Posts | Comments | E-mail /

په افغانستان کې د امریکی د متحده ایالتونو د تل پاتی نظامی اډو د جوړیدو اړتیا: پنځمه برخه

Posted by on Jul 3rd, 2011 and filed under افغانستان چا ړنګ کړ؟, تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

امان الله عمر

د راتلونکی لوی جرګی د غړو د پاملرنی وړ.

د  اخوندی ایران په خوا کی د افغانستان بل شر غوښتونکی ګاونډی پاکستان دی، چی په افغانستان کی د امریکی متحده ایالتونو د تل پاتی نظامی اډو د جوړیدو سره سل په سلو کی مخالف دی،دا ځکه د کومی ورځی نه چی پاکستان په مصنوعی توګه جوړ کړی شوی، د هماغه تاریخ نه وروسته د افغانستان په روانو چارو کی بربنډ مداخله کړی او کوی یی. پاکستان د دیورند تحمیلی کرښی او د کشمیر د سیاست تر سیوری او اغیزی لاندی د نړی اسلامی بنسټ پالو روزونکی، پالوونکی او مرکز پاتی شوی دی

پاکستان په افغانستان  کی  ښکاره مداخلې کوی، او دا تیری او مداخله خپل اخرنی پړاو ته ننوزی، ځکه اوس ټوله نړۍ پوهیږی چی پاکستان څه کوی، او څه کول غواړی؟ چی ښه بیلګه یی د پاکستان نظامی تیری پر کنړ، ننګرهار او خوست ویالاتو کی د یادونی وړ دی. همداسی پاکستان په افغانستان کی د یوی مرکزی او قوی دولت ملاتړ نه دی، او غواړی چی یو ګوډاکی حکومت په کابل  کی جوړ کړی، تر څو په سیمه کی د پاکستان د سیاست پلی کوونکی وی

هر څه دوی پخوا د خپل ملی او استراتیژیکو ګټو پر بنسټ په افغانستان کی یو داسی اداره غوښتل، چی د پاکستان سره په یوه فدراسیون کی قرار ولری، او د همدی استراتیژی پر اساس مرکزی او منځنی آسیا کی د پان اسلامیزم روحیه راژوندی او په یوه لوی فدارسیون کی سره راټول کړی شی او د پاکستان د ملی ګټی پر اساس دا سیاست پلی شی.پاکستان د همدی سیاست په چوګاټ کی د افغانستان د مقاومت او جهاد په لیکو کی د خپل استخباراتو له لاری غوښتل خپل دا سیاست پلی کړی، مګر دوی و نه توانیدل خپل دا سیاست د د جهاد او مقاومت په لیکو کی پلی کړی او په دی برخه کی پاکستان د پوره ماتی سره مخامخ شول.نو د پاکستان پوځ او استخباراتی چارواکو د افغانستان اسلامی تنیظمونو کی خپل کسان ورزول، او د همدی اسلامی تنیظمونو په چوکاټ کی یی د غربی هیوادونو د مرستی څخه د ځان په ګټه سرمایه ګذاری وکړ

په دی ترڅ کی یو شمیر ملی او مترقی عناصر چی د پاکستان د سیاستونو پر وړاندی هوښیار او مخالف ول، د پاکستان او اسلامی بنسټ پالو لخوا ترور او یا دیته مجبور کړی شول، چی پاکستان پریږدی، پاکستان او اسلامی بنسټ پالو ډیری افغانان چی ملی او مترقی مفکوری او نظریات درلودی،د دوی د لاسه ترور کړی شو، د هغه د جملی څخه سید بهاوالدین مجروح، داکتر لودین، داکتر سعادت شکیوال، ملی شخصیت قیوم کلکانی او په سلهاوو نور مبارزین د پاکستان په اشاره د اسلامی بنسټ پالو لخوا په ناځوانمرادنه ډول شهیدان کړی شو.

د بلی خوا څخه پاکستان د اسلامی بنسټ پالو تنیظمونو کی خپل اغیز تر اخره وساتل او دوی سره وویشل.پاکستان او د هغه استخباراتی او پوځی چارواکو د افغانستان د پاره داسی یوه استراتیژی درلود، چی په نظامی برخو کی استوار وو، او په سیاسی برخه کی پاکستان د خپلو شومو اهدافو په خاطر په تینظمونو کی د راتلونکی حکومت داری په اړه کومه پرګروام او پلان نه درلود، تر څو د دوی اهداف پلی کړی شی، د همدی تشه پر بنسټ وو، چی د داکتر نجیب د سقوط نه وروسته اسلامی بنسټ پالو کومه اجندا او کاری پلان د پخوا څخه نه درلود او په هرو مرج کی اخته ول.

په هر صورت د پاکستان د استراتیژی پر مطابق، هغه څه چی دوی اټکل کړی وه، تر سره نه شو، او جنګونه پیل کړی شو، چی د هغه نتایج ټولو ته ښکاره او واضع دی.کله چی پاکستان و نه توانیدل د پاکستان او افغانستان تر منځ فدارسیون جوړ کړی، نو خبره دیته رواوت، چی د یوی خوا د ایران او عربستان سعودی لاسوهنی او د بلی خوا د روسانو تحریکات او د پاکستان مداخله، د افغانستان سیاسی چاپیریال یی د افغانانو د پاره د نه زغملو وړ وګرځولو، او اولس په وینو ولمبول شو

کله چی پاکستان و نه توانیدل د پاکستان او افغانستان تر منځ فدارسیون جوړ کړی، نو خبره دیته رواوت، چی د یوی خوا د ایران او عربستان سعودی لاسوهنی او د بلی خوا د روسانو تحریکات او د پاکستان مداخله، د افغانستان سیاسی چاپیریال یی د افغانانو د پاره د نه زغملو وړ وګرځولو، او اولس په وینو ولمبول شو.

نو بیا پاکستان د فدراسیون خبره ډډه ته کړی، او لوبغاړی سره بدل کړی، او د سعودی عربستان او نورو په مرسته د طالبانو تحریک یی رامنځته کړه، او د پاکستان استراتیژی او اجندا د طالبانو په اړه داسی ول، چی وکولای شی، په سیمه کی پان اسلامیزم روحیه را ژوندی کړی، او هغه اسلامی بنسټ پالو چی د مرکزی او منځنی اسیاه د هیوادونو  څخه په پاکستان کی رزونه او تعلیم تر لاسه کړی وو، د هغوی پر مټ په دی هیوادونو کی اسلامی بنسټ پالی غورځنګونه له لاری خپل نفوذ او اغیزی وغځوی..

دا چی د پاکستان سیاست د دیورند او کشمیر تر اغیزی لاندی دی، دوی فکر کوی که چیری په افغانستان کی یو مرکزی او قوی دولت رامنځته شی نو د پاکستان ملی امنیت ته به لوی ګواښ وی او د بلی خوا څخه د هندوستان څخه ویره لری ، دوی فکر کوی که چیری هندوستان پر پاکستان باندی نظامی حمله وکړی، نو پاکستان باید د ځان د پاره د جبهی شا ته باوری ملاتړ ولری، چی هغه افغانستان دی، دا چی سیاسی مفسرین او پوهان د پاکستان( استراتیژیک عمق) په هکله تبصری او خبری کوی، په حقیقت کی بل څه نه دی، او پاکستان د همدی کرغیړنی سیاست تر اغیزی لاندی د افغانستان څخه لاس نه اخلی، او تل زمونږ په داخلی چاورو کی لاسوهنی کوی.

نور بیا


 

فرستادن/حفظ کردن

4 Responses for “په افغانستان کې د امریکی د متحده ایالتونو د تل پاتی نظامی اډو د جوړیدو اړتیا: پنځمه برخه”

  1. Vote -1 Vote +1Ahmad says:

    I and our friends are agreeing with Mr. Omar

  2. +1 Vote -1 Vote +1میر ویس says:

    په افغانستان کی دامریکی تل پاته کیدل به نه دافغانانو اونه دسیمی په ګټه وی یوازی څو محدودو اشخاصو په ګټه دی چه هغه بیا افغانانو ته دمنلو وړندی او دایران او پاکستان مدا خلی ته هم دکابل واکدارانو زمینه مساعده کړی دی لکه چه دامریکی په خدمت کی دی همدا ډول دپاکستان او ایران خدمت هم کوی اوزموږ لیکوالان لیکنی لنډی او پرانستلی بی له کومی ویری بی پری وکړی اود حیدری صاحب نظر دقدر وړ دی

  3. Vote -1 Vote +1حیدری says:

    سلام سلامتی دایمان او مقابل لوری ته درناوی هم دی هیله دی چه زموږ ځوان نسل یی له نظره لری نه بلکه راتلونکو نسلونو ته یی په میراث پریږدی

    سلام سلا متی ایمان واحترام به جانب مقابل است امید که نسلها ی جوان انرا از نظر دورنه بلکه به نسلهای اینده به میراث بګذارند

  4. Vote -1 Vote +1حیدری says:

    محترم لیکونکی سلام
    له ایران او پاکستان څخه ولی ګیله کوی خپل کور وسا تۍ ګاونډ یان غله مه نیسی زما اوستا کابل کی ناست چارواکی دایران او پاکستان په چوپړ کی دی معاش له ایران او پاکستان څخه اخلی دکرزی ددفتر پخوانی مشر داودزی داخبره په ډاګه کړی وه چه وزیران او ځینی معینان له ایران څخه معاش ا خلی هغه ټکی مو هیر کړی دی او که خبر نه یاست کرذی له ایرانه په کڅوړو کی پیسی وانخیستلی
    هرڅوک چه دافغنستان داستقلا ل ملی ګټو ملی وحدت او اسلا می ارزښتونو غل وی او یا هم داشغال لپاره را غلی وی زموږ دښمن دی او راتلونکی لویی جرګی ته که دافغان ولس رښتینی استازی راشی هغه به هيڅکله هم دامریکی شتون زمو. په هیواد کی ونه منی او دامریکی په شتون کی به ارامی رانشی

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • جنګسالاران دا ځل واك ته پارلماني پلمه كوي
    • وروستيو سيلابونو دګرديز اوخوست دلوى سرک ترټولو لوى پُل نړولى دى
    • بدون شرح
    • درگیری های شدید در سرحد هند و پاکستان
    • افغانستان به تاجکستان گاز صادر می کند
    • وقوع انفجار شدید در شاهراه کابل-مزارشریف
    • وزیر اطلاعات و کلتور تونس توسط یک هنرمند لت و کوب شد
    • هشدار های طالبان را بطور جدی تحت بررسی داریم: سخنگوی ریاست جمهوری مصر
    • عمر داوودزى راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته کانديد دى
    • مصر