او دبلې خواڅلورلسيزوکورنۍ جگړې داهيوادپه اقتصادي اوسياسي لحاظ ځپلی دي نشي کولاي دسولي په شرايطوکي دخپل وسلوال پوځ اودولتي ادارو لگښتونه په خپله پوره کړي، اړينه ده چي افغانستان سويس هيوادغوندي ديوه بیطرف هيوادپه نوم اعلان اودډيروپوځی لگښتونونه ډډه وکړي .

اووم/ که افغانستان ديوه بېطرف هيوادپه وگه پیژندل کيږي اودگاونډيانوپه گډون دنړۍ دنوروهيوادوله پوځی مداخلو اولاس وهنونه په امان کي پاتیږي،ددې هيواد دکورني امنيت اوټولنيزژوند دسمبالښت لپاره يوازي يوې وړې امنيتي اودپوليسو ادارې ته اړتيالري .ددغودواړوادارودچارودسمبالښت ،په نوي تخنيک اوتاکتيک دکدرونوروزلودنده نړيوالي ټولنه پر غاړه اخلي .

اتم/ نړيواله ټولنه کولاي سي دافغانستان داقتصادي،علمی اوتخنيکي  پياوړتياپه برخه کښي دملي پانگې اچونې ترڅنگ خصوصي پانگې اچوني له پروسې سره رغنده مرسته وکړي .

همدا ډول بهرني هيوادونه دافغانستان داقتصادي ،علمی ،تخنيکي پرمختيالپاره کولاي شي ددواړوهيوادوپه گټه د ځانگړې اوگډه پانگي اچونې پروسې کښي فعاله برخه واخلي .

نهم/ ددې لپاره چي افغانستان يوځل بيادافراتيزم اوترهگروپه ځاله بدل نشي اړينه ده چي دافغانستان دولت دخپل ولس اونړيوالوپه وړاندي پدې مکلف وبلل شي چي يوداسي حرکت اوخوځښت ته په افغانستان کي دسياسي اوپوځی فعاليت اجازه نه ورکول کيږي ،کوم چي موخه ئې دبل هيوادپه چاروکي مداخله اويادموکراسی سره مخالفت وي .

لسم/يوهيوادهغه وخت دسياسي ،اقتصادي اوټولنيزپر مختگ بهيرته داخلېداي شي ترڅودنړيوالونورمونوسره برابر علمي اومسلکي کدرونه ولري .ددغې تشې دډکېدولپاره نړيواله ټولنه متعهده شوې ا ووعده کوي چي دافغانستان سره دښوونې اوروزنې اوعالي تحصيلاتودپروسې دپياوړتيا،ملي کدرونودروزلوپه برخه کي بېلاعوضه اوبې غرضه بشري مرستي  کوي .

یولسم/ دافغانستان  اوسنۍ اقتصادي ،سياسي اوفرهنگی حالت داپه گوته کوي چي له يوې خوادجگړې دمخنيوی لپاره نړيوال تعهداودبلې خواددې هيوادناخوالوته دپاي ټکې په اېښیدوسره بايد هرڅومره چي ژرکيږي ددې هيوادداقتصادي اوعلمی پرمختيالپاره پراخی مالي ،مادي اوتخنيکي مرستې په نړيواله کچه  راجلب شي .

دولسم/ په افغانستان کي ټولوسياسي سازمانو اوډلوته په گوته سي چي په خپل سياسي فعاليت کښي يوازي ملي گټې اونړيوال منل سوي اصول اوکنوانسيونواودبشردحقوقونړيوالي اعلاميې ته درناوی اودهغوي پلي کېدل په نظرکي ونيسي . دهر ډول هغه فعاليت نه ډډه وکړی کوم چي په هيوادکي ملي اختلاف ،زورآزموينې ته لمن وهي اويايودبل په وړاندي سياسي موخوته درسېدوپه خاطردوسلې د استعمال زمينه برابروي .

دیارلسم / له گاونډيو هيوادونه په خپله خوښه دافغان کډوالوابرومندانه راستنېدواوله هغو سره دځانگړومالي اومادي مرستوپروگرام منل اودپلي کیدولاري چاري سنجول .

څورلسم/ نړيوال  تضمين اوددې کنفرانس پر پرېکړوپر پلي کیدونړيوال نظارت  .

البته زه نه غواړم خپله ليکنه ديوه نړيوال کنفرانس دپرېکړوپه پروتوکول بدله کړم ،اونه داقتصاداوسياسي حقوقوپه برخه کښي کوم معلومات لرم .پدې هکله کارپوهان ترماډير ښه اوکره نظريات ورکولاي سي .

پدې جملود ليکنې لمڅۍرانغاړم ،که امريکااونړيواله ټولنه دجگړې دوام سيمه ايزوگټوته درسیدواوافغان ولس دښیرازی ،سولي اوثبات لامل نه بولی ؟اميدواريم چي يوې تلپاتي اودايمی سولې ته درسېدولپاره کوټلې،عيني اوعملي گامونه واخلي .پدې هيله چي يوه ورځ افغان ماشوم اومورئي په خپل وطن کیدژړااوکرېږوپرځاي خوله  په خنداپرانيزي .ومن الله التوفيق

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • په مزار شريف ښار کې اورلګیدنې شاوخوا ٢٠٠هټۍ سوځولې
    • تحولات مصر از نظر آگاهان بحران مصر
    • توافق حزب اسلامی و حزب وحدت اسلامی بریک نامزد مشخص برای انتخابات
    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان
    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار